Accessibility links

Breaking News

د سوریې د پخواني مشر د زندان یو چارواکی د شکنجې او کډوالۍ کې د درغلۍ په جرمونو محکوم شو

د فدرال یو منصفه هیئت د مارچ په ۱۶مه، ۷۳ کلن سمیر عثمان الشیخ د شکنجې د دسیسې جوړولو په یو مورد او د شکنجې په دریو مواردو کې د مجرم په توګه وپېژاندو.

هغه د سوریې په دمشق کې د ادرا زندان د بندیانو په شکنجه کې ښکېل و. منصفه هیئت همدارنګه الشیخ په دې هم محکوم کړ چې د امریکا د کډوالۍ چارواکو ته یې د خپلو جرمونو په اړه درواغ ویلي، په درغلۍ سره یې ګرین کارت ترلاسه کړی او هڅه یې کړې چې د امریکا تابعیت واخلي.

د عدلیې وزارت د جزایي څانګې مرستیال لوی څارنوال اې ټایسن دووا وویل: «سمیر عثمان الشیخ بندیان شکنجه کړي او د سوریې د سیاسي مخالفینو د غلي کولو او سزا ورکولو لپاره یې انساني جنایتونه ترسره کړي دي. وروسته له دې چې هغه د کلونو لپاره دغه ناوړه جرمونه وکړل، د امریکا د کډوالۍ چارواکو ته یې دروغ وویل چې په متحدو ایالتونو کې ژوند وکړي او تابعیت ترلاسه کړي. د قربانیانو د زړورتیا او زموږ د څارنوالانو او د قانون پلي کوونکو شریکانو د هڅو او ژمنتیا له برکته، الشیخ نور نشي کولی له خپل ماضي څخه وتښتي او د خپلو ظالمانه جنایتونو حساب به ورکړي.»

الشیخ د محکمې پر مهال د وړاندې شویو شواهدو له مخې، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر مهال د دمشق د مرکزي زندان (چې د ادرا زندان په نوم هم پېژندل کېږي) د مسؤل په توګه د برید جنرال په رتبه کې دنده ترسره کړې ده.

شواهد ښيي چې هغه به په خپله بندیان سخت فزیکي او رواني شکنجه کول او کړول او د خپل لاس لاندې کسانو ته یې هم د همدې کار امر کړی دی.

هغو قربانیانو چې سیاسي مخالفینو ته یې د زیان رسولو او یا وژلو څخه یې انکار کړی و یا یې له بندیانو سره خواخوږي ښودلې وه، په محکمه کې شهادت ورکړ چې د شکنجې بېلابېل ډولونه یې لیدلي او زغملې دي.

د بېلګې په توګه، ساتونکو به بندیان د چت په پایپونو کې له لاسونو څخه ځوړندول او بیا یې د اوږدې مودې لپاره په سوکانو او کیبلونو وهل او ټکول. یو قرباني ویلي چې کله به یې د څو ورځو لپاره ځوړند ساته، داسې احساس به یې کاوه لکه چې لاسونه او پښې به یې له بدنه جلا شوي وي.

الشیخ په ۲۰۲۰ کال کې متحدو ایالتونو ته راغی، وروسته له دې چې د امریکا د ویزې په غوښتنلیک کې یې د زندان دننه د خپلې ترسره کړې او امر شوې شکنجې او تاوتریخوالي په اړه دروغ ویلي او حقایق یې پټ کړي وو. همدارنګه ثابته شوه چې هغه وروسته هم د امریکا د تابعیت په غوښتنلیک کې خپل ماضي پټ کړی او درواغ یې ویلي دي.

الشیخ د شکنجې په دریو مواردو او د شکنجې د دسیسې په جرم کې د هر مورد لپاره تر ۲۰ کلونو پورې د بند له اعظمي سزا سره مخ دی، او د کډوالۍ په دوسیه کې د درغلۍ او د تابعیت د ترلاسه کولو د هڅې په جرمونو کې، د اړوندو قانوني لارښودونو او نورو عواملو له مخې د هر مورد لپاره تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا هم ور ته ټاکل کېدای شي.

د کالیفورنیا د مرکزي حوزې د امریکا څارنوال بیل اسایلي وویل: «زموږ هېواد د مجرمینو لپاره پناه ځای نه دی — په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د دې تورن په څېر یې پر خپلو قربانیانو داسې ظلم کړی وي.»

XS
SM
MD
LG