د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ونزویلا د خپل سیاسي او اقتصادي راتلونکي په اړه دوه انتخابه لري.
روبیو وویل:"لومړی انتخاب دا دی چې وینزویلا په رښتینې توګه د ملي پخلاینې او اصلاحاتو یوې دورې ته داخل شي، څو داسې ټاکنې ترسره کړي چې نه یوازې په دیموکراتیک ډول ټاکل شوی حکومت رامنځته کړي، بلکې یو باثباته جمهوریت هم رامنځته کړي. دا به دغه هېواد ته د اقتصادي پرمختګ فرصت هم برابر کړي."
هغه زیاته کړه، په دې توګه به له هېواده د وتلو شویو شاوخوا شپږو تر اوو میلیونو وګړو ډېرو ته دا فرصت برابر شي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او هلته ژوند وکړي.
روبیو وویل، د دې بهیر د سولهییز پرمخ وړلو لاره د یوه منظم بهیر له لارې هواریدای شِي چې امریکا یې د پلي کېدو زمینه برابره کړې ده. د هغه په وینا، ونزویلا په دې وروستیو کې د سیاسي لېږد او ملي پخلاینې په اړه د خبرو اترو څلورم پړاو هم بشپړ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې بدیل یې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او وسلهواله جګړه، یا بېرته هغو شرایطو ته ستنېدل دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د وینزویلا خلکو ته ښې پایلې نه دي لرلې.
روبیو وویل: "زموږ له نظره، همدا یوازینی بهیر دی او بله عملي لاره نه شته. دغه بهیر باید بریالی شي."
هغه زیاته کړه، موخه دا ده چې ونزویلا یو فعال جمهوریت ولري، داسې حقوقي نظام چې مخالف ګوندونه او اکثریت
ګوند پکې شتون ولري، او خلک په هرو څلورو کلونو کې د نوې ملي شورا او نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورکړي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د دغه هېواد اقتصاد باید د بریا او پرمختګ فرصت ولري.
روبیو وویل: "زه غواړم دا ټول بدلونونه له وینې تویېدو پرته ترسره شي. نه غواړم کورنۍ جګړه رامنځته شي او نه هم غواړم چې هېواد بېرته د بندیزونو او ګواښونو نه ختمېدونکې دورې ته ستون شي. موږ هڅه کوو چې دې بهیر ته د بریا فرصت برابر کړو، او اوس تر بل هر وخت دې موخې ته نږدې شوي یو."
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ټاکنو اوسنی جوړښت باید اصلاح شي. هغه ادعا وکړه چې د نیکولاس مادورو حکومت دغه جوړښت داسې طرحه کړی و چې د ټاکنو پایلې تر خپل اغېز لاندې راولي.
روبیو وویل، په ونزویلا کې مشروع ټاکنې هغه مهال ناشونې دي چې د ټاکنو شورا یوازي د یوه اړخ وفادار کسان کنټرولوي.
هغه زیاته کړه چې د داسې سترې محکمې په شتون کې هم مشروع ټاکنې نه شي ترسره کېدای چې سیاسي بڼه یې غوره کړې وي او د حکومت د غوښتنو په ګټه پرېکړې وکړي.
د هغه په وینا، د ټاکنو جوړښت باید د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ژر اصلاح شي، او نوموړي څرګنده کړه چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د امریکا متحده ایالتونو موخه لا هم دا ده چې ونزویلا دپاره د یوه باثباته او دوامدار جمهوري نظام د رامنځته کولو تر ټولو غوره فرصت برابر کړي.