Accessibility links

Breaking News

اوس ددې وخت دی چې حماس په بشپړه توګه بې وسلې شي

 په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والټز
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والټز

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د غزې د شخړې د پای ته رسولو دپاره د سولې ۲۰ ماده‌ییز جامع پلان په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لاره هواره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د (۲۸۰۳) پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د سولې بورډ، نړیوال سوله ساتي ځواک، د غزې د ادارې ملي کمېټه، او د دغو عملیاتو او بیا رغونې لپاره د تمویل میکانېزمونه رامنځته کړل.

متحدو ایالتونو او د هغه شریکانو د نومبر راهیسې چې دا پرېکړه‌لیک تصویب شوی، تر اوسه د دې پریکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په تېرو پنځو میاشتو کې غزې ته مرستې ډېرې شوې دي، او هر یو اسراییلي برمته – که ژوندی و او که مړ – خپل کور ته ور ستانه کړای شوي دي.

په تېرو ۱۶ اوونیو کې، هره اوونۍ له ۴۰۰۰ څخه ډېرې لارۍ چې په بشري او نور حیاتي توکي یې لېږدول، غزې ته ننوتي دي. د جنورۍ په میاشت کې ۲.۱ میلیون کسانو ته خوراکي مرستې رسېدلې دي، چې دا سل په سلو کې ټول نفوس جوړوي. د رفح څخه تېرېدونکې لاره، د الینبي او حسین پلونه بیا پرانیستل شوي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والټز وایي لا هم اوږده لاره پر مخ پاتې ده.

هغه وویل: «هغه خلک چې په سیمه کې ژوند کوي، پاکو او دوامدارو استوګنځایونو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري. موږ هره ورځ له خپلو اسراییلي همکارانو او نورو شریکانو سره کار کوو، څو غزې ته او په غزه کې دننه بشري مرستو ته د اړمنو لاسرسی لا بهتره کړو.»

تېره میاشت، ولسمشر ټرمپ د سولې د بورډ د لومړۍ غونډې پر مهال، اعلان وکړ چې آذربایجان، بحرین، قزاقستان، کویټ، مراکش، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، او قطر د ۷ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتې مرستې ژمنې کړې دي.

دا مرسته به د سولې بورډ او د غزې د ادارې ملي کمېټې (NCAG) ته دا توان ورکړي چې د غزې لپاره د یوې غوره راتلونکې په لور خپل کار ته دوام ورکړي.

والټز ټینګار وکړ: «موږ باید غزه له دې حالت څخه، چې سل په سلو کې پر مرستو متکي وي، وباسو. موږ پوهېږو چې که موږ ټول یو ځای د دې پلان د پلي کېدو لپاره کار وکړو، نو غزه کولای شي د پانګونې لپاره یو مناسب ځای وګرځي او ریښتینی اقتصادي وده رامنځته کړي او د نورو پر مرستو د تکیې دود باید بدل شي.»

خو د سولې بورډ او د غزې د ملي کمېټې بریالیتوب پر دې پورې تړلی دی چې حماس باید خپلې وسلې تسلیم کړي.

والټز وویل: «په غزې کې فلسطینیان باید له هغو قصابانو او وحشیانو څخه خلاص او ازاد شي چې له اوږدې مودې راهیسې یې دوي د ټوپکونو، بې‌پیلوټه الوتکو، بمونو او تونلونو له لارې ځپلي دي.»

متحده ایالتونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر حماس فشار راوړي څو د تلپاتې سولې دپاره سمدستي بې‌وسلې شي.

والټز وویل: «له دې هدف څخه کم که هر څه وي – یعنې د غزې د بشپړې بې‌وسلې کېدو څخه چې هر څه کم وۍ نو هغه د غزې د بیا رغونې، د اسراییلو د امنیت، او د سیمې د ثبات پر وړاندې خنډ دی.»

هغه زیاته کړه: «راځئ چې ټول ددې بشپړ ملاتړ وکړو، د دې کمېټې له خوا د جوړو شوو بنسټونو، د سولې د بورډ، د نړیوال سوله ساتي ځواک، او د غزې د ادارې ملي کمېټې ملاتړ وکړو، څو ستاسو او زموږ د ماشومانو لپاره د ولسمشر ټرمپ د جامع پلان چټک او بریالی تطبیق، یقیني شي.»

XS
SM
MD
LG