Accessibility links

Breaking News

د یادونې ورځ ۲۰۲۶ کال

نن [د مې ۲۵مه] په متحدو ایالتونو کې د یادونې ورځ نمانځل کیږي. دا داسې ورځ ده چې د امریکا خلک له هغو څه باندې یو میلیون امریکایانو یادونه کوي چې د هېواد او د خدای له خوا د هغو ورکړل شویو حقونو د دفاع لپاره خپل ژوند قرباني کوي چې ددوي په باور د ټولو انسانانو حق ګڼل کیږي.

دوي په پوځي هدېرو کې خاورو ته سپارل شوي دي چې په هغو کې یوه په ویرجینیا کې د ارلینګټن ملي هدیره ده. ددې ترڅنګ په بهرنیو ډګرونو او نورو هیوادونو کې هم دي لکه د فرانسې، بلجیم، فلیپین، سویلي کوریا او همدارنګه د اتلانتیک او ارام سمندرونو په ژورو اوبو کې.

د دوی کیسه د زړورتیا او قربانۍ کیسه ده چې د ۱۷۷۵ کال د اپرېل په میاشت کې د ماساچوسټس ایالت له لیکسنګټن څخه هغه مهال پیل شوه چې د امریکایي ولسي سرتېرو یوه کوچنۍ ډلې د لویې بریتانیا له مسلکي پوځ سره مخامخ جګړه وکړه، هغه ځواک چې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ ګڼل کیږي. د اپرېل سهار اته امریکایي وطنپال ووژل شول.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د یادونې ورځې په پیغام کې وویل، "دوه نیمې پېړۍ مخکې په لیکسنګټن ګرین، کانکورډ برج او بنکر هیل کې، زړورو سرتېري او عاجزو کروندګر لومړني هغه کسان شول چې د داسې ملت لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ چې لا یې هم نوم نه درلود. دغه ځوانان هېڅکله نه شوای پوهېدلی چې د دوی قرباني به موږ ته څه معنا ولري، خو موږ ښه پوهېږو چې د دوي پوروړي یو. د هغوی مېړانې موږ ته تر ټولو ازاد، تر ټولو ستر او تر ټولو باعزته جمهوریت راوبخښه چې کله یې هم د ځمکې پر مخ ساری موجود نه و. "

د هغو امریکایانو د لاسته راوړنو د نمانځلو لپاره چې د دې هېواد خپلواکي یې وګټله، ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د مې ۱۷مه د بیا ژمنتیا ملي ورځ اعلان کړه چې "بیا ژمنتیا ۲۵۰" نومېږي، څو د متحده ایالتونو لپاره د دعا، ستاینې او شکرانې ورځ وي.

دوه سوه پنځوس کاله مخکې، په همدې نېټه، کانټیننټل کانګرس له ټولو امریکایانو وغوښتل چې د هغې سترې جګړې په ترڅ کې چې دوی پیل کړې وه، د خدای د لارښوونې او رحم دعا وکړي.

ولسمشر ټرمپ د مې په ۱۱مه د دعا ملي ورځې په پیغام کې وویل، "کله چې موږ د ۲۵۰ مې ویاړلو کلونو نمانځنه کوو، ژمنه کوو چې هېڅکله به هغه بې شمېره نعمتونه هېر نه کړو چې خدای زموږ خلکو او زموږ هېواد ته ورکړي دي.د لرغونې نړۍ د تمدن له زانګو څخه نیولې د منځنیو پېړیو تر عیسوي امپراتوریو او زموږ د خپل ملت تر بنسټ اېښودنې پورې چې یوه معجزه وه، د لوېدیځ ټوله تجربه د خدای پر وړاندې د عقیدت په یوه طلایي تار تړلې پاتې شوې ده. "

هغه یادونه وکړه چې د امریکا د خلکو ایمان "تر ټولو څرګند زموږ د خپلواکۍ د مبارزې پر مهال لیدل شوی و، کله چې دویم کانټیننټل کانګرس د ‘سر ښيندنې، روژې او دعا’ ورځ اعلان کړه څو د خدای مرسته وغواړي او د آزادۍ، فضیلت او راتلونکو نسلونو لپاره د دوی په مبارزه کې د خدای ساتنه او برکت ترلاسه کړي. "

ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ، "نن ورځ، د امریکا پر ځمکې پر خدای ایمان تر بل هر وخت زیات بیرته راژوندی شوی. د دې تاریخي کال په اوږدو کې، موږ د امریکایي ویاړ د روحیې په بریا او د لوی خدای په مینې او فضل خوشالي کوو. "

XS
SM
MD
LG