د امریکا د مالیې وزیر سکات بسینټ، تېره اوونۍ کالیفورنیا ایالت ته د سفر پر مهال د امریکا د اقتصادي پالیسۍ په چوکاټ کې د «امریکا لومړی» د ملي تګلارې د بیا تنظیم پر ارزښت ټینګار وکړ.
بسینټ د ریګن د اقتصادي فورم ګډونوالو ته وویل: «د سوداګرۍ پالیسي، صنعتي وړتیا او ملي امنیت له یو بل څخه نه بېلېدونکې مسلې دي. که بهرنیو انحصارونو ته اجازه ورکړل شي چې له دغو برخو څخه هره یوه کمزورې کړي، نو دا مانا لري چې هغوی د امریکا راتلونکی ټاکي.»
بسینټ وویل، په تولید، معدن کیندنې، سمندري انتقال او تصفیې په څېر برخو کې د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کول د امریکا د ځواک او حاکمیت لپاره بنسټیز اهمیت لري.
هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ د پالیسیو او د ملي امنیت یوځای کول همدومره اهمیت لري.
د مالیې وزیر د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډي او د اوکراین د جګړې پر مهال د مهماتو کمښت، یعنې پر تولید د تمرکز پر ځای پر مصرف تمرکز، د یوې پراخې فلسفي ستونزې نښې وبللې.
هغه وویل: «موږ ارزانه وارداتي توکو ته ارزښت ورکړ، پرته له دې چې لومړی له ځانه وپوښتو چې ایا یو هېواد هغه وخت خپلواک پاتې کېدای شي چې د هغو مهمو شیانو کنټرول له لاسه ورکړي چې ورته خورا ارزښت لري. د بحران پر مهال، هغه هېواد چې پراخ او پیاوړی صنعتي بنسټ ولري، ډېر لارې چارې او انتخابونه لري. امریکا باید بیا هېڅکله ځان په داسې وضعیت کې وانه چوي چې امنیت یې په هغو اکمالاتي ځنځیرونو، فابریکو او مسلکي مهارتونو پورې تړلی وي چې کنټرول یې و نه لري.»
بسینټ څرګنده کړه چې د ولسمشر ټرمپ یو لړ اجرائیوي فرمانونو او د ۲۰۲۶ کال د سوداګرۍ اجنډا، د سوداګرۍ او تولید تګلارې له سره تنظیم کړې دي، څو د متقابلې سوداګرۍ د نشتوالي، د صنعتي سکتور د کمزوري کېدو او په ستراتیژیکو وارداتو د اتکا ستونزې حل کړي.
هغه وویل چې د «امریکا لومړی» سوداګریزه تګلاره له نړۍ څخه د شا تګ معنا نه لري، بلکې د لا قوي او دوامدار تعامل زمینه برابروي.
بېسینټ زیاته کړه: «دا په دې معنا نه ده چې له متحدینو او سیالانو سره یو شان چلند وشي. دا په دې معنا ده چې خپلې سوداګریزې او امنیتي اړیکې بېرته سره همغږې کړو، د اړتیا په صورت کې له باوري شریکانو سره اکمالاتي ځنځیرونه جوړ کړو، په کور دننه تولیدي وړتیاوې بېرته ورغوو، او ډاډ ترلاسه کړو چې هغه اقتصادي جوړښت چې د امریکا د ځواک ملاتړ کوي، د امریکا امنیت هم پیاوړی کړي.»
د ټرمپ ادارې د درملو د ستراتیژیکې زېرمې د جوړولو امر کړی او د اجرائیوي فرمانونو، ډیپلوماسۍ او اقتصادي رهبرۍ له وسیلو څخه یې د مهمو معدني موادو د اکمالاتي ځنځیرونو د امنیت د پیاوړتیا لپاره کار اخیستی دی. همدارنګه یې د امریکا د سمندري برلاسۍ د بېرته راژوندي کولو لپاره د بېړۍ جوړونې د صنعت د بیا فعالولو امر کړی دی.
بسینټ وویل: «موږ دې حقیقت ته متوجه یو چې یو مقاوم اقتصاد د یوې پیاوړي جمهوریت بنسټ جوړوي. موږ کولی شو د خپل اقتصاد روغتیا نه یوازې د تولیداتو له مخې، بلکې د هغو خلکو له مخې هم وارزوو چې اقتصاد یې ژوند ښه کوي. خوندي اکمالاتي ځنځیرونه د ونډو د بازار د شاخصونو په اندازه اهمیت لري. تولیدي وړتیا یو ځواک ګڼل کیږي.»
د مالیې وزیر په پای کې وویل: «اقتصادي امنیت، ملي امنیت دی.»