Accessibility links

Breaking News

اقتصادي فشار د ایران د پوځي پروګرامونو د ملاتړ بهرنۍ شبکې ګډوډوي

U.S. first lady Melania Trump and Treasury Secretary Bessent deliver remarks on a initiative for savings and investment accounts for children in foster care
U.S. first lady Melania Trump and Treasury Secretary Bessent deliver remarks on a initiative for savings and investment accounts for children in foster care

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د جون په ۱۰مه پر ایران باندې د "اقتصادي فشار دپاره د اقتصادي غضب" (Economic Fury) په نوم د کمپاین د یوې برخې په توګه، پر نهو تنه او ادارو بندیز ولګاوه.

دا هغه کسان او ادارې دي چې د ایران سپاه پآسداران انقلاب (IRGC) د هغه هیواد د دفاع وزارت او د وسله‌والو ځواکونو پر لوژستیکي ادارې (MODAFL) لپاره یې د وسلو د پېرلو او برابرولو په چارو کې مرسته کړې ده.

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسینټ، وویل: "د اقتصادي فشار له لارې، د مالیې وزارت د هغو بهرنیو شبکو مخنیوی کوي چې د ایران د پوځ ملاتړ دپآره وسلې برابروي.."

هغه زیاته کړه: "د مالیې وزارت د ایران د رژیم شتمنۍ کنګل کړې، د دغه هېواد اقتصاد یې سخت زیانمن کړی او د ایران جنګي ماشین یې کمزوری کړی دی."

په بندیزونو کې هغه اشخاص او شرکتونه شامل دي چې په چین او هانګ کانګ کې مېشت دي او د (ای آر جي سي) او (مودافل) لپاره یې د وسلو په تدارکاتو کې مرسته کړې ده. همدارنګه، د هانګ کانګ څخه یو شرکت هم په نښه شوی چې د ایران د پټو بانکي شبکو په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه او د وسلو د پېرلو اړوند مالي راکړې ورکړې یې اسانه کولې.

د مالیې وزارت دغه وروستی اقدام د ۲۰۲۶ کال د مې د اتمې نېټې د بندیزونو دوام بلل کېږي، چې هغه مهال د هغو شبکو پر ضد لګول شوي وو چې د IRGC او د ایران د نوښت او ټکنالوژۍ د همکارۍ مرکز (CITC) لپاره یې وسلې برابرولې. یاد مرکز د ایران د ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو هڅې همغږي کوي او هڅه یې کړې چې له چین څخه د اوږې پر سر وړل کېدونکي هوايي دفاعي توغندي (MANPADS) هم ترلاسه کړي.

د چین تبعه لیو بویو د "مستاد لمیټېډ" (Mustad Limited) رئیس دی. پر دغه شرکت چې په هانګ کانګ کې ثبت شوی، مخکې د امریکا له خوا بندیز پرې لګېدلی او د یوه منځګړي په توګه یې د IRGC لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د وسلو د پېرلو په موخه مالي چارې اسانه کړې دي.

لیو بویو د مستاد شرکت مشر هم دی. نوموړي او د چین دوو نورو اتباعو، وانګ هونګي او شو لیچون، چې د مستاد کارکوونکي دي. دوي د IRGC په استازیتوب د وسلو د ترلاسه کولو لپاره فعالیت کړی دی.

په شانګهای کې مېشت د "مستاد شانګهای نړیوال سوداګریز شرکت" د مستاد بشپړ ملکیت دی. پر دغه شرکت د IRGC لپاره د مالي، مادي او تخنیکي ملاتړ د برابرولو له امله بندیز لګېدلی دی.

پر لیو بویو او شو لیچون هم د IRGC سره د ملاتړ په تور بندیز لګول شوی دی، په داسې حال کې چې وانګ هونګي او مستاد شانګهای د مستاد شرکت د استازیتوب او کنټرول لاندې فعالیت له امله په نښه شوي دي.

په هانګ کانګ کې مېشت "ډوموس ټرېډنګ HK لمیټډ" د ایران د پټو بانکي شبکو په چوکاټ کې د بندیز لاندې د ایراني اشخاصو لپاره د پیسو لېږد اسانه کوي او د ایران د وسلو د پېرلو په هڅو کې یې هم د مالي معاملو د ترسره کولو هڅه کړې ده.

ایرانی الاصله منوچهر ګلچین، چې په چین کې مېشت دی، د MODAFL لپاره له چین څخه د دفاعي تجهیزاتو د ترلاسه کولو په چارو کې منځګړیتوب کوي.

د چین تبعه مېنګ شاوپې، چې د ګلچین همکار بلل کېږي، د "سولوس انټرنیشنل لمیټډ" اجرائیوي رئیس او بشپړ مالک دی. دغه شرکت په هانګ کانګ کې ثبت شوی او د MODAFL لپاره یې د وسلو د تدارکاتو په اسانتیا کې رول لوبولی دی.

ګلچین همدارنګه د "شانګشون هانګ کانګ لمیټډ" رئیس دی او د شرکت نړیوالې همکارۍ څاري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسینټ ویلي: "د امریکا مالیې وزارت به د ایران د پوځ هر ډول ملاتړ ونه زغمي."

XS
SM
MD
LG