په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو استازي، مایک والټز، د امنیت شورا ته وویل چې متحده ایالتونه لا هم د داعش، القاعده او د هغوی د ملګرو له خوا د رامنځته شوي ګواښ په وړاندې د اقدام کلک هوډ لري.
هغه وویل چې دا ډلې په افریقا، منځني ختیځ او سویلي اسیا کې د بېثباتۍ څخه په ګټې اخیستو، ځانونه عیاروي. د والټز په وینا، دا ډلې یو مخ پر زیاتېدونکی او پېچلی ګواښ رامنځته کوي چې ډېری وخت پکې بهرني جنګیالي هم شامل وي.
هغه زیاته کړه:«موږ په ځانګړي ډول په لوېدیځه افریقا او ساحل سیمه کې د القاعده د اړوندو ډلو د پراختیا له امله اندېښمن یو، چې پکې د (JNIM) او په ساحل کې د داعش د اړوندې ډلې له خوا د سیمو نیول او په ځانګړي ډول د پیسو لپاره د خلکو تښتونې هم شاملې دي. په افریقا کې د داعش مخ پر زیاتېدونکی تمرکز، په سوریې او عراق کې د دې ډلې د مرکزونو مقاومت، او په افغانستان کې د داعش-خراسان (ISIL-K) دوامدار ګواښ، دا اړتیا نوره هم زیاتوي چې موږ باید د ترهګرۍ ضد دوامدارې او همغږې هڅې ترسره کړو.»
د ترهګرو ډلو له خوا د نوو ټکنالوژیو کارول لکه د سوداګریزو سپوږمکیو اړیکې، مصنوعي ځیرکتیا، بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه)، او د کریپټو اسعار- د ځانګړې اندېښنې وړ مسلې دي.
متحده ایالتونه د هغو غړو هېوادونو ستاینه کوي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو له لارې یې په ځانګړي توګه په عراق، سوریه او سومالیا کې داعش او القاعده محدوده کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي، مایک والټز، پدې ترڅ کې قربانۍ هم ومنلې او ویي ویل: «موږ پوهېږو چې د داعش د بریدونو د شنډولو په هڅو کې زیات شمیر سیمهییز پولیسو او امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی»، چې پکې وروستی د سوریې د حلب په ښار کې د یوې کلیسا څخه بهر پېښه وه.
مایک والټز له نورو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ترهګرو د مالي شبکو د ګډوډولو لپاره لا نور زیار وباسي.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې دا هڅه لا هم حیاتي ده. موږ په سومالیا او لوېدیځه افریقا کې وروستي بریاوې لیدلي چې ښيي د پیسو تعقیب او د دغو ډلو لپاره د پیسو بندول کولی شي پیاوړی او پرېکنده اغېز ولري.»
عراق د سوریې په شمال ختیځ کې د نیول شوو او بېځایه شوو کسانو د بېرته ستنولو په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی. متحده ایالتونه له غړو هېوادونو غواړي چې د عراق بېلګه تعقیب کړي او بهرني جنګیالي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي څو هغه ګواښ کم شي چې نه یوازې سوریې، بلکې د ټولې سیمې ثبات ته متوجه دی.
متحده ایالتونه همدارنګه له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې لا سره همکاري پیاوړې کړي، په ځانګړي ډول د استخباراتي معلوماتو شریکول، ګډ عملیات، او د بندیزونو د پلي کېدو ملاتړ دې وکړي.
سربېره پر دې، غړي هېوادونه باید د پولو له لارې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۳۹۶ پرېکړلیک په ملاتړ د پلټنې او معلوماتو شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.
همدارنګه متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د څارګرې ډلې د هغې سپارښتنې ملاتړ کوي چې نورې ډلې هم د داعش او القاعده اړوندو ډلو نوملړ ته اضافه شي او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ لپاره له انلاین لارې د ځوانانو د جلب او جذب او افراطیت په ضد مبارزه وشي.
په پای کې مایک والټز د حساب ورکونې او مسولیت منلوغوښتنه وکړه. «موږ له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کوو چې د نړیوالو قوانینو سره سم دې د داعش سره تړلي خپل ټول اتباع محاکمه کړي.»