Accessibility links

Breaking News

د حیاتي منرالونو لپاره د یوه سوداګریز ترجیحي زون رامنځته کول

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د حیاتي منرالونو په تړاو د ۲۰۲۶ کال د وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال
 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د حیاتي منرالونو په تړاو د ۲۰۲۶ کال د وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال

متحده ایالتونه، له خپلو شریکانو او متحدینو سره یو ځای، د حیاتي او کمیابو معدنونو لپاره د نړیوال بازار د بیا جوړولو هوډ لري.

د ۲۰۲۶ کال د حیاتي منرالونو په تړاو د وزیرانو کنفرانس کوربه توب د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ، د کورنیو چارو وزیر ډګ برګم، د انرژۍ وزیر کریس رایټ، او د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا استازي جېمیسن ګرېر په غاړه درلود چې پکې د ۵۴ هېوادونو او اروپایي کمېسیون استازو برخه اخیستې وه.

حیاتي منرالونه او کمیابه معدنونه د تر ټولو پرمختللو ټکنالوژیو لپاره اړین ګڼل کیږي او د مصنوعي ځیرکتیا، روباټونو، بېټریو، او خپلواکو وسایلو په شان به چې زموږ اقتصاد بدلوي، ددې ارزښت کچه هم لا لوړه شي.

نن دا بازار ډېر متمرکزه دی، چې دا د سیاسي فشار او د اکمالاتي ځنځیر د ګډوډۍ سبب ګرځي او بنسټیزې ګټې له خطر سره مخ کوي. موخه دا ده چې د اکمال نوې سرچینې رامنځته شي، د ترانسپورټ خوندي او باوري شبکې وده ومومي او نړیوال بازار داسې بدل شي چې خوندي، متنوع او مقاوم واوسي.

نو، د ټرمپ حکومت د داسې یو میکانیزم وړاندیز کوي چې د نړیوالو حیاتي منرالونو بازار یو سالم او لا سیال حالت غوره کړي. د ولسمشر مرستیال جې دي ونس وویل: «د حیاتي منرالونو لپاره یو ترجیحي سوداګریز زون چې د بهرنیو ګډوډیو او لاس وهنو په وړاندې د ثابتو بیو له لارې خوندي اوسي.»

«موږ به د تولید په هر پړاو کې د حیاتي منرالونو لپاره بیې وټاکو، داسې بیې چې د واقعي نړۍ د عادلانه بازار ارزښت منعکس کړي. او دا بیې به د ترجیحي زون د غړو لپاره به یو بنسټ جوړ کړي چې د تنظیمېدونکو تعرفو له لارې به ساتل کیږي څو د بیو سموالی او روڼتیا خوندي کړي.»

د ولسمشر مرستیال ښاغلي ونس وویل: «په ګډه، مونږ غواړو دا غړي د متحدینو او شریکانو تر منځ د سوداګرۍ یو بلاک جوړ کړي، یو داسې بلاک چې د امریکا صنعتي ځواک ته د امریکا لاسرسی تضمین کړي، او په ټول زون کې تولید هم پراخ کړي. ګټې به سمدستي او دوامدارې وي. او که هر څومره مواد نړیوال بازار ته داخل شي، د ترجیحي سوداګریز زون دننه به دا بیې ثابتې پاتې شي.»

مرستیال ولسمشر ونس زیاته کړه: « زموږ موخه دا ده چې د وخت په تېرېدو په دې زون کې د تولید متنوع مرکزونه، د پانګونې باثباته شرایط، او داسې اکمالاتي ځنځیرونه رامنځته کړو چې د بهرنیو ګډوډیو او لاسوهنې پر وړاندې خوندي وي. او د هغو هېوادونو لپاره چې ورسره یوځای کېږي، هغه اکمالات چې ستاسو هېواد به یې په بېړني حالت یا کوم بل احتمالي وضعیت کې ورته اړتیا ولري، نو امریکا به د خصوصي تمویل لپاره بنسټ او د حیاتي منرالونو خوندي لاسرسی برابر کړي.»

«موږ ټول په یوه ټیم کې یو، او باید داسې اقتصادي زیار پر مخ بوځو چې خلک زموږ په هېوادونو کې پانګونې او بیا رغولو ته وهڅوي»

مرستیال ولسمشر ونس ټینګار وکړ. «غړیتوب به د هغو پرمختیايي اقتصادونو لپاره حیاتي وي چې غواړي د معدنونو د ‌کېندنې ظرفیت پراخ کړي او همدارنګه به د هغو پرمختللو اقتصادونو لپاره هم هماغومره مهم وي چې پر دغو موادو تکیه کوي، تر څو د خپلو پرمختللو صنعتونو، وده او امنیت خوندي وساتي.»

د ولسمشر مرستیال، جې دي ونس وویل: «که څه هم موږ باور لرو چې د امریکا بازار دومره لوی دی چې د حیاتي منرالونو خپل سوداګریز زون جوړ کړي، دا ټول بنسټ به لا پیاوړې شي که موږ یې په ګډه تر سره کړو»
«نو، زه وړاندیز کوم چې موږ سره راټول شو او د داسې یو مارکیټ بنسټ کیږدو چې زموږ د هېوادونو د هغو ښځو او نارینه و وړتیا ولري چې پر دغه بازار تکیه لري.»

XS
SM
MD
LG