Accessibility links

Breaking News

په وینزویلا کې ثابت پرمختګ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوې وروستۍ خبري غونډه کې وویل چې په وینزویلا کې د ډیموکراتیک لېږد بهیر لا هم د پرمختګ په حال کې دی.

هغه وویل، "دا روښانه ده چې لا هم ډېر کارونه باید وشي ترڅو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره لاره هواره شي. لکه څنګه چې ما وویل، باید د مطبوعاتو ریښتینې ازادي وجود ولري. باید د څو حزبي مشاركت زمینه برابره شي. باید ملي روغه رامنځته شي. همدارنګه باید د ټاکنو یو داسې کمېسیون موجود وي چې د خلکو رایې په دقیق ډول وشمېري."

روبیو دا هم په ګوته کړه چې د وینزویلا د دیکتاتور، نیکولاس مدورو، له لېرې کېدو څخه یوازې شپږ میاشتې تېرې شوې دي او په ورته وخت کې، د اقتصاد په ګډون ډېر بدلونونه د رامنځته کېدو په حال کې دي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړه چې د امریکا متحد ایالتونه د وینزویلا په اړه د تګلارې دوه لارې تعقیبوي.

هغه وویل، "موږ غواړو د وینزویلا د خلکو ورځنی ژوند له اقتصادي پلوه ښه کړو ترڅو د هغوی د ګوزارې او معیشت وضعیت ښه شي او له ډېر هوساینې برخمن شي." د هغه په وینا، دا کار به د "سیاسي لېږد لړۍ اسانه کولو" کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، "په وینزویلا کې ټولو سیاسي برخو یو رول درلودلی دی؛ نه یوازې د ټاکنو په ترسره کولو کې، بلکې د حکومت د بنسټ او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې هم."

له همدې امله، د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو د ترسره کولو د مهالوېش په اړه د "سختې هڅې او لږ زغم" غوښتنه وکړه؛ "نه د کلونو په کچه، بلکې یقیناً د میاشتو او اونیو په کچه."

دا بهیر به وخت ونیسي، ځکه چې په وینزویلا کې واکمن نظام اوس کابو د دریو لسیزو راهیسې فعال دی. وزیر روبیو هغې مودې ته اشاره وکړه چې د وسپنیزې پردې (Iron Curtain) له ړنګېدو وروسته په ختیځه اروپا کې د سیاسي لېږدونو د بشپړېدو لپاره په کار شوې وه.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې له استبدادي حکومت څخه ډیموکراسۍ ته د پاراګوای لېږد کابو درې نیم کاله وخت واخیست ترڅو بشپړ شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا ډول لېږد په بیړه کې نه شي ترسره کېدای. "که تاسو غواړئ دا کار په سمه توګه ترسره کړئ، هغه څه چې باید ویې لرئ یو داسې ډیموکراتیک لېږد دی چې حقیقت ومومي، ټولنه متحده کړي او پکې ملي روغه جوړه رامنځته شي؛ داسې ځای چې سیاسي ګوندونه وکولای شي په ازاده او علني توګه برخه واخلي؛ داسې ځای چې په ټاکنو کې د رایو شمیرل ترسره شي، مګر په عین وخت کې یو داسې اقتصاد او هېواد هم شتون ولري چې بنسټونه او ادارې یې په سمه توګه کار وکړي، په داسې ډول چې هغوی ته یو ناورین په میراث پاتې نه شي؛ د بيا رغونې او ترمیم یو بهیر په میراث رانه شي؛ بلکې یو کارنده حکومت ترلاسه کړي."

په وینزویلا کې د ډیموکراتیک لېږد په لور حرکت روان دی. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "که څه هم پرمختګونه ښایی له هغه څه څخه ورو وي چې موږ ټول یې غواړو، مګر پرمختګ شته او دا بهیر به دوام ومومي، او موږ ورته ژمن یو."

XS
SM
MD
LG