د جولای څلورمه د امریکا د متحده ایالتونو د جوړېدو ۲۵۰مه کلیزه ده. په همدې ورځ، د ۱۷۷۶ کال د جولای په څلورمه، د بریتانیا تر لاس لاندې د شمالي امریکا د دیارلسو مستعمرو استازو یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په کې ویل شوي وو،"دا متحدې مستعمرې ازاد او خپلواک ایالتونه دي او د حق له مخې باید همداسې وي." وروسته همدغه دیارلس خپلواک ایالتونه د یوه هېواد، یعنې د امریکا د متحده ایالاتو، بنسټ وګرځېدل.
د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې د لیکلو دنده د ویرجینیا ایالت یوه ۳۳ کلن کروندګر او سیاستوال، توماس جیفرسن، ته وسپارل شوه. جیفرسن په روښانه او لنډه ژبه د امریکا د انقلاب لاملونه او هغه اصول بیان کړل چې نوی حکومت پرې ولاړ و.
هغه ولیکل، "موږ دا حقیقت څرګند او بدیهی ګڼو چې ټول انسانان برابر پیدا شوي دي، خپل خالق هغوی ته داسې بنسټیز حقونه ورکړي چې ژوند، ازادي او د نېکمرغۍ لټون پکې شامل دي او ترې نشي اخیستل کیدای. د همدې حقونو د خوندي کولو لپاره د خلکو ترمنځ حکومتونه جوړېږي او خپل مشروع واک د خلکو د رضایت له لارې ترلاسه کوي. "
له دې اصل وروسته، جیفرسن ټینګار وکړ چې مشروع حکومت یوازې د ازادو خلکو په رضایت ولاړ وي او که یو حکومت په مطلق استبداد واوړي، خلک حق او مسؤلیت لري چې هغه نسکور او پر ځای یې داسې حکومت جوړ کړي چې د بشري حقونو درناوی وکړي.
د خپلواکۍ په اعلامیه کې د بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونو بېلابېلې بېلګې هم یادې شوې دي. په دغو کې له ملکي ادارو څخه د پوځ لوړ ګڼل، د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ محدودول، په محاکمو کې د منصفه پلاوي څخه محرومول، او د داسې حکومت له خوا مالیه او قوانین وضع کول چې امریکایان پکې استازیتوب ونه لري.
جیفرسن ولیکل چې امریکایانو د خپلو شکایتونو د حل لپاره ټولې سولهییزې لارې وازمویلې خو غوښتنې یې یوازې له لا زیات فشار سره مخ شوې. د هغه په وینا، کله چې د انقلاب او استبداد ته د تسلیمېدو ترمنځ انتخاب مطرح شو، امریکایانو د مبارزې لار غوره کړه.
اعلامیه په دې ټکو پای ته رسېږي، "د دې اعلامیې د ملاتړ لپاره، د الهي په ځواک باندې په پوره او ټینګ باور سره، موږ یو بل ته خپل ژوند، خپلې شتمنۍ او خپل سپېڅلی عزت ژمنې کوو. "
هغه ۵۶ استازي چې د ۱۷۷۶ کال د جولای په څلورمه یې د دیارلسو مستعمرو په استازیتوب د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه، د خپلواکۍ لپاره یې لومړنۍ رایې ورکړې. وروسته نورو هېوادوالو هم دغه پرېکړه تایید کړ او ورسره هغه اصل، چې هغه مهال نوی او انقلابي بلل کېده او نن ورځ په نړۍ کې په پراخه کچه منل شوی، اصل دی، ټینګ کړای شو چې حکومت باید د خلکو د رضایت پر اصل ولاړ وي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنورۍ میاشت کې د «وطنپالنې او ملي ژمنتیا ورځ» اعلان کړه. د هغه په وینا، د دې ورځې موخه دا ده چې د خلکو او د خلکو او هېواد ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او حکومت د خلکو پر وړاندې خپلو مسؤلیتونو ته بیا ژمن شي.
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه:«امریکا به بیا هېڅکله خپل ملي حاکمیت له لاسه ورنه کړي، د خپلو خلکو غږ به چوپ نه کړي، د خپل ځواک له امله به بښنه ونه غواړي، او نه به د خپلو وګړو د خدای ورکړو حقونو او وړتیاوو مخه ونیسي.»
هغه زیاته کړه په داسې حال کې چې امریکا د خپل بنسټ او تشکیل ۲۵۰مه کلیزه لمانځي، «موږ یو ځل بیا له نوې ارادې، ټینګ هوډ او زړورې روحیې سره ولاړ یو. موږ د ۱۷۷۶ کال د جولای د څلورمې هماغه نه ماتېدونکې روحیه پر مخ وړو، هغه روحیه چې زموږ جمهوریت یې جوړ کړ او د نویو نسلونو لپاره به ددوي راتلونکی خوندي ساتي.»