Accessibility links

Breaking News

امریکا په ایران کې په پرېکنده توګه بریالۍ کیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیټ هېګسېت
د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پیټ هېګسېت

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسېت د «حماسي غضب د عملیانو» په اړه په خپلې وروستۍ خبري غونډه کې وویل: «امریکا په پرېکنده، ویجاړوونکې او بې‌رحمانه توګه بریا ترلاسه کوي.»

هېګسېت وویل چې د ایران د رژیم پر ضد د دې پوځي عملیاتو یوازې څو ورځې تېرې شوې دي، خو «پایلې یې فوق العاده دي.»

هغه زیاته کړه: «او موږ یوازې اوس د دوی د وړتیاوو د لټولو، شنډولو، کمزوري کولو، ویجاړولو او ماتولو باندې پیل کړی دی.» د یوې اوونۍ په موده کې به د متحدو ایالتونو او اسرائیل هوايي ځواکونه د ایران پر فضا بشپړ کنټرول ولري — داسې فضا چې هېڅ سیالي پکې نه وي.

هېګسېت وویل: «زموږ د ښکېلتیا اصول زړور، دقیق او داسې طرحه شوي چې د امریکا ځواک ازاد کړي، نه دا چې محدود یې کړي. دا جګړه هېڅکله هم د عادلانه سیالۍ لپاره نه وه طرحه شوې، او عادلانه جګړه نه ده.» هغه زیاته کړه: «د ایران وړتیاوې په هر ساعت کې له منځه ځي، په داسې حال کې چې د امریکا ځواک لا پسې پیاوړی، هوښیار او بشپړ برلاسی کېږي،» آن په داسې حال کې چې «نور بم غورځوونکي او نور جنګي الوتکې را رسېږي.»

هېګسېت وویل: «اوس چې موږ پر فضا بشپړ کنټرول لرو، موږ به د ۵۰۰، ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ پونډه وزن لرونکي د GPS او لېزري لارښود دقیق ثقل بمونه وکاروو، چې نږدې نه ختمېدونکې زېرمه یې لرو.»

د هغه په وینا، د ایران رژیم نور نشي کولای د پخوا په څېر د توغندیو هغه شمېر وتوغوي. سربېره پر دې، د دوی لوړپوړي مشران وژل شوي دي. هغه کسان چې د تش په نامه حاکمې شورا غړي بلل کېدل او ښايي د نوي مشر ټاکلو واک یې درلود، یا وژل شوي، یا ورک دي، او یا هم په مورچلونو (بنکرونو) کې پټ دي، دومره وېرېدلي چې آن په یوه خونه کې د راټولېدو جرئت نه لري. لوړپوړي جنرالان، د منځنۍ کچې افسران او سرتېري نه شي کولای له یو او بل سره اړیکه ونیسي، دا خو لا پرېږده چې همغږی او دوامدار برید تنظیم کړي.

د ایران هوايي ځواک له منځه وړل شوی دی. د ایران سمندري ځواک د فارس خلیج په تل کې پروت دی. په حقیقت، امریکا د دوی مشهوره بېړۍ «سلیماني» ډوبه کړه. همدارنګه د هند په سمندر کې یوې امریکایي اوبتل هغه ایرانۍ جنګي بېړۍ ډوبه کړه چې ګومان یې کاوه په نړیوالو اوبو کې خوندي ده.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړی ځل و چې د دښمن یوه بېړۍ د تورپېډو په وسیله ډوبېږي. همدارنګه د هغه قطعې مشر چې هڅه یې کړې وه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ووژني، تعقیب او ووژل شو.

هېګسېت وویل: «ایران په بد نیت خبرې اترې کولې، وخت یې ضایع کاوه، دسيسې یې جوړولې او د برید لپاره چمتووالی یې نیوه.» هغه زیاته کړه: «موږ په پرېکنده توګه عمل وکړ، څو خپل خلک، خپلې ګټې او خپل متحدین وساتو. ولسمشر ټرمپ زړور ګام پورته کړ، امریکا یې لومړیتوب وګرځاوه، هماغه زړور اقدام چې امریکايي ولس ورته د ترسره کولو لپاره رایه ورکړې ده.»

هېګسېت اسرائیل وستایه چې په دې ماموریت کې یې «په بې‌ساري مهارت او اوسپنیزې ارادې» سره برخه واخیسته. هغه وویل: «له داسې لایق متحد سره اوږه په اوږه جګړه کول رښتینی ځواک څو برابره کوي، او دا د تازه هوا څپه ده. موږ ستاسو مېړانه او ونډې ته درناوی کوو.»

هېګسېت اعلان وکړ: «امریکا د بري لپاره جګړه کوي. او د حماسي غضب په عملیاتو کې، موږ همداسې کوو.» هغه زیاته کړه: «خدای دې تل زموږ ځواکونه پخپل امان کې وساتي.»

XS
SM
MD
LG