متحده ایالتونه د ویزې د محدودیت نوې پالیسي نافذ کړې چې په کې هغه بهرني اتباع شامل دي چې په متحدو ایالتونو کې د بیان د ازادۍ د سانسور مسؤل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مې میاشتې په ۲۸مه په یوه اعلامیه کې دا تګلاره اعلان کړه.
روبیو وویل: "د بیان ازادي د هغو ارزښتناکو حقونو څخه ده چې مونږ یې د امریکایانو په توګه لرو. دا حق، چې زمونږ په اساسي قانون کې په حقوقي توګه درج دی ، مونږ په نړۍ کې د ازادۍ د یو مشعل په توګه له نورو جلا کوي. که څه هم مونږ په کور دننه د سانسور د رد لپاره اقدامات کوو، خو د بهرنیو حکومتونو او بهرنیو چارواکو د دې کار په اړه د اندیښنې وړ قضیې ګورو."
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "په ځینو مواردو کې بهرني چارواکي د امریکایي تکنالوژۍ شرکتونو او امریکایي اتباعو او اوسیدونکو په ضد قصدآ سانسور کې ښکیل دي، که څه هم دوی د دې کار واک نه لري."
روبیو خبرداری ورکړ: "دا د منلو نه دي چې بهرني چارواکي، چې عملا په متحدو ایالتونو کې اوسېږي، د متحدو ایالتونو اتباعو یا اوسیدونکو ته د امریکا په پلیټ فارمونو [ټولنیزو شبکو] کې د پوسټونو له کبله ګواښ وکړي او یا یې د نیولو امر وکړي.
همدغه راز دا د منلو نه دي چې بهرني چارواکي د متحدو ایالتونو د ټیکنالوژۍ له پلټ فارمونو [شرکتونو] څخه وغواړي چې د محتوا نړیوال اعتدال پالیسي غوره کړي او یا د سانسور په فعالیتونو کې دخېل شي، چې د دوی له واکه بهر او په متحدو ایالتونو کې وي."
د ویزې د محدودیت تګلاره د امریکا د قانون له مخې پلی کېږي او د بهرنیو چارو وزیر ته دا واک ورکوي چې هر هغه بهرنی تبعه چې د امریکا د بهرنۍ تګلارې لپاره جدي ناوړه اغېزې لري، د امریکا خاورې ته له ننوتلو منع کړي. دا بندیزونه ممکن د ځینو کورنیو د غړو لپاره هم پلي شي.
د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل "موږ به د امریکا له حاکمیت څخه سرغړونه هېڅکله ونه زغمو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې زمونږ د بیان د بنسټیز حق کمزوری کوي."
روبیو وویل: "له ډیرې مودې راهیسې، امریکایان د بهرنیو چارواکو لخوا د بیان د آزادۍ د حق له امله جریمه شوي، ځورول شوي او حتی محاکمه شوي دي." "د بیان آزادي د امریکا د ژوند طرزالعمل لپاره حیاتي ده - داسې یو حق چې بهرني حکومتونه پرې هیڅ ډول واک نه لري."