تېره اوونۍ کله چې متحدو ایالتونو د ارتمس ۲ فضایي بېړۍ په بریالیتوب سره د فلوریډا د کیپ کاناورال فضايي مرکز څخه وتوغوله، سپوږمۍ ته د انسانانو د بېرته ستنېدو دپاره لوي ګام اوچت کړ څو دا ژمنه د نوښت او اکتشاف زرین عصر په مټ پوره کړي.
د توغولو نه څو شیبې مخکې د ماموریت مشرې چارلي بلکویل-تامپسن وویل: «په دې تاریخي ماموریت کې، تاسو د آرتیمیس دوه د ټیم زړه، د امریکايي خلکو زړورتیا، زموږ د نړیوالو شریکانو روحیه، او د یوه نوي نسل هیلې او خوبونه له ځان سره وړئ». «ښه بخت ولرئ، ارتېمیس دوه، خدای مو مل ش! راځئ چې پیل یې کړو.»
د تېرو ۵۰ کلونو وروسته دا لومړی لس ورځنی ماموریت دی چې فضانوردان د ناسا د فضایي ادارې په یوې فضايي بېړۍ کې د سپوږمۍ شاوخوا راګرځي.
تمه کېږي چې د ارتیمیس دوه فضایي ماموریت چې یو کاناډایی او درې امریکایان پکې شامل دي، د (اپولو ۱۳) په نوم د پخواني ماموریت ریکارډ مات کړي چې په ۱۹۷۰ کال کې یې ۲۴۸.۶۵۵ مایله لوړې ارتفاع یې الوتنه کړې وه.
کله چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ عملې ته د بریالي توغولو د مبارکۍ پر مهال وویل: «دا به تر بل هر هغه راکټ چې انسانان هم لېږدوي، ډېر واټن ووهي »
دا فضایي پرواز د ناسا د ادارې له خوا د هڅو یوه مخکښه ابتدایي مرحله ده څو وکړای شي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې امریکایان بیا د سپوږمۍ سطحې ته واستوي.
دا هدف د ولسمشر ټرمپ د دسمبر د اجرائیوي فرمان چې «د امریکا د فضايي برلاسۍ تضمین» نومیږي یوه برخه ده، څو د فضایي چارو او ماموریتونو په سپړنې، امنیت او سوداګرۍ کې د امریکا پر مشرتابه ټینګار کوي او غواړي د سپوږمۍ پر سطحې یوه دایمي اډه جوړه کړي.
د ناسا مشر، جیرډ ایساکمن وویل: "د ناسا اداره ژمنه ده چې یو ځل بیا یو نږدې ناممکن کار ترسره کړي چې هغه د ولسمشر ټرمپ د دورې تر پای مخکې سپوږمۍ ته د امریکاییانو بېرته ستنېدل، او هلته د اډې جوړول، د دوامدار شتون رامنځته کول او ددې موخې دپاره د نورو اړینو کارونو کول دي څو د فضا په برخه کې د امریکا مشرتابه یقیني کړي،"
ناسا پلان لري چې د سوداګریزو، بیا کارېدونکو تجهیزاتو څخه زیاته ګټه واخلي څو سپوږمۍ ته ماموریتونه ډېر، منظم او ارزانه کړي. په پیل کې هدف دا دی چې د هرو شپږو میاشتو نه وروسته ناسته ترسره شي، څو تر ۲۰۳۰ کاله پورې اډه جوړه کړاي شي.
د ناسا اداره همدارنګه پلان لري چې د ۲۰۲۸ کال نه مخکې مریخ ته هم لومړنی اټومي ځواک لرونکی، بین السیارهیي فضايي بېړۍ واستوي.
د ایساکمن په وینا دغو او نورو هڅو ته «ملي اړتیا» لیدل کیږي. هغه وویل: «د سترو ځواکونو پدې سیالۍ کې وخت پر مخ ځي او بریا یا ناکامي به په میاشتو کې اندازه کېږي، نه په کلونو کې،» هغه زیاته کړه: «که موږ د ناسا بېسارې سرچینې د ملي فضايي پالیسۍ پر اهدافو متمرکزې کړو، بېځایه خنډونه لرې کړو او د خپل هېواد او متحدینو کاري او صنعتي ځواک فعاله کړو، نو سپوږمۍ ته بېرته ستنېدل او هلته د اډې جوړول به د هغو کارونو په پرتله ډېر کوچنی ښکاره شي چې موږ به یې په راتلونکو کلونو کې ترسره کوو.»
ولسمشر ټرمپ د آرتیمیس دوه د ماموریت په پیل کې د فضانوردانو په اړه وویل: « هغوي پر لارې دي او خدای دې ورسره وي،»
هغه زیاته کړه: «دا ډېر زړور خلک دي. خدای دې پر دغو څلورو بېسارو فضانوردانو رحم وکړي.»
د نوښت او اکتشاف د زرین عصر پیل