د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د خپلې هغې ژمنې د عملي کولو په حال کې دی چې امریکا ته د ناقانونه کډوالۍ، د مخدره موادو د قاچاق او د غیرقانوني وارداتو مخه به نیسي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) او د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې (CBP) د جون په ۱۹مه اعلان وکړ چې د پرلهپسې دیارلسو میاشتو لپاره د امریکا په پولو کې د ناقانونه او بې اسنادو کډوالو شمېر صفر ته رسېدلی دی.
چارواکي وایي دا د سرحدي تګ راتګ د کمېدو یو بېساری ریکارډ بلل کېږي.
د کورني امنیت وزارت په وینا، د " صفر پریښودو یا هیڅ نه پرېښودو" د اصطلاح معنا دلته دا ده چې هغه کسان چې په ناقانونه توګه د امریکا پولو ته رسېږي، هېواد ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي. پر ځای یې د سرحدي ساتنې ځواکونه هغوی نیسي او خپلو هېوادونو ته یې بېرته استوي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک وین مولین وایي، "د پرلهپسې دیارلسو میاشتو لپاره له پولو څخه د خوشې شویو کسانو د ننوتونکو شمېر صفر ته ټیټ شوی دی. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې موږ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خوندي سرحد رامنځته کړی دی."
هغه زیاته کړه چې د ناقانونه کډوالو د نیولو او بیا خوشې کولو پخوانۍ تګلاره پای ته رسېدلې او اوس د امریکا قوانین په جدي توګه پلي کېږي.
امریکایي چارواکي وایي چې د روان کال د مې میاشتې پر مهال هم د ناقانونه سرحدي اوښتنو شمېر په تاریخي ډول ټیټ پاتې شوی دی.
د سرحدي ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، د امریکا د سوېل لوېدیځې پولې په اوږدو کې د مې په میاشت کې شاوخوا لس زره کسان نیول شوي، چې د پخوانۍ ادارې د میاشتني اوسط په پرتله ۹۴ سلنه کموالی ښيي.
چارواکي وایي دا شمېر دومره کم دی چې د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې یوازې د درې ورځو له نیونو سره برابرګڼل کیږي.
د امریکا حکومت همدارنګه وایي چې د روان مالي کال له پیل څخه تر مې میاشتې پورې د مخدره موادو د نیولو کچه د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۵۶ سلنه لوړه شوې ده.
د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې په وینا، د مې په میاشت کې ۲۴۷ هغه بار وړونکي محمولې هم درول شوې چې ارزښت یې له ۴۴ میلیونه ډالرو څخه زیات و او د اجباري کار د قوانینو د سرغړونې شک هم پرې کېده.
چارواکي زیاتوي چې په همدې موده کې شاوخوا دوه میلیونه جعلي توکي هم ضبط شوي چې ارزښت یې له ۴۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیات دی.
د امریکا د ګمرکونو او سرحدي ساتنې ادارې کمیشنر راډني سکاټ وایي: "دا لاسته راوړنه او د ناقانونه سرحدي اوښتنو تاریخي او بیساری کمښت زموږ هغه ژمنه په ډاګه کوي چې غواړو تل د هېواد امنیت خوندي وساتو. زموږ د پولو د امنیت، د مخدره موادو د مخنیوي او د سوداګریزو قوانینو د پلي کولو تګلارې اغېزمنې ثابتې شوې دي."
هغه زیاته کړه چې دغه بریاوې د ولسمشر ټرمپ او د کورني امنیت د وزیر د رهبرۍ او ملاتړ له امله ممکنې شوې دي.