Accessibility links

Breaking News

د هغو کسانو افشا کول چي د ایران د رژیم سره مرسته کوي

 د امریکا د مالیي وزارت
د امریکا د مالیي وزارت

متحده ایالتونه هغه کسان افشا کوي چې د ایران له رژیم سره د بندیزونو په تېښتې او د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو په تمویل کې مرسته کوي.

د "اقتصادي انزوا د عملیاتو" په چوکاټ کې، د امریکا د مالیي وزارت پر "کارناکيس انډ کارناکيش حقوقي شرکت بندیزونه لګولي دي. دغه حقوقي شرکت په پاناما او یونان کې فعالیت کوي.

د کلونو په اوږدو کې، دې شرکت د تش په نوم شرکتونو په جوړولو سره د هغو بېړیو اصلي مالکین پټ کړي چې د ایران تېل، پتروشیمي محصولات او فولاد لېږدوي. دغه شرکتونه د هغو شبکو د پوښښ لپاره کارول شوي چې په میلیونونو بېرله ایراني تېل یې پلورل، څو د سپاه پآسداران انقلاب د قدس ځواک او حوثیانو ګټې تأمین کړي.

د امریکا د مالیې وزارت همدارنګه په سنګاپور او متحده عربي اماراتو کې د هغو باروړونکو بېړیو د استازیتوب پر شرکتونو بندیزونه لګولي چې په مستقیم ډول د ایران د پټو سمندري بېړیو د شبکې له فعالیتونو سره مرسته کوي.

دغه بندیزونه نه یوازې هغه حقوقي او سمندري منځګړي په نښه کوي چې د ایران د بندیزونو څخه د خلاصون شبکې فعالې ساتي، بلکې د باروړونکو بېړیو هغه ناوړه شبکه هم په نښه کوي چې د ایران د رژیم لپاره یې د پام وړ عواید برابر کړي دي.

د بېړیو استازي د پټو سمندري شبکو په فعالیتونو کې مهم رول لري. دوی د بندرونو له لارې د ایران د ناقانونه لېږدونو، په ځانګړي ډول د تېلو، نفتي موادو او نورو سوداګریزو توکو په لېږد کې مرسته کوي.

د امریکا د مالیې وزارت اوس د دوو هغو سمندري استازو پر ضد اقدام کوي چې له ایران سره یې د خپلو محصولاتو په نړیوال لېږد او پلور کې مرسته کړې ده.

لومړی شرکت "امیګوز" (Amigoz) نومیږي چې په سنګاپور کې مېشت د بېړیو د استازیتوب شرکت دی. دغه شرکت د خامو تېلو د یوې محمولې استازی و. د دې محمولې څارنه د "سپهر انرژي جهان‌نما پارس شرکت" په غاړه و. دغه شرکت د تش په نامه د شرکتونو یوه شبکه اداره کوي چې ایراني پوځي ادارو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د سوداګریزو توکو د برابرولو او وېش ملاتړ کوي.

دویم شرکت وېلز (Whales)نومیږي چې په دوبۍ کې مېشت د سمندري ترانسپورټ یو لوژستیک شرکت دی. د "سپارو ټرېډینګ اېف‌زي‌اي په نوم شرکت لپاره یې د بېړیو د استازي په توګه کار کړی دی. دغه شرکت په دوبۍ کې مېشت یو شرکت دی چې د امریکا له خوا پرې بندیزونه لګول شوي دي. یاد شرکت د «پرژین ګلف پتروشیمیکل انډسټري کمرشل شرکت سره په همغږۍ، د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د ایراني پتروشیمي محصولاتو پېرودل تنظیموي.

متحده ایالتونه به د نړۍ په کچه له خپلو شریکانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د ایران رژیم له اقتصادي پلوه منزوي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګوټ، په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ له حکومتونو، د بېړیو د بیرغونو له ثبتوونکو ادارو، د بندرونو له چارواکو او خصوصي سکټور څخه غواړو چې د پټو سمندري بېړیو د فعالیتونو د خبرداري نښو ته پام وکړي او له هر هغه چا سره سوداګري بنده کړي چې له ایران سره د بندیزونو په خلاصون کې مرسته کوي."

د امریکا په وینا، دغه اقدامات به د ایران رژیم له هغو مالي سرچینو څخه بې‌برخې کړي چې د امریکایانو او د هغوی د متحدینو پر ضد یې کاروي. دا کار به د دې مخه ونیسي چې ایران د خپلو پټو سمندري بېړیو له شبکې څخه د ایراني نفتي او پتروشیمي محصولاتو د لېږد او د امریکا له بندیزونو څخه د تېښتې لپاره ګټه واخلي.

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بېسېنټ، ویلي: "که تاسو په سمندر کې د تېلو په ناقانونه لېږدونو کې لاس لرئ، یا د یوه حقوقي شرکت په لوکس دفتر کې ناست یاست، که د ایران له رژیم سره مرسته کوئ، موږ به مو پیدا کړو او بندیزونه به درباندې ولګوو."

هغه زیاته کړه: "د ایران د رژیم ملاتړي او منځګړي باید یو انتخاب وکړي: یا زموږ ترڅنګ ودرېږي او یا هم زموږ پر وړاندې. موږ پوهېږو چې تاسو څوک یاست، پوهېږو چې څه کوئ، او خپلو اقداماتو ته به دوام ورکړو."

XS
SM
MD
LG