Accessibility links

Breaking News

د وینزویلا زلزله ځپلو سره د مرستو هڅې دوام لري

متحده ایالتونو په ونیزویلا کې د جون د ۲۴مې نېټې له ویجاړوونکو زلزلو وروسته د هغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره د بشري غبرګون د همغږۍ پراخو هڅو ته دوام ورکوي.

ددې ناورین په برخه کې د وینزویلا سره د متحده ایالتونو مجموعي مالي مرستې له ۳۸۶ میلیون ډالرو څخه اوښتې دي.

یوازې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ګودامونو څخه تر اوسه له ۴۰۰ مټرک ټنو څخه زیات د سرپناه او حفظ‌الصحې کڅوړې، سطلونه، ترپالونه او د پخلنځي وسایل لېږدول شوي، چې اټکل کېږي شاوخوا ۷۰ زره کسانو ته یې مرسته برابره کړې ده.

امریکايي شرکتونه هغه لوژستیکي وړتیا او چټکتیا برابروي چې یوازې متحده ایالتونه یې وړاندې کولی شي. د جون له ۲۴مې راهیسې، ایرلېنک (Airlink)، چې یوه غیردولتي اداره ده او د ناورینونو پر مهال د هوايي چلند او بشري مرستو سکتورونه سره نښلوي، د مرستې دپاره زیات شمیر لوژستیکي او بشري منابع تنظیم کړي ترڅو مرستندویه توکي وینزویلا ته ولېږدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ایرلېنک او امازون (Amazon) په ګډه د بشري مرستو د نوي هوایي دهلیز د پرانیستل کیدو اعلان کړی څو دغه مرستندویه بهیر دوام ومومي. امازون به د بشري مرستو سازمانونو لپاره هره اوونۍ د فلوریډا ایالت د میامي ښار څخه د وینزویلا مایکېتیا ته د بشري مرستو توکي په وړیا توګه ولېږدوي.

د امریکا صنعتي ډګر، امریکايي ډیپلوماتان او نړیوال شریکان په ګډه کار کوي؛ ایرلېنک د غیرانتفاعي سازمانونو د بار وړلو ارزونه، د الوتنو پلان او لومړنۍ لوژستیکي چارې سمبالوي، د بهرنیو چارو وزارت د حکومتونو ترمنځ همغږي برابروي، امازون تر وینزویلا پورې د مرستو لېږد پر غاړه لري او له رسېدو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام تر مشرۍ لاندې لوژستیکي ډلې دغه مرستې په سیمه کې بشري سازمانونو ته سپاري ترڅو یې په اړمنو کسانو ووېشي.

هغه بشري سازمانونه چې د بار وړلو ځای ته اړتیا لري، کولی شي خپله غوښتنه د ایرلېنک د انلاین فورم له لارې وسپاري.

د امریکا د جګړې وزارت بېړۍ او الوتکې په ځانګړې توګه د مرستو لپاره بسیج کړې دي. د ( یو اس اس فورد لادر دیل) په نوم جنګي بېړۍ لا هم د لا ګوایرا ایالت له ساحل سره نږدې لنګر اچولی، او امریکايي سمندري ځواکونه د اوبو او وچې دواړو لپاره او د ځانګړو بېړیو له لارې مرستندویه توکي هغو ساحلي سیمو ته رسوي چې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

د امریکا د سمندري ځواک یوه ډله د لا ګوایرا بندر ته استول شوې ترڅو دغه بندر د بشري عملیاتو لپاره بېرته فعال کړي.

د متحده ایالاتو د پوځ جنوبي قوماندانۍ د مرستو د لوژستیک ملاتړ ته دوام ورکوي، په ځانګړي ډول د سیمون بولیوار نړیوال هوايي ډګر په عملیاتو کې، چې د امریکا په ملاتړ یې د الوتکو دپاره یوه (رن وې ) یا ځغاست‌لیکه بېرته فعاله کړه، څو د ټولو هېوادونو بشري او مرستندویه الوتکې وکولای شي هلته ښکته شي.
له ۲۹ هېوادونو څخه د ښاري لټون او ژغورنې له ۶۰ څخه ډېرو نړیوالو ټیمونو چې څه باندې ۲۴۰۰ د اولیه مرستو بستې او نږدې ۲۰۰ روزل شوي سپي هم پکې شامل وو، د ژوند ژغورنې لپاره د امریکا له ټیمونو سره اوږه په اوږه کار کوي.

امریکايي او نړیوالو ژغورونکو د زلزلو نه څو ورځې وروسته هم له کنډوالو څخه ژوندي کسان راویستل چې په هغوی کې یو ماشوم او مور هم شامل وو. دا مور او ماشوم د یوې نړېدلې ودانۍ لاندې تر ۳۰ ساعتونو زیاتې مودې دپاره ایسار پاتې وو.

د امریکا د ښاري لټون او ژغورنې ټیمونو خپله دنده بشپړه کړې او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ناورین د مرستې غبرګون ټیم لا هم په کاراکاس کې حضور لري او د وینزویلا خلکو سره حیاتي بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د خلکو اوږدمهاله اړتیاوې، په ځانګړي ډول د هغو کسانو د سرپناه اړتیاوې، چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، درک کوي. دغه وزارت به د وینزویلا له موقت حکومت، نورو مرسته کوونکو هېوادونو او د مرستو له سازمانونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو د غبرګون په راتلونکو پړاوونو کې دغه اړتیاوې پوره شي.

متحده ایالتونه د وینزویلا سره د دې ویجاړوونکي ناورین د اغېزو د کمولو او د هېواد د بیا رغونې په برخه کې پرخپلې ژمنې ولاړ پاتې دي، او په دې مهم وخت کې به د نورو مرستو د برابرولو لپاره اضافي لارې چارې هم ولټوي.

XS
SM
MD
LG