Accessibility links

Breaking News

یو کس هم تر شا نه پرېښودل کېږي- د ژغورنې تاریخي ماموریت

د ایستر په اونۍ کې د امریکا د اف-۱۵ جنګي الوتکې د دوو پیلوټانو، چې جټ الوتکه یې د حماسي غضب عملیاتو کې د برخې اخیستو په مهال د دښمن په قلمرو کې دننه لوېدلې وه، د ژغورنې زړور ماموریت ترسره شو. د الوتکې پیلوټان له الوتکې څخه وتلي او د ایران په خاورې کې ژوندي ښکته شوي وو.

ولسمشر ټرمپ پرېکړه وکړه چې د متحدو ایالتونو وسله والو ځواکونو ته امر وکړي چې امریکا ته د دغو زړورو جنګیالیو د بېرته ستنولو لپاره هر څه چې ضرور وي، وکړي. هغه وویل چې دا یوه خطرناکه پرېکړه وه. «خو د متحدو ایالتونو په پوځ کې موږ یو کس هم تر شا نه پرېږدو.»

په څو ساعتونو کې، متحدو ایالتونو ۲۱ پوځي الوتکې د غلیم فضا ته واستولې، ډېرو یې ټېټ پروازونه کول او ډزې پرې کېدې.

د ژغورنې او پلټنې ځواکونو په لومړۍ څپې کې په بریالیتوب سره د اف-۱۵ د پیلوټ موقعیت پیدا کړ او په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو جنګیالي په ډېر کم واټن له ډزوسره مخامخ و، څرخي الوتکې د دښمن له قلمرو څخه دا پیلوټ راوایست.

په همدې حال کې دویمه عمله له پیلوټ څخه په لېرې او پام وړ واټن کې ښکته شوې وه. هغه ژوبل شوی و او په داسې یوې سیمې کې ګېر پاتې و چې د اسلامي انقلابي ګارد ترهګر په کې وو. له خطر سره سره، دغه افسر د خپلې روزنې څخه په ګټې اخیستو یوې لوړې ته ختلی و چې ونه نیول شي.

د جګړې وزیر پټ هګسیت وویل: «کله چې هغه وکولی شول د خپل بېړني وضعیت ټرانسپانډر(آله) فعال کړي، د هغه لومړی پیغام ساده او قوي و.» هغه یو پیغام انتقال کړ: «خدای ښه دی. د یوازيتوب او خطر په دغه حالت کې د هغه عقیدې او د مبارزې روحیې څرک وهلی و.»

د ژغورنې په دویم ماموریت کې ۱۵۵ الوتکې وې، چې ۶۴ یې جنګي، ۴۸ یې تېل ورکونکي ټانکرونه، ۱۳ د ژغورنې او نور په کې وې.

وزیر هګسیت وویل: «د مهارت او دقت، وژونکې وړتیا او ځواک په دغې په زړه پورې نندارې کې امریکایي پوځیان سیمې کې ښکته شول... له دښمن سره مخامخ شول، اېسار شوی افسر یې وژغوره، ټول ګواښونه یې له منځه یوړل او د ایران له قلمرو څخه داسې راووتل چې هېڅ ډول تلفات یې نه لرل.»

سي ای اې د دغه هواباز د موقعیت په موندلو کې مهمه ونډه لرله، هم یې بشري سرچېنې او هم یې داسې فوق العاده تکنالوژي واستوله چې په نړۍ کې بل هېڅ استخباراتي اداره یې نه لري. سي ای اې همدغه راز د هغو ایرانیانو د غولولو لپاره، چې د متحدو ایالتونو د دغه هوا باز په لټه وو، غولوونکی کمپاین اجرا کړ.

وزیر هګسیت ژغورل شویو هوا بازانو او کورنیو ته وویل: «کور ته په خیر راغلی. ستاسو زړورتیا او زغم او د طوفان په منځ کې د ایمان خاموشه څرګندتیا موږ ټولو ته الهام بخښي. خدای هره ورځ ښه دی.»

«زموږ دښمنانو ته چې له تهران څخه موږ ګوري، دا څرګند پیغام ورکوم. د متحدو ایالتونو پوځ زموږ د ژغورنې او ماموریت د بشپړتیا لپاره هرځای ته او په هر وخت کې ځي.»

د وسله والو ځواکونو لوی عمومي درستیز دن کین وویل: «دغه دوه عملیاتونه زموږ سرتیرو ته زموږ د ولس د تر ټولو سپېڅلي وجیبې څرګندونه ده.» «موږ هېڅ کس تر شا نه پرېږدو. او د ازموږ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د اول حقیقت عالي تصویر وړاندې کوي.- چې خلک تر وسایلو ډېر مهم دي. زموږ همدا معیار دی او د ژغورنې ځانګړي ځواکونه چې دا ماموریتونه ترسره کوي، یو څرګند شعار لري: موږ دا کارونه ترسره کوو چې نور ژوند وکړي.»

XS
SM
MD
LG