"بېعدالتي هر ځای چې وي، د عدالت لپاره ګواښ دی." دا په امریکا کې د مدني حقونو د نامتو مبارز، فقید مارټن لوتر کینګ، جونیر خبرې دي. امریکایان د جنورۍ ۱۹مه د هغه په درناوي ملي رخصتي نمانځي.
مارټن لوتر کینګ، چې د کلیسا پادري و، د نړۍ د پېژندل شویو مبارزينو څخه یو ګڼل کیږي چې د تاوتریخوالي پرته یې د ټولنیز بدلون غوښتنه کوله.
هغه د باستن په پوهنتون کې د مذهبونو او الهیاتو د محصل په توګه د موهنداس ګاندي له مفکورې او ښوونو سره بلد شو. موهنداس ګاندي (مهاتما ګاندي) یو سوله خوښونکی او سوله پال رهبر و چې د هند خلک یې د بریتانوي استعمار پر وړاندې دریدلو دپاره سره یو کړل.
مارټن لوتر کینګ په متحده ایالتونو کې د مدني حقونو غورځنګ کې د عدم تشدد د اصل په پلي کولو سره، په هغه وخت کې د نژادي برابرۍ تبلیغ کاوه چې تورپوستي امریکایان یې د بېلتون، جلاوالي او تبعیض قربانیان وو.
کینګ په ۱۹۵۷ کال کې، د امریکا بیلابیلو سیمو ته د یو میلیون کیلومترو څخه ډېر سفر وکړ او خلکو ته یې د ۲۰۰ څخه ډېرې ویناوې واورولې.
د مارټن لوتر کینګ له خوا دا پیغام چې ویل یې د نفرت پر وړاندې مینه ترویج کړئ، په پایله کې په متحده ایالتونو کې د ستر بدلون لامل شو. د هغه خبرې د نړۍ په کچه میلیونونو خلکو واورېدلې.
د هغه له تر ټولو یادګاري مشهورو ویناوو څخه یوه د ۱۹۶۳ کال د اوړي په موسم کې د واشنګټن په تاریخي لاریون کې وه. په دغه غونډه کې له ۲۵۰،۰۰۰ څخه زیات ګډونوال راټول شوي وو.
ډاکټر کینګ د وینا په پیل کې وویل: «موږ باید تل خپله مبارزه د وقار او ډسپلین په لوړه کچه پرمخ یوسو. موږ باید اجازه ورنه کړو چې زموږ د نوې بڼې نوښتګر اعتراض په فزیکي تاوتریخوالي بدل شي. موږ باید بیا بیا، د جسمي ځواک پر وړاندې د روحي ځواک په کارولو ځان تر ټولو لوړ او باوقاره پوړ ته ورسوو.»
هغه همدارنګه وویل: «د مبارزې هغه په زړه پورې او نوې روحيه چې د تورپوستو ټولنه یې راچاپیره کړې ده، موږ باید دې ته اړ نه باسي چې پر ټولو سپینپوستو بېباوره شو، ځکه زموږ ډېر سپینپوستي وروڼه، لکه څنګه چې د هغوی له حضور څخه څرګندېږي، دې پایلې ته رسېدلي دي چې د هغوی برخلیک زموږ له برخلیک سره تړلی دی او د هغوی ازادي زموږ له ازادۍ سره نه بېلېدونکې ده. موږ نشو کولی چې په یوازېتوب پر مخ ولاړ شو.»
د ټولو امریکایانو لپاره د مدني حقونو د مبارزې دوام زړورتیا او سرښندنو ته اړتیا لرله چې مارټن لوتر کینګ دا په عمل کې وښودل. هغه په ډېرو مواردو کې زنداني شو.
مارټن لوتر کینګ په ۱۹۶۸ کال کې د یوه ترهګر له خوا ووژل شو. خو د هغه میراث لا هم ژوندی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په خپلې اعلامیې کې وویل:
« نن موږ ډاکټر کینګ د هغه څرګند حقیقت لپاره نمانځو چې امریکاییانو ته ډېر ارزښت لري او هغه دا چې زموږ د پوستکي رنګ یا د زېږېدو ځای هر څه او هر چېري چې وي، موږ ټول د خدای له خوا برابر پیدا شوي یو.»