ولسمشر دونالډ ټرمپ تازه په واشنګټن ډي سي کې د سولې د بورډ د افتتاحیه غونډې کوربتوب وکړ. دا بورډ په غزې کې د جګړې د ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ مادو د پلان د یوې برخې په توګه رامنځ ته شوی.
په غونډې کې ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې اعلان وکړ چې قزاقستان، اذربایجان، متحدو عربي اماراتو، مراکش، بحرین، قطر، سعودي عربستان، اوزبیکستان او کویټ د غزې سره د مرستو لپاره اوه میلیارد ډالر همکاري کړې ده.
اندونیزیا، مراکش قزاقستان، کوزوو او البانیا ژمنه وکړه چې د غزې د ثبات ځواک ته به سرتېري استوي او مصر او اردن د پولیسو د روزلو ژمنه کړې ده.
په لومړي قدم کې به دا سرتېري د اسرائيل تر کنترول لاندې د رفح لوی ویجاړ شوي ښار ته استول کېږي، متحده ایالتونه هیله لري چې دغلته به د بیا رغوونې هڅې ژر پیل شي.
د ثبات د نوي جوړ شوي ځواک مشر تورن جنرال جاسپېر جیفریس وویل دغه پلانونه د غزې لپاره ۱۲۰۰۰ پولیسو او ۲۰۰۰۰ سرتېرو غوښتنه کوي. جیفریس وویل: «په دغو لومړیو ګامونو سره به موږ امنیت راولو چې غزه ورته د یوې ښېرازې راتلونکې او دوامدارې سولې لپاره اړتیا لري.»
د سولې د پلان دویمه حیاتي برخه د حماس د بې وسلې کېدو غوښتنه کوي. ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ چې د دې کار د نه کولو په صورت کې به دا ډله «له شدید چلند» سره مخامخ شي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې ګواښونه لوي دي. «د غزې لپاره دویم پلان نه شته. دویم پلان بېرته جګړې ته ستنېدل دي. دلته هېڅوک هم دا نه غواړي. اول پلان د وړاندې تګ لپاره یوازینې لاره ده چې غزه د دوامدارې او ثابتې سولې سره یو ځای بیا رغوي، چې هر څوګ په کې له یو بل سر څنګ په څنګ ژوند وکولای شي او هېڅکله بیا تاوتریخوالي، جګړې، بشري کړاو او ویجاړتیا ته د بیا ورګرځېدو اندېښنه ونه لري.»
متحده ایالتونه تهران ته هم خبرداری ورکوي چې که د اتومي وسلو نه لاس په سر نه شي، له بالستیک میزایلو څخه لاس وا نخلي او د حماس او حزب الله په څېر د افراطي نیابتي ډلو مالي حمایت پرې نږدي، د امریکا له پوځي اقدام سره به مخامخ شي.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ: «هغوي نه شي کولای چې د ټولې سیمې ثبات ته ګواښ روان وساتي او هغوی باید یو توافق وکړي... او که یې ونه کړي، بد څه به پېښ شي.»
ولسمشر ټرمپ وویل: «د سولې بورډ دا ثابته کړه چې یوازې هېوادونه نه سره راټولوي، بلکې له وسائیلو او واقعي حل لارو چارو څخه هم کار اخلي او عملي کوي يي.»
« موږ یوه بڼه وړاندې کوو چې څنګه مسؤل خپلواک هیوادونه کولی شي په خپلو سیمو کې د ستونزو سره د مقابلې لپاره د مسؤلیت په منلو همکاري وکړي. د سولې بورډ دا څرګندوي چې یوه غوره راتلونکې څنګه جوړېدای شي.»
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه به د سولې له بورډ سره د ۱۰ میلیارد ډالرو په مرستې د خپلې همکارۍ برخه ادا کړي.
«موږ په ګډه کولای شو داسې سیمې ته چې له پېړیو راهېسې جګړې، کړاو او تباهۍ ځپلې، تلپاتې همغږۍ ته د رسېدو هیله پوره کړو.»