Accessibility links

Breaking News

امریکا په منځني ختیځ کې پر نفس د باور ډیرول دودوي 


په منځني ختیځ کې د امریکايي مالیه ورکونکو ډیرې پيسې د پاکو اوبو د سیستونو د جوړیدو په شان مسایلو باندې مصرف شوي چې د خلکو په ورځڼي ژوند کې یې سهولیتونه رامنځته کړي دي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مرستیال مایکل هاروی وايي: "د امریکا د متحده ایالتونو پراختیایي اداره له مراکش څخه نیولې تر عراق پورې د منځني ختیځ په هر هیواد کې د ۳۰ تر ۵۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي."

ښاغلي هاروی زیاته کړه: "دا یوه اوږدمهاله او پایه داره همکاري ده چې واقعا د یادو هیوادونو د برخلیک د کنټرول په برخه کې د وړتیاوو د رامنځ ته کیدو او پر یوې داسې راتلونکې چې هغوی پخپله ټاکلې، متمرکزه شوې ده."

نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، د امریکايي مالیه ورکونکو هغه ډیرې پيسې چې په سیمه کې د پاکو اوبو د سیستمونو د برابریدو په شان مسایلو باندې مصرف شوي، که څه هم درک یې ستونزمن دی اما د خلکو د ورځني ژوند لپاره ډیرې مهمې دي.

ښاغلي هاروی وویل: " احتمالا هغه مهم کار چې د امریکا پراختیايي ادارې د تیرو ۳۰ تر ۵۰ کلونو راهیسې کړی، د منځني ختیځ په هیوادونو کې د انساني ظرفیت رامنځ ته کول دي. له همدې امله ډیرې پیسې ، وخت او هڅې د ډاکټرانو، ښوونکو او د مالیې او پلان وزارتونو د کارکوونکو د روزنې په شان مسایلو مصرف شوي دي."

د هغه په وینا، هغه څه چې ډیر ویاړ پرې کوي دا دی، د هر پوهنتون په محوطه کې چې قدم ووهئ، پوهیږئ چې دا یادو پوهنتونونو اکثره استادان د امریکا د پراختیایي ادارې د تحصیلي بورسونو په مرسته په امریکا کې زده کړي کړي دي.

مایکل هاروی وویل:"موږ ولیدل چې پر خلکو د څو تیرو لسیزو راهیسې دې پانګونې، په انساني ظرفیت، عصري کیدو، د تجارت د نویو تګلارو او په ټولنه کې د نظم په رامنځ ته کیدو کې څومره رول لوبولی دی."

ښاغلي هاروی زیاته کړه، په ډیرو عربي هیوادونو کې د عصري کیدو بهیر په ګړندی توګه روان دی. خو نوموړی وايي ننګونه داده چې عصري بهیر کیدای شي د سیمې د ځوانانو د هیلو په نسبت پخ وي.

هغه وویل: "همدا دلیل دی چې موږ وینو ځوانان له مراکش څخه نیولې بیا تر ایران پورې سړکونو ته راوځي... هغوی ټول د یوه مورد په اړه خبري کوي. هغوی غواړي دولت ځواب ویونکی واوسي. هغوی غواړي دولت ریښیتنی واوسي. هغوی غواړی دولت شفاف عمل وکړي. هغوی غواړي د حکومتولی په کار کې یو غږ واوسي. هغوی غواړي خپل اقتصاد عصري او پرانیستی وویني... هغوی پوهیږي چې یو عادي هیواد څه ډول دی، هغه ځای چې کیدای شي سفر، پانګونه او تجارت پکې وشي. دا هغه راتلونکې ده چې د ځانونو لپاره یې غواړي."

د امریکا د متحده ایالتونو پراختیايي اداره به لکه څنګه چې په تیرو لسیزو کې یې په منځني ختیځ کې د خلکو له ارمانونو ملاتړ کړی، په راتلونکې کې به یې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG