Accessibility links

Breaking News

د کیوبا د رژیم سره د ناوړه کړنو په اړه حساب او کتاب

د امریکا د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د کیوبا رژیم له اوږدې مودې راهیسې په متحده ایالتونو کې د یوې پراخې تخریبي شبکې ملاتړ کړی چې موخه یې د مخالفو او افراطي کړیو پېژندل، روزل او افراطيت ته هڅول دي. ویل کېږي چې دغه فعالیتونه اکثرآ د تعلیمي یا کلتوري تبادلو تر نامه لاندې ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې ویلي، چې د کیوبا رژیم په دې وروستیو کې هڅه کړې د کمونیست مشر او پخواني واکمن فیدل کاسټرو د سلمې کلیزې له فرصت څخه په استفادې خپله دغه شبکه بېرته فعاله کړي. د هغه په وینا، رژیم د نړیوالو ملاتړو یوه نوې ډله هاوانا ته انتقال کړې، څو د کیوبا له چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي.

روبیو ویلي: «د ټرمپ حکومت به په داسې حال کې به چوپه پاتې نه شي چې یو متخاصم بهرنی ځواک هڅه کوي زموږ له آزادیو ناوړه ګټه واخلي او امریکايي اتباع د دروغو، جاسوسي تخنیکونو او نورو ناوړه کړنو له لارې وغولوي او فاسد یې کړي.»

روبیو د ولسمشر ټرمپ د مې د لومړۍ نېټې د اجرائیوي فرمان له مخې، چې په کیوبا کې د متحده ایالاتو ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته د ګواښونو مسؤل کسان په نښه کوي، د کیوبا د «خلکو سره د دوستۍ انسټیټیوټ» یا ICAP) ( درې مشران د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

په دغو کسانو کې د ICAP مشر فرناندو ګونزالېس یورت هم شامل دی. یورت یو محکوم شوی کیوبايي جاسوس دی چې د «واسپ شبکې» په نوم د یوې پراخې غیرقانوني جاسوسي شبکې د فعالیتونو له امله یې په متحده ایالاتو کې ۱۵ کاله بند تېر کړی و. د راپور له مخې، نوموړي کیوبا ته له ستنېدو وروسته هم د متحده ایالاتو د بې‌ثباته کولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

وزیر روبیو نهه ادارې هم د بندیزونو په نوملړ کې شاملې کړې، چې د کیوبا د ساختماني چارو وزارت هم پکې شامل دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دغه ادارې د اقتصاد د مهمو برخو د کنټرول له لارې د کیوبا د رژیم ځپونکي سیستم سره مرسته کوي.

روبیو ویلي، دغه اقدامات دا څرګندوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت به د کیوبا د رژیم هغه هڅې ونه زغمي چې د خپلو ځپونکو فعالیتونو لپاره مالي سرچینې برابروي او یا د امریکا ضد تخریبي فعالیتونو له لارې خپل اوږدمهاله کمپاین ته دوام ورکړي.

دا اقدامات د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر اجرائیوي فرمان هم ولاړ دي، چې پکې ویل شوي چې د کیوبا د حکومت سیاستونه، کړنې او تګلارې د متحده ایالتونو ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته «یو غیرمعمولي او فوق‌العاده شدید ګواښ» جوړوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د کیوبا حکومت د هغو هېوادونو، نړیوالو ترهګرو ډلو او نورو ناوړه لوبغاړو ملاتړ کوي چې غواړي متحده ایالتونو ته زیات ورسوي.

د امریکا د حکومت په بیان کې ادعا شوې چې د کیوبا رژیم د روسیې، چین، ایران، حماس او حزب‌الله په ګډون له یو شمېر هغو هېوادونو او ډلو سره مرسته کوي چې واشنګټن یې مخالف یا ترهګر ګڼي.

د متحده ایالتونو د حکومت په وینا، کیوبا له اوږدې مودې راهیسې په لویدیځه نیمه کره کې خپلو مخالفینو ته دفاعي، استخباراتي او امنیتي مرستې برابرې کړې او هڅه یې کړې چې د امریکا او نړیوالو بندیزونو مخه ونیسي.

په بیان کې پر کیوبا د سیاسي مخالفینو د ځپلو او شکنجې، د بیان او د رسنیو د آزادۍ د محدودولو، له اقتصادي ستونزو څخه د شخصي ګټې اخیستنې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو تورونه هم لګېدلي دي.

متحده ایالتونه وايي، د کیوبا د کمونیستي رژیم د دغو کړنو پر وړاندې د زغم کچه صفر ده او حکومت به یې د خپلو «ناوړه کړنو او اړیکو» په اړه حساب ورکولو ته اړ کړي. واشنګټن په ورته وخت کې وايي چې د یوه آزاد او دیموکراتیکې ټولنې لپاره د کیوبا د خلکو د هیلو ملاتړ ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG