د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افراطي کیڼ اړخو د سیاسي ترهګرۍ د بیا راڅرګندېدو پر وړاندې مبارزه کوي. د وزارت په وینا، هڅه کېږي هغه نړیوالې شبکې وپېژندل شي او فعالیتونه یې ګډوډ شي چې له تاوتریخوالي نه ډک اعمال تنظیموي، اسانتیا ورته برابروي او ترسره کوی یې.
په دې وروستیو کې، امریکا پر (Autistici/Inventati) یا (A/I Collective) او د افراطي کیڼ اړخو د ترهګریزو نړیوالو شبکو پر یو شمېر نورو بنسټونو بندیزونه لګولي دي.(اې آی کولکتیو) په ايټالیا کې مېشته یوه افراطي ډله بلل شوې چې په امریکا، اروپا او نورو سیمو کې د انټيفا ډلو او نورو افراطي کیڼ اړخو شبکو لپاره ډیجیټلي زېربناوې برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د A/I ډیجیټلي خدماتي چارې افراطي کیڼ اړخو ترهګرو ډلو ته د تنظیم، جلبوجذب، اړیکو او د تاوتریخوالي د بریدونو د ترسره کولو امکانات برابروي. داسې چې هڅه کوي له قانوني څارنې هم څخه ځان خلاص کړي.
د دغې ډلې وسایل د هدفي معلوماتو، تاکتیکي لارښودونو او طریقو، او همدارنګه د کیڼ اړخو وسلهوالو ډلو د اعلامیو د شریکولو لپاره کارول کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ډلو کې په متحده ایالتونو کې د انټيفا ګڼې له تاوتریخوالي ډګې ډلې هم شاملې دي.
د امریکا له خوا د په نښه شویو نورو ډلو په لست کې (Palestine Action) ډله هم شامله ده، چې په بریتانیا کې مېشته اداره ده. د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په جولای کې دا ډله یوه ترهګریزه ډله اعلان کړه.
بله ډله ( د مسار بدیل) په نوم ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعاله ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د «فلسطین د آزادۍ لپاره د خلکو جبهې» پوښ په توګه فعالیت کوي. دغه جبهه د امریکا له خوا د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې ده.
د امریکا د حکومت په وینا، د دغو اقداماتو په پایله کې د نومول شویو ډلو ټول هغه ملکیتونه او شتمنۍ چې د امریکا د قضايي صلاحیت لاندې راځي، کنګل کېږي. همدارنګه، امریکايي وګړي په عمومي ډول له دغو ډلو سره له هر ډول معاملې منع کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي افراطي هغه کیڼ اړخې ترهګریزې شبکې چې له تاوتریخوالي ډکې دي د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ په یوه بیان کې ویلي چې هغه افراطي کسان چې د امریکا پر ټولنیز نظام باندې د برید، د قانون او نظم د کمزوري کولو، د مهمو زېربناوو د ویجاړولو، پر سیاسي مخالفینو د برید او یا له چارواکو څخه د خپلو جرمونو د پټولو هڅه کوي، «هیڅ خوندي ځای» به ونه لري.
پیګوټ زیاته کړې چې امریکا به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د خپل ژوندوانه د طریقې د ساتنې لپاره له ټولو موجودو وسایلو او قانوني صلاحیتونو څخه کار واخلي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنت هم افراطي کیڼ اړخو ډلو، د هغوی اړوندو بنسټونو او ملاتړ کوونکو ته خبرداری ورکړی دی.
هغه ویلي چې امریکا به د خپلو اقتصادي وسایلو له بشپړ ځواک څخه کار واخلي او ټینګار یې کړی چې سیاسي ترهګرۍ ته په امریکايي ټولنه کې ځای نشته.
بېسېنت زیاته کړې چې واشنګټن به تر هغې د دغو ډلو د مالي سرچینو د پرې کولو کار ته دوام ورکړي ترڅو چې دغه ډلې په بشپړه توګه له منځه نه وي تللې.