د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د حکومت د کابینې په یوې تازه غونډې کې وویل چې د تیرو ۱۵ یا ۲۰ کالونو راهیسې د لومړي ځل لپاره د لویدیځې نیمه کرې هیوادونه، وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وټاکل شو، د امریکایي پلوو مشرانو لخوا اداره کیږي چې د بولویا جمهور رئیس راډریګز پاز هم پکې شامل دی چې د ۲۰۲۵ د اکټوبر په میاشت کې وټاکل شو.
خو د حکومت ضد تازه مظاهرو نوی ټاکل شوی حکومت د خطر سره مخ کړی. په حقیقت کې د بولیویا څارنوال تازه د پخواني سوسیالیست جمهور رئیس ایوو مورالیس د نیولو لپاره جلب صادر کړ او مظاهرو ته د خلکو د لسمون تور یې پرې لګولی.
د امریکایي دولتونو د سازمان عمومي اسامبلې ګڼ شمیر غړیو د بولیویا د حکومت په بلنې پدې وروستیو کې لا پاز او سنټا کروز دې لا سایرا ته سفرونه وکړل. د دې سفرونو په پای کې د متحده ایالاتو، ارجنټاین، کاناډا، چلي، پاناما، پیرو او یوروګوای حکومتونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې راغلي، "پداسې حال کې چې مونږ د سوله ایزې مظاهرې د حق طرفدار یو خو د بولیویا د ولس په ژوند، او پدې هیواد کې په دیموکراسۍ او قانون حاکمیت باندې د تشدد ډکې کلابندۍ باندې ژوره اندیښنه لرو. په دیموکراتیکه توګه ټاکل شوي او مشروع د جمهور رئیس راډریګز پاز حکومت راپرځولو او کمزورې کولو لپاره دوامدارې هڅې اساسي نظم او زمونږ په نیمې کرې او دې هیواد کې دیموکراتیک ثبات ته جدي ګواښ پیښوي."
په اعلامیې کې راغلي، یوه لږکۍ ډله چې د قانون له چوکاټ څخه بهر عمل کوي، کوښښ یې وکړ د بولویا د ولس اراده له پامه وغورځوي چې هغوي د انتخاباتو پر مهال څرګنده کړې وه، د خبرو اترو لپاره یې د حکومت غوښتنه رد کړله او د څو اوونیو لپاره یې سړکونه بند کړل. د بولویا ولس یې د خوراکي موادو، روغتیایي خدماتو او د سون موادو په ګډون د ضروري شیانو څخه بې برخې کړل. دې کار د میلونونو کسانو په ژوند جدي اغیز وکړ او د خلکو بنسټیز حقونه یې په خطر کې واچول.
د ګډې اعلامیې په بلې برخې کې راغلي، د بولویا خلک په ترانسپورتي چارو باندې د بندیزونو له کبله مړه شول ځکه چې هغوي نشوی کولی په ټاکلي وخت دوا، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته ځانونه ورسوي. مظاهره چیانو همدارنګه پولیس ټپیان کړي. د هرې دیموکراسۍ د فعالیت لپاره، تشدد نشي کولی چې د اساسي قانون نظم ګډوډ کړي.
د بولویا حکومت توافق ته د رسیدو لپاره خبرو اترو ته لیوالتیا ښودلې. په ګډې اعلامیې کې د اساسي قانون له مخې ټاکل شوي د بولویا حکومت سره پیوستون او ملاتړ څرګند شوی او د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرو ته په لومړیتوب ورکولو باندې ټینګار شوی او دا د دیموکراسۍ بنسټیزه وسیله بلل شویده. په ګډې اعلامیې کې همدارنګه په سوله ایزه توګه د شخړې د حل کیدو غوښتنه شوې.
په نیمه کرې کې د امنیت، دیموکراسۍ او آزادۍ دفاع ژمنې او همکارۍ ته اړتیا لري. متحده ایالات او نور لاسلیک کوونکي هیوادونه په سیمې کې د ثبات د ټینګښت او دیموکراتیک نظم د خونديتوب لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي او د بولویا دیموکراتیک حکومت او ولس سره پیوستون څرګندوي. اوس یې وخت دی چې د سوله ایز او ګډ اوسیدو لپاره د اجماع پیدا کولو او خبرو اترو څخه کار واخیستل شي.