Accessibility links

Breaking News

امریکا ته د کیوبا له خوا د ګواښونو د مخنیوي هڅې

کیوبا
کیوبا

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کیوبا د رژیم له لوري د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د ساتنې لپاره اقدام کوي.

د جنورۍ په ۲۹مه، ولسمشر یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې پکې ملي بیړنی حالت اعلان شوی او ورسره داسې بهیر رامنځته شو چې له هغو هېوادونو څخه پر وارداتي توکو تعرفې ولګول شي چې کیوبا ته تېل پلوري یا په بل ډول ورسره مرسته کوي څو د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلاره د کیوبا د رژیم له ناوړه کړنو او سیاستونو څخه خوندي وساتل شي.

دا فرمان د تعرفو یو نوی سیستم رامنځته کوي چې له مخې یې امریکا کولی شي له هر هغه هېواد څخه پر وارداتو اضافي تعرفې ولګوي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول کیوبا ته تېل برابروي.

همدارنګه، دا د بهرنیو چارو وزیر او د سوداګرۍ وزیر ته واک ورکوي چې د تعرفو د سیستم او اړوندو اقداماتو د پلي کېدو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي چې په هغو کې مقررات او لارښوونې هم شاملې دي.

که کیوبا یا اغېزمن هېوادونه د ګواښ د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه واخلي یا د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې له موخو سره ځانونه برابر کړي نو ولسمشر کولی شي دا فرمان بدل هم کړي.

د کیوبا رژیم له ګڼو دښمنو هېوادونو او مغرضو لوبغاړو سره ځان یو ځای کړی او د هغوی د پوځ او استخباراتي وړتیاو کوربه‌توب کوي. د بېلګې په توګه کیوبا د روسیې دپاره د بهرنیو سیګنالونو د تر ټولو لوی استخباراتي مرکز کوربه دی چې تمرکز یې د امریکا د ملي امنیت د حساسو معلوماتو غلا کول دي.

کیوبا د نړیوالو ترهګرو ډلو لکه حزب‌الله او حماس لپاره خوندي پناه ځایونه هم برابروي او په لوېدیځه نیمه‌کره کې د امریکا د دښمنانو ملاتړ کوي، چې دا کار د امریکا بندیزونه کمزوري کوي او سیمه‌ییز ثبات زیانمنوي.

دا رژیم سیاسي مخالفین ځوروي او شکنجه کوي، د بیان او رسنیو ازادي ردوي، په فساد له کیوبايي کړیدلي ولس څخه ناوړه ګټه اخلي، او په سیمه کې د کمونیستي ایډیالوژۍ په خپرولو سره ګډوډي پاروي.

دا کړنې د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې پر وړاندې یو جدي ګواښ دی چې د امریکايي وګړو او ددوي د ګټو د ساتنې لپاره سمدستي ځواب ته اړتیا لري.

ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې هڅې روانې ساتي څو د کیوبا د خلکو تر څنګ ودرېږي او رژیم یې حساب‌ورکوونۍ ته مجبوره کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپلې لومړۍ دورې کې د کیوبا پر وړاندې یوه پیاوړې تګلاره پلي کړه او د اوباما د ادارې هغه یو اړخیزه معامله یې ړنګه کړه چې پرته له دې چې د کیوبا د خلکو لپاره مانادار اصلاحات رامنځته کړي، د کیوبا پر حکومت یې لګیدلي محدودیتونه نرم کړي وو.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جون کې د کیوبا د وګړو پر وړاندې جزوي سفري محدودیتونه ولګول. دا ځکه چې کیوبا د ترهګرۍ د دولت ملاتړی هېواد بلل کېده، له امریکا سره یې د قانون پلي کولو په برخه کې همکاري نه کوله، کافي معلومات یې نه شریکول، په تاریخي ډول یې له امریکا څخه د ایستلو وړ وګړي بېرته نه منل، او د اوږدې مودې د پاتې کېدو دپاره یې د ویزو کچه هم لوړه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ په هماغه میاشت کې د ملي امنیت د ولسمشرۍ یو یادداښت لاسلیک کړ تر څو د کیوبا پر وړاندې د امریکا تګلاره نوره هم پیاوړې کړي.

ولسمشر ټرمپ د کیوبا د کمونستي رژیم له ظلمونو سره د مقابلې لپاره قاطع اقدام کوي څو دا رژیم د غلیمو لوبغاړو، ترهګرۍ او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د ملاتړ له امله حساب ورکونې ته اړ باسي ځکه دا کړنې د امریکا امنیت او بهرنۍ تګلاره له ګواښ سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG