Accessibility links

Breaking News

د سیاسي ترهګرۍ د بیا رابرسیره کیدو په اړه د وزیرانو غونډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سیاسي ترهګرۍ د بیا راڅرګندېدو په اړه د ګڼ شمیر هیوادونو د وزیرانو وروستۍ غونډې پر مهال وویل "د افراطي کیڼ اړخو سیاسي ترهګري کومه نوې او د نن ورځې پدیده نه ده."

هغه زیاته کړه چې د معاصر تاریخ په زیاتره برخه کې د سیاسي تاوتریخوالي همدا بڼه تر ټولو غالبه وه.

روبیو وویل: "دلته په متحده ایالاتو کې د کیڼ اړخو ترهګریزو بریدونو او دسیسو کچه هغه حد ته رسېدلې چې له څو لسیزو راهیسې نه وه لیدل شوې. په جرمني کې یوازې په تېر یو کال کې د افراطي کیڼ اړخو تاوتریخوالی له ۴۰ سلنې ډېر زیات شوی، او په یونان کې اوس له ۸۰ سلنې ډېر افراطي تاوتریخوالی د افراطي کیڼ اړخو او انارشیسټ ډلو له خوا ترسره کېږي."

هغه زیاته کړه: " د کډوالۍ د چارو زموږ پر مامورینو پراخ بریدونه شوي، د نښه ویشتونکو بریدونه شوي، چاودېدونکي توکي استعمال شوي او وسله‌وال کمینونه ترسره شوي دي."

روبیو وویل: "یو ټرانس‌جینډر بریدګر د لومړني ښوونځي پر هغو کاتولیکو زده‌کوونکو ډزې وکړې چې دعا یې کوله، او پر وسلې یې لیکل شوي وو: اوس دې خدای چېرې دی؟ یو روغتیايي اجرائیه رئیس د ښار په واټونو کې په خورا خونسردۍ ووژل شو. د برحاله ولسمشر د وژنې څو هڅې وشوې. او د محافظه‌کار غورځنګ یو مخکښ فعال، چارلي کرک، هغه مهال په ډزو ووژل شو چې د زده‌کوونکو یوې غونډې ته یې وینا کوله."

روبیو خبرداری ورکړ او ویې ویل: "دا له شرره ډک یو بې‌ساری عمل دی."

هغه زیاته کړه: "دا هغه زهرجنه کرکه ده چې د برابرۍ، عدالت او آزادۍ په جامه کې ځان پټوي. دا د هغو کسانو لېوالتیا څرګندوي چې غواړي هغه څه ونړوي چې عظیمو انسانانو جوړ کړي، او هر هغه څه له منځه یوسي چې ښکلي، پر خای او سم دي."

د روبیو په وینا، د انقلابي تاوتریخوالي طراحان نړیوالو ته ګواښ جوړوي. هغه وویل، د بېلګې په توګه، د انټیفا غړي د اروپا او امریکا په بېلابېلو سیمو کې له یوه ځای نه بل ته سفر کوي، د یو بل په بریدونو کې برخه اخلي، په کوډونو سمبال تبلیغاتي او روزنیز مواد او د نښه شویو په اړه معلومات د مخابراتي شبکو له لارې شریکوي، د پټو خوندي ځایونو او مالي شبکو په مرسته فعالیت کوي، او خپلې چارې د نړیوالو مالي سرچینو له لارې تمویلوي.

هغه ادعا وکړه چې دغه ډلې له هغو بهرنیو هېوادونو سره همکاري کوي چې یو بل سره شریکې او ورته موخې لري. د هغه په وینا، د ایران ملاتړې شبکې په زیاتېدونکې توګه د نړۍ له افراطي کیڼ اړخو وسله‌والو ډلو سره اړیکې ټینګوي، او د کیوبا استخباراتي شبکې هم په متحده ایالتونو او د لوېدیځې نیمه‌کرې په نورو هېوادونو کې د افراطي کیڼ اړخو ډلو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

روبیو وویل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ متحده ایالتونه د لومړي ځل لپاره د افراطي کیڼ اړخې ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړې ده.

د هغه په وینا، ولسمشر د ملي امنیت د ولسمشرۍ اووم یادښت (National Security Presidential Memorandum 7) لاسلیک کړی چې د انټیفا د ترهګریزو شبکو او د هغوی د متحدینو د څېړنې او له منځه وړلو لپاره هر اړخیزه تګلاره ټاکي.

هغه وویل د تېر نومبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څلور افراطي کیڼ اړخې ډلې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه ونومولې، او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به نورې ډلې هم په دغه نوملړ کې شاملې شي.

روبیو همداراز وویل چې د تېر ډسمبر په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د انعام " په نوم د پروګرام له لارې تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام هم اعلان کړی، څو د دغو ډلو د مالي سرچینو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

هغه په پای کې وویل: "اوس وخت رارسېدلی چې د متمدنې نړۍ خلک له خپل ځان څخه دفاع وکړي او د دې راخپرېدونکې تیارې پر ضد سره یو موټی شي او په وړاندې یې مبارزه وکړي.»

XS
SM
MD
LG