د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د تازه رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په چین کې د بشري حقونو جدي سرغړونو دوام درلود.
په راپور کې راغلي:"په چین کې، په ځانګړې توګه د شینجیانګ په سیمه کې، د اکثر ایغور مسلمانو اقلیتونو او نورو مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې د نسل وژنې او بشري ضد جنایتونه ترسره شوي دي."
د رپوټ له مخې، په مهمو بشري سرغړونو کې د ناقانونه یا خپلسرو وژنو مستند رپوټونه، تري تم کېدل، شکنجه، غیر انساني یا د سپکاوی ډک چلند، ناقانونه سزاګانې، د شکجنې د پاره د اجباري طبي یا رواني تجربو کارونه، له ۲۰۱۷ کال راهیسې خپلسري نیونې او توقیفونه چې تر یو میلیون زیات ایغوران او نور مسلمان اقلیتونه یې په نښه کړي او له محاکمې پرته په توقیفځایونو، زندانونو او یا په ورځنیو روزنیزو مرکزونو کې ساتل کیدل، شامل دي.
د راپور په دوام کې راغلي:"د بیان ازادۍ، د رسنیو ازادۍ، او انټرنټ ته د لاسرسي په برخه کې هم جدي محدودیتونه لګول شوي چې پکې خبریالان، وکیلان، لیکوالان، بلاګران، منتقدین او نور په غیرمنصفانه بڼه نیول شوي یا محاکمه شوي دي."
د چین کمونیستي رژیم همداراز د دیني ازادیو محدودولو، اجباري سقط جنین او په زور د عقیمولو، د انسانانو قاچاق، جبري کار، د خپلواکو اتحادیو بندیز، د کارګرانو د ټولنیز تنظیم د حقونو پر سیسټماټیک محدودیت لاس پوری کړی. راپور د ماشومانو تر ټولو بدو بڼو د جبري کار پراخ شتون هم په ډاګه کوي.
راپور دا هم څرګندوي چې:"د چین حکومت د هغو چارواکو په وړاندې هم د سزا ورکولو لپاره هېڅ معقول اقدامات نه دي کړي چې د بشري حقونو سرغړونې یې ترسره کړې دي."
د کمونیستي نظام چارواکو د چاپي، غږیزو، الکترونیکي او ټولنیزو رسنیو بشپړ کنټرول درلود، او دا لارې یې یوازې د حکومت د نظرونو او د کمونیست ګوند د ایډیالوژۍ د خپرولو لپاره کارول.
رسنۍ، انټرنټ، او ټولنیزې شبکې سانسورېدلې او کنټرولېدلې، په ځانګړي ډول د حساسو کلیزو او موضوعاتو په برخه کې لکه عامه روغتیا او داسې نور.
حکومتي مامورینو هر هغه کس چې په عامو ویناګانو، نندارتونونو، اکاډمیکو بحثونو یا رسنیو کې له سیاسي پلوه "حساسې" څرګندونې کولې او یا یې د حساسو موضوعګانو په اړه انلاین پوستونه کول بندیزونه لګول او سزا ګانې ورکولې حتی دا چې ددوي د کورنۍ غړي هم خوندي نه و.
چارواکو بېشمېره وګړي د "جعلي خبرونو خپرولو"، "ناقانونه معلوماتو د خپرېدو" یا "انلاین د اوازونو د خپرولو په تور نیولي یا بندیان کړي دي چې د هغوي په قول يې د سیاسي نظریاتو د شریکولو تر څنګ د مذهبي سختدریځۍ تبلیغ کاوه او یا یې هم پر عامې روغتیا پورې اړوند ریښتوني رپوټونه خپرول.