Accessibility links

Breaking News

د سولې په راوستلو کې د ایران ناکامي د امریکا سمندري محاصرې ته لاره هواره کړه

د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د اوربند خبرې اترې چې د پاکستان په اسلام‌اباد کې ترسره شوې، پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېدې. د ۲۱ ساعتونو خبرو اترو وروسته، د امریکا مرستیال ولسمشر او د مرکچي پلاوي مشر جي ډي وینس وویل: «موږ له ایرانیانو سره یو شمېر مهمې او جدي خبرې کړې دي. دا ښه خبر دی. خو بد خبر دا دی چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو.»

مرستیال ولسمشر وینس وویل، دا «د ایران لپاره ډېر بد خبر دی تر هغه چې د امریکا د متحده ایالتونو لپاره وي.»

هغه زیاته کړه: «موږ تل روښانه کړې چې زموږ سرې کرښې څه دي، په کومو موضوعاتو کې موږ چمتو یو چې [د ایران رژیم] سره انعطاف وښیو، او په کومو موضوعاتو کې هېڅ ډول انعطاف نه شو کولی.»

وینس وویل: «موږ دیته اړتیا لرو چې داسې یوه واضحه ژمنه ووینو چې دوي نور د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.»

هغه زیاته کړه: «خو هغوی زموږ شرطونه ونه منل.»

د ایران سره د اوربند یوه بنسټیزه برخه دا وه چې د هرمز تنګي به په بشپړه توګه د کښتیو د تګ راتګ لپاره پرانستل کېږي. خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، «هغوی په قصدي ډول دا کار ونه کړ.»

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «دې کار د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او خلکو کې اندېښنه، ګډوډي او درد رامنځته کړ. هغوی وایي چې په اوبو کې یې ماینونه ایښي دي، سره له دې چې د دوی سمندري ځواک او ډېری د ماین ایښودونکي وسایل له منځه وړل شوي دي. کېدای شي دا کار یې کړی وي، خو د کښتۍ کوم مالک به وغواړي چې دا خطر په ځان ومني؟»

په ځواب کې، ولسمشر ټرمپ د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنتکام) ته امر وکړ چې د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه د ایران بندرونو ته د داخلېدونکو او وتونکو ټولو کښتیو د سمندري تګ راتګ پر وړاندې بندیز عملي کړي. دا بندیز به په بې پرې ډول، د عرب خلیج او د عمان خلیج ټولو ایراني بندرونو په شمول، د ټولو هېوادونو پر هغو کښتیو تطبیق شي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته داخلېږي یا ترې ووځي.

د پاملرنې وړ دا ده چې د (سېنتکام) ځواکونه به د هغو کښتیو د تګ راتګ خنډ نه ګرځي چې د هرمز له تنګي څخه د غیر ایراني بندرونو پر لور ورځي او یا هم ترې راځي.

د امریکا سمندري ځواک به د هغو ماینونو له منځه وړل پیل کړي چې ایران په تنګي کې ایښي دي. ولسمشر ټرمپ همدارنګه سمندري ځواک ته لارښوونه وکړه چې په نړیوالو اوبو کې هره هغه کښتۍ وپلټي او ودروي چې ایران ته یې مالیه ورکړې وي.

هغه اعلان وکړ: «هیڅ څوک چې ناقانونه مالیه ورکوي، په نړیوالو اوبو کې به خوندي تګ راتګ ونشي کړای.» دا د سمندرونو د ازادۍ لپاره د امریکا هغه ژمنتیا ده چې قدامت یې د ولسمشر توماس جیفرسن او د بربري سمندري غلو تر وخته پورې رسېږي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې هر هغه ایراني چې د امریکا سمندري ځواک یا پر سوله‌ییزو کښتیو ډزې وکړي، «نابوده به کړای شي!»

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړه، نهایي هدف هماغه دی: «ایران به هېڅکله اټومي وسله ونه لري.»

XS
SM
MD
LG