د روانې میاشتې څخه ۱۲۴ کاله وړاندې، د کیوبا بنسټ اېښودونکي نسل د هسپانوي امپراتورۍ د واک او واکمنۍ پر ضد راپورته شو څو هغه حق ترلاسه کړي چې نن یې د امریکا اتباع لري: هغه حق چې یو ازاد ولس خپل ځان پخپله اداره کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کیوبا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، "د نسلونو په اوږدو کې، د کیوبا خلکو د ازادۍ لپاره نه ماتېدونکې ژمنتیا او داسې روحي مقاومت ښودلی چې هېڅ رژیم، نه پخوانی او نه اوسنی، ونه توانېد چې له منځه یې یوسي. "
د ۱۹۰۲ کال د مې په ۲۰مه د کیوبا جمهوریت جوړ شو چې د امریکا د ګاونډیو لپاره یې د ځان واکۍ تدبیر پیل کړ. ولسمشر ټرمپ وویل، "د کیوبا د خلکو د ازادۍ مینه، نوښت، سخت کار، او پر خدای ژوره عقیده هغوی د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې بریالي کړل او تر نن ورځې دغه ارزښتونه د هغوی په زړونو کې ژوندي دي. "
په هاوانا کې اوسنی رژیم د هغې کیوبا سره خیانت دی چې بنسټ اېښودونکو وطنپالو ورته خپله وینه توی کړه او خپل ژوند یې ورته قرباني کړ. ولسمشر ټرمپ وویل، "نږدې اووه لسیزې کېږي چې د ټاپو کمونیستي حکومت په هغه هیواد کې د جبر سیاسي ازادي له منځه وړې، خپلو خلکو ته یې عادلانه ټاکنې نه دي تر سره کړې، مخالف غږونه یې په بېرحمۍ چوپ کړي، او د کیوبا اقتصاد یې د سقوط تر کچې رسولی دی. "
هغه زیاته کړه، "په داسې حال کې چې خلک کړاو ګالي، د رژیم فاسد اشرافیان د ټاپو پاتې سرچینې د ځان او خپل لوکس ژوند لپاره ساتلې دي. "
د کیوبا پوځي مشرانو د خلکو د هوساینې لپاره هېڅ پاملرنه نه ده کړې، او پر ځای یې یوازې د خپل واک ساتلو او بهر ته د کمونیزم او استبداد د صادرولو هڅه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ هغه "قاطع اقدامات" کوي چې د سیمې څخه د امریکا ملي امنیت ته متوجه ګواښونه له منځه یوسي. هغه وویل، "زما تر مشرۍ لاندې، زموږ هېواد هغه مالي سرچینې له منځه وړي چې د اوږدې مودې راهیسې یې په مرکزي او جنوبي امریکا کې ظالمانه رژیمونه او د هغوی نړیوالې جنايي او ترهګریزې شبکې تمویل کړې دي. "
په جنورۍ میاشت کې، د امریکا وسلهوالو ځواکونو د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو چې د مخدره موادو په ترهګرۍ تورن د، توقیف کړ او قانوني ادارو ته یې وسپاره. ولسمشر ټرمپ وویل: “د مادورو نیول او له واکه لرې کول په هاوانا کې نورو سوسیالیستي متحدینو ته روښانه پیغام واستاوه. دا زموږ سیمه ده او هر څوک چې دا بېثباته کړي او امریکا ته ګواښ پېښ کړي، له پایلو سره به مخ شي.”
د مادورو له نیول کېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ د کیوبا پر پوځ، استخباراتي ادارو او هغو کسانو چې له هغوی سره مالي او مادي مرسته کوي، نوې بندیزونه ولګول، څو رژیم له سرچینو بېبرخې او اشرافیان یې د خلکو له کړاو څخه د ګټې اخیستنې څخه محروم شي.
ولسمشر ټرمپ وویل، "زما ژمنتیا کلکه ده. امریکا به هېڅکله دا ونه مني چې یو سرکښ دولت د امریکا له خاورې یوازې ۹۰ کیلومتره لرې، د دښمنو بهرنیو پوځونو، استخباراتي او ترهګریزو عملیاتو کوربه وي. او موږ به تر هغه ارام کښېننو نه، څو د کیوبا خلک یو ځل بیا هغه ازادي ترلاسه نه کړي چې نیکونو یې تر سلو کلونو وړاندې په مېړانه ورباندې جګړه کړې وه. "
متحده ایالتونه د کیوبا د خلکو او د هغو میلیونونو کیوبايي الاصله امریکایانو ترڅنګ ولاړ دي چې د دې هېواد په ژوند کې یې مهم رول لوبولی دی. امریکا هغه کسان نه هېروي چې د یوې ازادې کیوبا لپاره یې قربانۍ ورکړې، او ددې ټاپو او د هغه د خلکو لپاره یوې نوې زرینې دورې ته په ډاډه نظر ګوري.