Breaking News

د کډوالو د کاروانونو تنظیموونکي به د ویزې له محدودیتونو سره مخ شي

د ټرمپ حکومت به هېڅکله هغه کړنې ونه زغمي چې د متحدو ایالتونو ملي امنیت یا د کډوالۍ قوانین زیانمنوي. دغه اداره هوډ لري چې د امریکا د سرحدونو بشپړتیا وساتي، د انسانانو د قاچاق شبکې له منځه یوسي او له هغو کسانو سره حساب او کتاب وکړي چې له ناقانونه کډوالۍ څخه په ناوړه توګه د ګټې اخیستنې هڅه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې ویلي: "زموږ د هېواد د پولو خوندي کول د امریکا د لا خوندي، پیاوړي او هوسا کولو لپاره خورا مهم دي. هغه هېوادونه چې د کډوالۍ د لارو په اوږدو کې موقعیت لري، باید خپله ونډه ترسره کړي او د هغو بهرنیو وګړو د تګ راتګ مخه ونیسي او مخنیوی یې وکړي چې غواړي په ناقانونه توګه متحده ایالتونو ته داخل شي."

د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ویزې د محدودیتونو یوه نوې تګلاره اعلان کړه چې پر بهرنیو دولتي چارواکو تطبیقېږي. په دې ډله کې د کډوالۍ او ګمرکونو چارواکي، د هوايي ډګرونو او بندرونو د ادارو مسوولین او نور هغه کسان شامل دي چې په قصدي توګه متحدو ایالتونو ته په ناقانونه کډوالۍ کې د اسانتیا په برابرولو مسوول ګڼل کېږي.

په دې کې د کډوالۍ د قوانینو نه عملي کول، یا د هغو تګلارو او کړنلارو نه جوړول هم شامل دي چې په قصدي توګه د هغو بهرنیو وګړو تګ راتګ اسانوي چې غواړي متحدو ایالتونو ته د امریکا د سوېل لوېدیځې پولې له لارې غیر قانوني کډوال امریکا ته راولي.

دا اقدامات به تر هغه وخته دوام ومومي چې چارواکي ډاډ تر لاسه کړي او مسؤلیت پر غاړه واخلي چې اړینې تګلارې وضع شوي او د داسې اشخاصو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره موجوده قوانین په بشپړه توګه پلي کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې چمتو دی د ویزې د محدودیتونو له تګلارې څخه د هغو کسانو پر وړاندې هم کار واخلي چې په قصدي توګه متحده ایالاتو ته د ناقانونه کډوالۍ زمینه برابروي یا د کډوالو کاروانونه تنظیموي، ملاتړ یې کوي او یا مالي مرسته ورسره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه اعلامیه کې ویلي، هر هغه کس چې په دې فعالیتونو کې ښکېل وي، یا د کډوالو د کاروانونو ګډونوال وي او د امریکا د ویزې غوښتنه وکړي یا دغه هېواد ته د سفر هڅه وکړي، له لا زیاتو څېړنو او پلټنو سره به مخ شي.

هغه زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت به مناسب اقدامات وکړي، چې په هغو کې د ویزې ردول یا لغوه کول هم شاملېدای شي.

څېړنې ښيي چې ځینو کسانو د کډوالو لویې ډلې استخدام کړې، همغږي کړې او لارښوونه یې ورته کړې ده، چې د مرکزي امریکا او مکسیکو له لارو د متحدو ایالتونو د سوېلي پولې پر لور سفر وکړي.

د همدې په پایله کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو کډوالو کاروانونو په تنظیم کې د ښکېلو ۱۵ څخه د زیاتو کسانو پر وړاندې د ویزې محدودیتونه لګولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ خبرداری ورکړی: «د اجازې پرته د متحدو ایالتونو له سوېلي پولې څخه تېرېدل له قانون څخه سرغړونه ده او د نیول کېدو، توقیف، له هېواد څخه د ایستلو او په راتلونکي کې متحدو ایالتونو ته په راتګ د بندیز لامل کېدای شي.»

هغه کسان چې په داسې ناقانونه فعالیتونو او یا د اسانتیا په برابرولو کې ښکېل دي، باید دا خبرداری جدي وګڼي.

XS
SM
MD
LG