Accessibility links

Breaking News

د شمالي کوریا پر وړاندې له بندیزونو څخه د سرغړوونکو پر ضد قانوني اقدام

د بوسنیا یو تبعه د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا د بندیزونو او د وسلو د صادراتو د قوانینو د سرغړونې په جرم تر اعتراف وروسته په فدرالي زندان کې په ۶۰ میاشتو بند محکوم شوی دی.

دغه کس د اوږد واټن توغندی نه، بلکې د اوږې پر سر د لېږد وړ هوايي دفاعي توغندیو، چې د الوتکو ضد وسلې دي، د پلور د منځګړیتوب او د معاملې د هڅو په تور محکوم شوی دی.

د نیو مکسیکو ایالت لپاره د امریکا د فدرالي څارنوالۍ لومړي مرستیال، رایان الېسن، ویلي، که هغه کسان چې په قصدي ډول د امریکا له بندیزونو سرغړونه کوي، له پایلو سره مخ نه شي، نو دغه بندیزونه به ډېر اغېز ونه لري.

نوموړي زیاته کړې چې تورن کس په یوې نړیوالې معاملې کې مرسته کړې وه چې د امریکا د قانون له مخې منع وه، او دا سزا د هغه د ونډې په تړاو هغه سره حساب او کتاب تضمینوي.

د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې یا (HSI) د ایل پاسو څانګې سرپرست ځانګړي استازي، رایان جي مکرې، ویلي هغه کسان چې د پوځي وسلو د ناقانونه قاچاق لپاره د امریکا د صادراتو محدودیتونه او نړیوال بندیزونه په قصدي ډول ماتوي- د امریکا ملي امنیت او نړیوال ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.

د محکمې د اسنادو له مخې، ۴۳ کلن ساشا میڅېف، چې د بوسنیا تبعه او د وسلو نړیوال سوداګر دی، په نیو مکسیکو کې له یوه همکار او نورو کسانو سره په ګډه هڅه کړې وه چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا د مالیې وزارت محدودیتونه مات کړي.

دوی غوښتل پرته له دې چې د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر اړین جوازونه او اجازه ترلاسه کړي، د شمالي کوریا څخه د (SA-18 ایګلا) په نوم د اوږې پر سر د لېږد وړ ځمکې څخه هوا ته توغندي واخلي.

د ۲۰۲۰ کال په څو مواردو کې، میڅېف او د هغه همکار په ناقانونه توګه ددغو توغندیو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کړې وې. میڅېف د وسلو د بیو په اړه معلومات ورکړي، د جعلي اسنادو له لارې د وسلو د ترلاسه کولو په هڅو کې یې برخه اخیستې او لدې سره سره یې د توغندیو د پېرلو هڅې کړې وې چې دغه ډول معاملې د امریکا او نړیوالو قوانینو له مخې منع دي.

د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې، میڅېف او د هغه همکار د توغندیو د معاملې د نهايي کولو لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته سفر وکړ. خو د شمالي کوریا له لوري سره د بیې پر سر د اختلاف له امله معامله ترسره نه شوه.

میڅېف د نړیوال بیړني اقتصادي واک د قانون (IEEPA) او د شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو د مقرراتو څخه د سرغړونې په تور خپل جرم منلی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د شمالي کوریا د رژیم پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو پلي کولو ته ژمن دي او هغه کسان چې دغه بندیزونه ماتوي، د خپلو کړنو له امله به د ناوړه عواقبو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG