Accessibility links

Breaking News

د امریکا د مالیې وزارت: د سیاسي ترهګرۍ د تمویل پر ضد مبارزه پراخوو

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ
د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسنټ، د "سیاسي ترهګرۍ د بیا رابرسیره کېدو" په اړه د وزیرانو په غونډې کې ویلي چې سیاسي ترهګري چې په طرحه کې نړیواله او په مفکوره کې د سخت‌دریځو کیڼ‌اړخو ډلو له لوري پر مخ وړل کېږي، یو پراخېدونکی ګواښ ګڼل کیږي.

هغه ټینګار وکړ چې دې ګواښ ته باید د ټولو حکومتونو له خوا یو همغږی او ګډ ځواب ورکړل شي.

بېسنټ وویل، د امریکا د مالیې وزارت د خپلو ټولو قانوني صلاحیتونو څخه کار اخلي، څو د امریکا او نړیوال مالي نظام بشپړتیا خوندي وساتي. د دغه وزارت د «ترهګرۍ او مالي استخباراتو دفتر» هڅه کوي هغه ناقانونه بهرنۍ مالي سرچینې وپېژني، او له منځه یې یوسي چې د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، امریکا خپل ماموریت د یوه بدلېدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره پراخوي. د هغه په وینا، پخواني ایډیالوژیک حدود اوس د نویو عملي ائتلافونو ځای نیسي.

هغه زیاته کړه: د نړیوال مارکسیزم او سخت‌دریځو اسلامي خوځښتونو ګډ ائتلاف ښايي یو ګډ نهایي هدف ونه لري، خو ازادې او په خپله اداره کېدونکې ټولنې یې یو ګډ دښمن ګڼي.»

هغه وویل، دغه ډلې پدې ښې پوهېږي چې ټولنې تر هغه وخته له بهر څخه نه شي نسکورېدای، څو لومړی له دننه کمزورې شوې نه وي.

د مالیې وزیر څرګنده کړه چې د دغو ډلو ځینې فعالیتونه ښکاره دي، لکه چاودنې، هدفي وژنې او په کوڅو کې منظم تاوتریخوالی، خو ځینې نور فعالیتونه په پټه ترسره کېږي، لکه د بیان ازادۍ محدودول، د سیاسي مخالفینو وېروول او د ملي ادارو کمزوري کول.

بېسنټ ټینګار وکړ چې هر ډول تاوتریخوالی مالي سرچینو، د پیسو د لېږد لارو او هغو بنسټونو ته اړتیا لري څو دغه فعالیتونه یې تر شا پټ کړي. د هغه په خبره، ځینې خیریه او غیرانتفاعي بنسټونه د ناقانونه مالي سرچینو د پټولو او د سیاسي ترهګرۍ د تمویل لپاره کارول کېږي.

هغه وویل، که څه هم خیریه او غیرانتفاعي بنسټونه عموماً د خلکو د باور وړ ګڼل کېږي، خو همدا ځانګړتیاوې ځینې ناقانونه ډلې هڅوي چې له دغو بنسټونو ناوړه ګټه واخلي. د همدې لپاره، د امریکا د مالیې وزارت خپلې هڅې پراخوي، څو هغه بنسټونه وپېژني چې د ناقانونه مالي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

بېسنټ وویل، تېر منی امریکا په بهر کې د انټیفا اړوند څلور سخت‌دریځې کیڼ‌اړخې ډلې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شاملې کړې، چې له امله یې د امریکا مالي نظام ته ددې ډلو لاسرسی بند او د بریدونو لپاره یې مالي سرچینې محدودې شوې.

هغه زیاته کړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال، د مالیې وزارت پر ۱۷ هغو خیریه او غیرانتفاعي بنسټونو هم بندیزونه لګولي چې د حماس د ترهګریزو فعالیتونو د تمویل په تور تورن شوي دي.
بېسنټ خبرداری ورکړ، "تر هغه چې د دغو ډلو د تمویل لارې معلوموو او ګډوډوو، هېڅ ترهګره ډله باید دا ګومان ونه کړي چې د هغوی مالي سرچینې زموږ له لاسرسي بهر دي. "

هغه ټینګار وکړ چې د کورني تررزم پر وړاندې مبارزه باید د امریکا د اساسي قانون له اصولو سره سمه وي او د ټولو امریکایانو د بیان، ټولنې او سوله‌ییزې راټولېدنې حقونه باید خوندي پاتې شي.

بېسنټ وویل، د مالیې وزارت به خپلې هڅې دوامدارې وساتي څو ناقانونه مالي سرچینې تشخیص شي، د سیاسي ترهګرۍ د تمویل شبکې له منځه یوړل شي، د سیاسي تاوتریخوالي ملاتړي تعقیب شي او له نړیوالو متحدینو سره همکاري لا پراخه شي.

XS
SM
MD
LG