د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټامس پیګوټ په یوې اعلامیې کې وویل: «د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو ځل بیا د اسرائیل په ضد یو غیر ضروري او جانبدارانه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په دغه سازمان کې په اساسي دپلوماسۍ باندې د اسرائيل په ضد د جانبدارانه غلبې تدوام څرګندوي.»
د ولسمشر دونالډ ټرمپ په رهبرۍ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۸۰۳ پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په غزې کې جګړه پای ته ورسوي او د غزې د خلکو، اسرائیلیانو او په لویه کچه د منځني ختيځ لپاره یوه سوله ایزه اینده برابره کړي. له هماغه وخت راهېسې غزې ته د مرستو سیلاب پیل شوی او متحدو ایالتونو د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د دایمي سولې په لوري حرکت ثابت ساتلی. په حقیقت کې د نومبر د لسمې نېټې څخه نیولې د ډسمبر تر نهمې پورې په اوسط ډول هره ورځ ۸۰۰ لارې غزې ته ننوتلې دي. د غذا موجودیت ورځ په ورځ زیاتېږي او حیاتي خدمتونه خپل پخواني حالت ته ستنول کېږي.
ویاند پیګوټ وویل: «په بله وینا، دا پرېکړه لیک په بشپړ ډول غیر مرتبط دی.» «د دې باوجود، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د درواغجنو تورونو په اساس د یو تفرقه اچوونکي او سیاسي پرېکړه لیک تصویب غوره کړ، چې د رښتیني دپلوماسۍ څخه بې لارې کېږي.»
ښاغلي پیګوټ وویل چې دا پرېکړه لیک ټېنګار کوي چې اسرائیل باید «د نړیوالو جرمونو د محکمې غیرالزامي مشورتي او بې لارې کوونکې نتیجه ګېري» عملي کړي. «د دا ډول نظرونو څخه کار اخیستل په نړیوال قانون باندې ملنډې وهل دي، ځکه چې مشورتي نظریات د قانون جوړونې اساس نه دی.» په دې سربېره، نوموړي زیاته کړه دا نظریه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي کولای شي هر دولت مجبور کړي له هر سازمان سره همکاري وکړي، «د حاکمیت څخه څرګنده سرغړونه» ده. متحده ایالتونه د دغه نظر په ردولو کې د اسرائيل تر څنګ ولاړ دی.
متحده ایالتونه په نژدې ختیځ کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار د ادارې (UNRWA) د قوي کېده هره هڅه ردوي، دا د حماس یوه څانګه ده، چې د اکتوبر په اوومې نېټې برید کې دخیله وه، چې د ماناداره نظارت څخه پناه ده او د یهودیت ضد ترهګرۍ ترویج یې روان ساتلی دی.
ویاند پیګوټ وویل: «دا د نه منلو ده، فاسده ده او په هېڅ صورت به په غزې کې ځای ونه لري.»
متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړه لیک تطبیق روان ساتي او د یوې سوله ایزې او ښیرازې غزې په اړه د ولسمشر ټرمپ لیدلوری تعقیبوي، چې د داسې ترهګرو ځای نه وي چې اسرائیل وګواښي او د غزې خلک په کې د ترهګرو له واکمنۍ څخه ازاد د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکولای شي.