Accessibility links

Breaking News

امریکا کې پخوانیو پوځیانو ته د درناوي د ورځې نمانځنه   


د متحدو ایالتونو اوسیدونکي د نومبر په ۱۱ د وټرنز دې (Veterans’ Day) یاد د پخوانیو پوځيانو ورځ لمانځي څو هغو پوځيانو ته درناوی وکړي چې د امریکا په وسله وال پوځ کې یې خدمت کړی دی.

که څه هم په متحده ایالاتو کې ډیرې فدرالي رخصتي ګانې د شویو پيښو اصلي ورځې ته نږدې د دوشنبې په ورځو وي خو د پخوانیو پوځیانو د یاد او درناوي ورځ یوازینۍ ورځ ده چې تل د نومبر په ۱۱ لمانځل کیږي. دا ځکه چې دا د هغه اوربند سره تړاو لري چې د ۱۹۱۸ کال د ۱۱ میاشتې په ۱۱ ورځ په ۱۱ بجو لومړۍ نړیواله جګړه ودریدله، خو پخپله نښتې ختمې نشوې. که څه هم چې لومړۍ نړیواله جګړه په رسمي توګه د ۱۹۱۹ کال د جون په ۲۸ د وارسیلیس د تړون په اساس ختمه شوه خو په عامه توګه داسې ګڼل کیږي چې دغه جګړه د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱ پای ته رسیدلې ده.

د دوو لسیزو لپاره، د نومبر ۱۱ په غیر رسمي توګه د اوربند د ورځې په توګه ونمانځل شوه. په پای کې، د ۱۹۳۸ په مې میاشت کې، د متحده ایالاتو کانګرس دا ورځ د رسمي فدرالې رخصتۍ په توګه اعلان کړه، "هغه ورځ چې د نړۍ د سولې لپاره وقف وي او له هغه وروسته د "متارکې د ورځ" په نوم ونمانځل شي، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پخوانیو سرتیرو درناوی وشي. په ۱۹۵۴ کال کې جمهور رئیس دوایت آیزنهاور، د پخوانیو سرتیرو د ورځې نمانځل پراخ کړل ترڅو د ټولو هغو کسانو درناوی وشي چې هم په جګړه او هم په سوله کې یې په پوځي یونیفورم کې خدمت کړی دی، او په ۱۹۷۱ کې، دا ورځ د پخوانیو سرتیرو د درناوي ورځ شوه، چې په دې توګه د یو جشن روحیه ښه منعکسه کړي.

ولسمشر جو بایډن وویل: "نن ورځ موږ هغه نه ستړي کیدونکي زړورتیا او سرښندنو ته درناوی کوو کوم چې ټول هغه کسان متمایز کوي چې د "امریکایي تجربه کارو سرتیرو" لقب یې ترلاسه کړی دی.


ښاغلي بایډن زیاته کړه، "دا هغه ویاړ دی چې یوازې یوه کوچنۍ سلنه امریکایان یې ادعا کولی شي، هغه ویاړ چې یاد کسان په ګوته کوي؛ کوم چې د وروڼو او خویندو په توګه د هغه د ترلاسه کولو ادعا کولای شي. دا د زړورتیا نښان دی چې د سابقې په پام کې نیولو پرته د ټول عمر خلک احتوا کوي - ځکه چې د پخوانيو سرتیرو په توګه یې داسې ننګونې زغملي دي چې ډیر امریکایان به پرې هیڅکله ونه پوهیږي. تاسو د امتحان او ازموینو نه تیر شوي یاست، په زړورتیا د خطرونو او محرومیتونو، د جګړې او مرګ له غمجنو واقعیتونو سره مخ شوي یاست، د جګړې د غمجنو واقعیتونو او مړینو سره مخ شوي یاست."

“ موږ له ټولو پخوانیو او اوسنیو سرتیرو منندوی یو. موږ پر تاسو ویاړو، او موږ تل په یاد لرو چې تاسو زموږ ته څه کړي دي."

XS
SM
MD
LG