Accessibility links

Breaking News

په اقتصاد کې د ښځو د مشارکت ملاتړ


یوه بزګره ښځه
یوه بزګره ښځه

د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې د جنډر مساوات او د ښځو د پیاوړتیا همغږي کوونکې جمیله بیګیو وایي: "که چیرې میرمنې سرچینو ته مساوي لاسرسی ولري او خپل فارمونه د نارینو د فارمونو په څیر حاصلخیزه کړي ... نو په نړۍ کې به ۴۵ میلیون خلکو ته چې د خوړو خوندیتوب نه لري، خواړه پیدا شي."

د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا اداره (USAID) په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې د ښځو سره د مرستې لپاره پانګونه کوي. د جنډر مساوات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د یو ایس آیډ، جګپوړي همغږي کوونکې جمیله بیګیو وایي، په لومړیتوبونو کې دا ډاډ ترلاسه کول شامل دي چې ښځینه بزګران نوي ټیکنالوژۍ، پانګې، وسایلو او د تولید په ښه طریقو کې روزنې ته لاسرسی ولري، ترڅو هغه فارمونه چې دوی یې اداره کوي ډیر بریالي شي.

"اوس مهال، موږ په هغو فارمونو کې چې ښځې یې اداره کوي د هغو فارمونو په پرتله چې نارینه یې اداره کوي د تولیداتو تر منځ تر ۲۰ سلنې زیات واټن وینو. نو، موږ د دې تشې د ډکولو لپاره کار کوو."

آغلې بیکیو وویل، دا معلومات د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان څخه راځي، کومو چې په ډاګه کړه چې ښځې په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې تر ۸۰ سلنې پورې خواړه تولیدوي او د کوچنیو کچو کرنې، کرهنیز کار او د کورنۍ ورځني ژوند لپاره اړینې دي. خو ځمکې، کریډیټ او نورو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د نارینو په پرتله د لوی خنډونو سره مخ دي. د امریکا د نړیوالې پرممختیا ادارې د کرنې سکټور پروګرامونو کې د ښځو سره د مرستې په هدف د جنډر مساوات باندې قوي تمرکز شامل دی. په حقیقت کې، د راتلونکې د مړولو پروګرام له لارې د متحده ایالاتو د حکومت د لوږې د نړیوال نوښت، له لارې USAID د ښځو او نجونو لپاره خپل ملاتړ له ۱۶۰ سلنې څخه ډیر کړی.

"د دې لپاره چې له دوی سره د لا ډیر تولید کولو په برخه کې مرسته وشي یو ایس آیډ، هغوی ته د سرې او تخمونو په څیر پرمختللي وسایل چمتو کوي. موږ دوی ته روزنه ورکوو ... ترڅو د دوی فارمونه د ډیر تولید د ترلاسه کولو لپاره نوي تمرینونه وکاروي. موږ د هغو ښځو سره هم مرسته کوو چې د کرنې د خوراکي توکو په سوداګرۍ کې د فارم څخه بهر کار کوي.

حقیقت دا دی چې ښځینه بزګرانې د نړۍ په کچه د خوړو او تغذیې امنیت او همدارنګه په هر ځای کې د قوي اقتصاد لپاره خورا مهمې دي.

"د خوړو او کرنې سازمان موندلې چې په ټوله نړۍ کې، چیرې میرمنې سرچینو ته مساوي لاسرسی ولري او خپل فارمونه د نارینو د فارمونو په څیر حاصلخیزه کړي او که چیرې دوی د نارینو په څیر چې د فارم څخه بهر کار کوي مساوي معاش ولري، په نړۍ کې به ۴۵ میلیون خلکو ته چې د خوړو خوندیتوب نه لري، خواړه پیدا شي… موږ دې ته د لومړیتوب په سترګه ګورو، په ځانګړې توګه په افریقا او اسیا کې."

د امریکا د پراختیایي ادارې د جنډر مساوات او د ښځو د پیاوړتیا همغږي کوونکې بیګیو وویل: "ښځې بزګرانې د دوی د ټولنې د ملا تیر دي." یو ایس آیډ د کرنې په سکټور کې د جنډر مساوات او د ښځو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي ځکه چې دا ټول اقتصاد لوړوي، او دا ځکه چې دا سم کار دی.

XS
SM
MD
LG