Accessibility links

Breaking News

د انسانانو د پراخې قاچاقي شبکې په تړاو یو مکسیکویي وګړی په بند محکوم شو

یو مکسیکویي وګړی چې له مکسیکو څخه متحده ایالتونو ته سپارل شوی و، د جون په ۱۵مه د انسانانو د قاچاق په یوې شبکې کې د خپل رول له امله په ۸۷ میاشتو بند محکوم شو. دا شبکه د څو کلونو لپاره د امریکا او مکسیکو پر پوله فعاله وه.

د تور له مخې، ۵۱ کلن راول ساوسیدو-هویپیو، چې د مکسیکو د مکسیکالي ښار اوسېدونکی دی، له خپلو همکارانو سره په ګډه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د ګڼ شمېر بهرنیانو د سفر اسانتیاوې برابرولې، څو هغوی د بېلابېلو هېوادونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شي.

دې قاچاقي شبکې له کډوالو څخه د امریکا او مکسیکو د پولې د ناقانونه اوښتو په بدل کې لسګونه زره ډالر اخیستل.

ساوسیدو-هویپیو د دې پراخې شبکې مدیر یا څارونکی و او د پولې د اوښتو پر مهال به یې پر ملا خپله وسله ښکاره ګرځوله.

دا کډوال له بنګله‌دېش، یمن، پاکستان، اریتریا، هند، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، روسیې، مصر، برازیل، پیرو، ایکوادور، کولمبیا، کوسټاریکا، نیکاراګوا، هاندوراس، السلوادور، ګواتیمالا او مکسیکو څخه تېرېدل، څو بالاخره متحده ایالاتو ته ورسېږي.

د دې توطیې له لارې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان انتقال شوي، خو احتمال شته چې اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د امریکا د عدلیې وزارت د جنايي څانګې مرستیال لوی څارنوال اې. ټایسن دووا وویل: "د انسانانو قاچاق داسي جرم نه دی چي قرباني ونلري. دا زموږ د ملي امنیت پر ضد مستقیم برید او د نړۍ د ځینو تر ټولو زیان‌منو خلکو استحصال دی.

دې جرمنۍ شبکې نه یوازې کډوال له پولې واړول، بلکې له هغوی یې غلا هم کوله او هغوی یې له سختو ستونزو سره مخ کول.

د انسانانو قاچاق ډېرې نورې ستونزې هم رامنځته کوي چې وروسته یې بار د ټولنو او دولتي پروګرامونو پر غاړه پرېوځي. دا کار خطرناک دی او زموږ سرچینې زیانمنوي."

ساوسیدو-هویپیو او د هغه همکارانو کډوالو ته د پولې د اوښتو لپاره بېلابېلې لارې چارې برابرولې. هغوی به زینې ورکولې څو د پولې پر کټارو وخېژي، د کټارو هغه سوري به یې ورښودل چې له لارې یې تېرېدل ممکن وو، او د اوبو د لارو د اوښتو لپاره به یې تخته برابروله.

ساوسیدو-هویپیو د یوه داسې قاچاقي عملیاتو څارنه هم کړې وه چې په ترڅ کې درې واړه کوچني ماشومان اړ شوي وو د اوبو پر سر ایښودل شوې لرګینې تختې څخه تېر شي.

د کډوالو د انتقال تر څنګ، ساوسیدو-هویپیو او د هغه همکارانو به له کډوالو څخه نغدې پیسې، ګرځنده ټیلیفونونه او نور شخصي توکي هم غلا کول. دوي به ډېری وخت په وسلو او چړو سمبال وو.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې، ساوسیدو-هویپیو او اوفیلیا هرناندېز-سالاس د متحده ایالتونو د سپارلو غوښتنې پر بنسټ په مکسیکو کې ونیول شول.

هرناندېز-سالاس د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې متحده ایالتونو ته د یوه بهرني د راوستلو د توطیې او د مالي ګټې لپاره د بهرنیانو د راوستلو په درېیو جلا تورونو اعتراف وکړ. نوموړې د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۳مه د خپلې ونډې له امله په ۱۱ کلونو بند محکومه شوه.

ساوسیدو-هویپیو د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې متحده ایالاتو ته د یوه بهرني د راوستلو پر توطیې او جرمونو اعتراف وکړ.

لکه څنګه چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د کورني امنیت د تحقیقاتو د څانګې ځانګړي استازي جېسن سټېونز ویلي: "د ساوسیدو-هویپیو په څېر د انسانانو ظالم قاچاقبران د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له وېرولو، تاوتریخوالي او جبر څخه کار اخلي - د هغوی موخه مالي ګټه ده، او دا ورته مهمه نده چې پدې کې نورو ته زیان رسېږي او که نه."

متحده ایالتونه هوډ لري چې د انسانانو دغه ناوړه قاچاق ودروي او مسؤل کسان په بشپړه توګه حساب‌ورکوونکي وګرځوي.

XS
SM
MD
LG