د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د استازولۍ مرستیالې سفیرې ټامي بروس وویل، د ایران حکومت لا هم په خلیج کې خپلو ګاونډیانو ته ګواښونه کوي او په سیمه کې د سولې د هڅو د کمزوري کولو هڅه کوي.
د جولای په ۳مه، د ایران یوه الوتکه له تهران څخه د یمن پلازمېنې صنعا ته چې د حوثي وسلهوالو تر کنټرول لاندې دی ورسېده.
د امریکایي چارواکو په وینا، د دې الوتنې هدف د ایران سپاه پاسداران انقلاب د غړو لېږدول وو څو د حوثي وسلهوالو د فعالیتونو ملاتړ وکړي، که څه هم دا الوتنه د حوثي چارواکو د یوه پخواني مشر د جنازې مراسمو ته د تګ په نوم ترسره شوې وه.
سفیرې بروس خبرداری ورکړ، "دا ډول ملاتړ حوثیانو ته توان ورکوي چې د یمن خلک وځوروي او په سرې بحیرې او شاوخوا اوبو کې د تګ راتګ ازادي له ګواښ سره مخ کړي."
هغې وویل، دا اقدامات د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پرېکړهلیک څخه سرغړونه څرګندوي چې حوثیانو ته د وسلو، پوځي تجهیزاتو، تخنیکي مرستو، روزنې او نور ملاتړ انتقال منع کوي.
امریکا وايي، د ایران له لوري د دغو سرغړونو اوږد ریکارډ یې څو ځله رابرسیره کړی دی.
د نږدې یوې لسیزې راهیسې، حوثیانو، د ایران په مرسته د پوځي وړتیاوو د زیاتېدو نښې ښودلې دي. د امریکا په وینا دا پرمختګ ښيي چې حوثیانو د وسلو له بندیز څخه په سرغړونې له بهرنیو سرچینو ملاتړ ترلاسه کړی دی.
سفیرې بروس زیاته کړه چې ایران د امنیت شورا د ۲۸۱۷ پرېکړهلیک له غوښتنو هم سرغړونه کړې، هغه پرېکړه چې له ایران څخه غواړي خپل بریدونه ودروي.
د امریکا په وینا، د ایران حکومت د خپلو ګاونډو او سمندري تګ راتګ پر وړاندې، هم په مستقیم ډول او هم د خپلو متحدو ډلو له لارې، بریدونو ته دوام ورکړی دی.
تېره اوونۍ ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله د عمان د سیمې په اوبو کې پر درېیو ملکي سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړل، چې د نړیوال قانون خلاف عمل بلل کیږي.
امریکایي چارواکي وايي احتمال و چې پدغو بریدونو کې سمندري کارکوونکو ته مرګ ژوبله ور واوړي او د چاپېریال لپاره یې هم د پام وړ زیان رامنځته کولی شو. په یوه برید کې د قطر د مایع طبیعي ګاز یوې لېږدونکې بېړۍ اور واخیست او د هرمز په تنګي کې یې د بېړیو تګ راتګ له لا زیات ګواښ سره مخ کړ.
د جولای په ۱۱مه ایران د متحده عربي اماراتو پر لور روانه یوه کانټینري بېړۍ هم وویشتله، چې د یوه هندي وګړي د ورکېدو راپور هم ورکړ شوی دی.
امریکا وايي، په تېره اوونۍ کې ایران پر بحرین، اردن، کویټ، عمان، قطر او متحده عربي اماراتو هم د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.
سفیرې بروس وویل: "دا بریدونه د منلو وړ نه دي. دا قصدي پارونې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مې میاشتې له ډیپلوماتیک پرمختګ سره په ټکر کې دي."
د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم لیک له مخې، امریکا به پوځي اقدامات وځنډوي او ایران به له ګواښونو او د زور له کارولو ډډه کوي. خو د امریکا په وینا، ایران څو ځلي د دې تفاهم لیک له شرطونو څخه سرغړونه کړې ده.
امریکا وايي، په یوازې ځان به دا تفاهم لیک عملي نه کړي. د واشنګټن په وینا، که ایران پر بېړیو برید وکړي، امریکا به سمدستي په پوره قوت ورته ځواب ورکړي.
امریکا ویلي چې د خلیج له خپلو شریکانو او د یمن له خلکو سره د ایران په ملاتړ د حوثي وسلهوالو د ګواښ پر وړاندې دریږي.
امریکا ژمنه کړې چې د امنیت شورا له غړو سره به کار ته دوام ورکړي، څو د بندیزونو په ګډون له ټولو موجودو وسیلو څخه د یمن د شخړې د سولهییز حل او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره کار واخیستل شي.