Accessibility links

Breaking News

د طالبانو رژیم له بشري حقونو سرغړونې کړي


د یوناما راپورونه وایي طالبانو وهل ټکول، په شلاق وهل، او اعدامونه ترسره کړي دي.
د یوناما راپورونه وایي طالبانو وهل ټکول، په شلاق وهل، او اعدامونه ترسره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه تازه راپور له مخې د ښځو د حقونو په برخه کې وضعیت په پراخه کچه خراب شوی دی چې لامل یې هغه فرمانونه دي چې د ښځو او نجونو د ښوونې، کار، او د تګ راتګ ازادي یې نوره هم لا محدوده کړې ده او په عملي توګه یې ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه محرومې کړې دي.

د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱مه، طالبانو د یوه تش په نامه اخلاقي قانون په خپرولو ډیری داسې فرمانونه تصویب کړل چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په شخصي ژوند یې شدید محدودیتونه ولګول.

طالبانو دا ډول "قوانین" د اسلام څخه د خپل تفسیر پر بنسټ نافذ کړل، چې له امله‌یې د دیني ازادۍ حق هم تر پښو لاندې شو، او حتی د اسلام څخه د نورو مذاهبو تفسیرونه‌ ناقانونه اعلان کړل.

که څه هم طالبانو د اګست ۲۰۲۱ څخه مخکې نافذ قوانینو ته رسماً بدلون نه دی ورکړی، خو داسې فرمانونه او قوانین‌یې اعلان کړي چې د پخوانیو موجودو قوانینو سره په ټکر کې دي او د افغانستان له نړیوالو مکلفیتونو او ژمنو سره مطابقت نه لري.

په جدي بشري سرغړونو کې، د خپل‌سري یا ناقانونه وژنو موثق رپوټونه، تري تم کیدل، شکنجې، د سپکاوۍ ډګ او غیر انساني چلند، د جنګي ډګر جدي سرغړونې، د طالبانو له خوا په جنګونو کې د ماشومانو ناقانونه استخدام او کارونه، پر بیان او مطبوعاتو سخت محدودیتونه، ژورنالیستانو ته ګواښونه، سانسور، د مذهبي ازادۍ محدویتونه، انساني قاچاق، جبري کار، د کارګرانو د اتحادیو ازادیو محدودول، پر ماشومانو باندې د تر ټولو شاقه کارونو کول، په ټول هېواد کې د قانون حاکمیت ته بې ‌پروايي او د مجرمانو معافیت شامل دي.

طالبان او د داعش خراسان څانګې دواړو ماشومان د جګړې لپاره استخدام کړي دي. وسله‌والې ډلې بهرنیان، روغتیايي کارکوونکي، مرستندویه کارکوونکي، او ملکیان یې ګواښلي، تښتولي، یا وژلي دي. طالبانو له هغو کسانو غچ اخیستی او وژلي یې دي چې له پخواني حکومت سره‌ یې اړیکې لرلې. انټرنېټ ته لاسرسی ددوي په خوښه پر خلکو باندې محدود شوی او ګڼې وېب‌پاڼې بندې شوي دي.

خلک د یو بل سره د ارتباطاتو پر مهال هیڅ ډول محرمیت نلري، د فعال مخالفت په سیمو کې انټرنېټ یا بند شوی یا خورا کمزوری شوی دی.

طالبانو پر ژورنالیستانو تاوتریخوالی، ځورونو، او ګواښونو ته دوام ورکوي.

د توقیف، زنداني کولو او فزیکي زیان ګواښونه د دې سبب شوي چې ځینې رسنۍ وتړل شي او ژورنالیستان تېښتې ته اړ شي.

د یوناما راپورونه وایي طالبانو وهل ټکول، په شلاق وهل، او اعدامونه ترسره کړي دي.

متحده ایالتونه د طالبانو رژیم ددې بشري حقونو د سرغړونو له امله په کلکه غندي او د عزت، ولسواکۍ، ازادۍ او دیموکراسۍ په مبارزه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG