Accessibility links

Breaking News

د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د ناقانونه تمویل د بندولو وخت رارسېدلی

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سیاسي چارو یوه استازې، جنیفر لوسېتا
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سیاسي چارو یوه استازې، جنیفر لوسېتا

نږدې دوه کاله مخکې، د روسیې له لوري ویټو د ۱۷۱۸ مې کمېټې د کارپوهانو بحث لغوه کړ او په دې سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا او غړو هېوادونو د شمالي کوریا (د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت) په اړه د بندیزونو د سرغړونو خپلواک او باوري راپورونه له لاسه ورکړل.

د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا استازې، جنیفر لوسېتا وویل: «روسیې دا کار د یوه مهم دلیل لپاره وکړ: تر څو خپلې سرغړونې له څارنو څخه پټې وساتي.»

د «اوپن سورس سنټر» په نوم مرکز څخه خپلواک کارپوهان د دې خلا ډکولو ته راوتلي او د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د تېښتې او سرغړونو په اړه خپلې څارنې ته دوام ورکوي.

وروستي معلومات چې امنیت شورا ته وړاندې شوي، «نه انکارېدونکي» دي.

سفیرې لوسېتا وویل: «بېړۍ د شمالي کوریا په بندرونو کې د دې هېواد سکاره او اوسپنه باروي او بیا نورو ځایونو ته، په ځانګړي ډول چین ته یې لېږدوي، چې دا د شورا له پرېکړه‌لیکونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»

هغې زیاته کړه: «راځئ دا خبره روښانه کړو: په ۲۰۱۷ کال کې دې شورا د ۲۳۷۱ شمیره پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په ښکاره ډول یې د شمالي کوریا د سکرو، اوسپنې او ډبرو صادرات منع کړل. د دې صادراتو عواید په مستقیم ډول د دې هېواد ناقانونه اټومي وسلو او بالستیک توغندیو پروګرامونو ته مالي تمویل برابروي.»

سفیرې لوسېتا خبرداری ورکړ: «هر ټن سکاره چې پر دې بېړیو بارېږي، هر بار چې بهرنیو بندرونو ته رسېږي، او هر ډالر یا ین چې بېرته پیونګ‌یانګ ته رسیږي، شمالي کوریا یو بل ګام د نړۍ د اټومي ناورین ګواښ ته نږدې کوي. دا یوه ساده کوچنۍ اندېښنه نه ده، بلکې د نړیوالې سولې او امنیت له جدي ګواښونو څخه یوه ګڼل کیږي.»

د «اوپن سورس سنټر» مطالعاتي مرکز موندنې هغه څه تاییدوي چې متحدو ایالتونو له میاشتو راهیسې تعقیب کړي دي. سفیرې لوسېتا وویل: «موږ دا بېړۍ پېژندلې دي، د هغوی لارې معلومې دي، او چلونکي یې هم پېژنو. موږ به چوپ پاتې نه شو څو دوي پرته له مجازاتو خپل فعالیت وکړي.»

متحده ایالتونه پلان لري چې دا پېژندل شوې بېړۍ د ۱۷۱۸ شمیرې کمېټې ته د بندیز لپاره وړاندې کړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د تطبیق څارنه کوي.

هغې وویل: «موږ لدې کمېټې غواړو چې پرته له ځنډه اقدام وکړي او د هغو په ګډون چې موږ یې څو میاشتې مخکې هم وړاندیز کړي وو ټولې هغه بېړۍ چې په دې قاچاقي فعالیتونو کې ښکېلې دي، په بندیزونو کې شاملې کړي.»

سفیرې لوسېتا خبرداری ورکړ: «که د امنیت شورا ځینې غړي دا سرغړونې له پامه وغورځوي، نو دا به یو شعوري تصمیم وي او هغه دا چې دوي د شمالي کوریا د اټومي پروګرام ملاتړ کوي.»

هغې وویل: «متحده ایالتونه به داسې انتخاب ونه کړي. موږ به سرغړوونکي نورو ته ور وپېژنو، د بندیز لپاره به یې ونوموو او له خپلو شریکانو سره به کار وکړو څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی د سرغړونی په صورت کې د عواقبو سره مخ کېږي، که د دې شورا له لارې وي او یا هم له نورو لارو.»

سفیرې لوسېتا وویل چې ناقانونه اټومي وسلې او بالستیک توغندي د کوریا ټاپووزمې، هند-پسیفیک سیمې او ټولې نړۍ لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

هغې وویل: «دا شورا د همدې ډول ګواښونو د حل لپاره رامنځته شوې ده. اوس وخت دی چې خپل اصلي کار ترسره کړو.»

XS
SM
MD
LG