Accessibility links

Breaking News

د ناټو متحدین په دفاعي برخه کې پانګونه کوي

متحده ایالتونو او ناټو په دې اوونۍ کې د ترکیې په انقره کې د یوې سرمشریزې پر مهال د ناټو (۳.۰) د ستراتېژیو د پلي کېدو او د اروپا په مشرۍ د اروپا د دفاع د تحقق پر لور څو مهم ګامونه واخیستل. نوې تګلاره په ائتلاف کې توازن راولي، چې د مسؤلیتونو د لا شریکولو او پر ځان د بساینې پر لور یې مخ په وړاندې خوځوي.

په دې اوونۍ کې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحدینو له خوا د دفاعي پانګونې د زیاتوالي اعلان وکړ، چې دا به د تېر کال له ژمنو سره یوځای د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي چې هر غړی هېواد د خپل ناخالص کورني تولید یا (GDP) پنځه سلنه دفاع ته ځانګړې کړي.

ولسمشر ټرمپ وویل، "د نن سهار په کاري غونډه کې، موږ د پنځه سلنې هدف پر لور د نورو غړو هېوادونو د پرمختګ په اړه خبرې وکړې، او هغوی ډېر ښه پرمختګ کوي. ځینو په رښتیا هم دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او نور لوی بدلونونه راولي او د دې غوښتنې ځواب به ورکړي. موږ به هر کال له یو ټریلیون ډالرو څخه زیاته اندازه دفاع ته ځانګړې کړو او دا د پیسو زیاته اندازه ده. "

دا ژمنې به د ناټو د متحدینو خپلواکي پیاوړې کړي او هغه څه به رامنځته کړي چې سپینه ماڼۍ یې "د آزادۍ دپاره د جنګي مهماتو زېرمتون" (Arsenal of Freedom) بولي. دا بدلون متحده ایالتونو ته اجازه ورکوي چې د خپل هېواد د دفاع لپاره مهمې سرچینې آزادې کړي او د اروپا نه بهر خپل حیاتي امنیتي ګټې خوندي کړي.

د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، "امریکا لومړۍ - د وسلو د لېږد تګلاره" ډاډ ورکوي چې د متحدینو د لګښتونو زیاتوالی به "د متحده ایالتونو دفاعي صنعت ته ګټه ورسوي، امریکا به بیا د صنعت اوج ته ورسوي او زموږ شریکان به د نړۍ له غوره وړتیاوو سره سمبال کړي".

ولسمشر ټرمپ وویل، "کله چې اروپايي هېوادونه خپل ځواکونه بېرته پیاوړي کوي، امریکايي تجهیزات به تر ټولو لویه ګټه تر لاسه کړي. دفاعي شرکتونه به د دغو تجهیزاتو ډېره برخه تولیدوي. هغوی امریکايي تجهیزات غواړي، ځکه چې ښه کار کوي. "

په سرمشریزه کې د درې میلیارد ډالرو په ارزښت لوی تړونونه او ګډې پروژې اعلان شوي.
لاک هېډ مارټین به په اروپا کې د ( Patriot Advanced Capabilities – ۳) په نوم د توغندیو د ساتنې او ملاتړ لپاره د یوه مرکز په جوړولو کار وکړي.

نارتروپ ګرومن پلان لري چې له لسو هېوادونو سره د علاقې پر بنسټ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي څو د
Triton MQ-4C)) په نوم بې پیلوټه الوتکې واخلي، چې د ناټو د متحدینو د ځمکنۍ څارنې پروګرام به سمندري برخو ته پراخ کړي. لاک هېډ مارټین او راین مېټال به په اروپا کې د پوځ د تاکتیکي توغنديو د سیسټم (ATACMS) د تولید په برخه کې ملګرتیا وکړي.

د جګړې وزارت به د (AMRAAM) پرمختللي منځني واټن هوا-څخه هوا ته ـ د توغنديو د امکان څېړنې پیل کړي څو په اروپا کې یې تولید پراخ شي.

ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ په نړۍ کې تر ټولو غوره تجهیزات جوړوو. د همدې لپاره ما نورو مشرانو ته په متحده ایالتونو کې په چټکه بڼه د تولید د زیاتولو لپاره د هغو ګامونو په اړه معلومات ورکړل چې موږ یې اوچتوو.»

جرمني او هالنډ به د رېتهیون (Raytheon) سټینګر توغندي واخلي، چې د لویې پېرودنې د شرط پر بنسټ به یې په اروپا کې تولید ترسره شي. دوی غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د سټینګر د تولید کچه دوه برابره کړي.

بوینګ او راین مېټال-ایټالیا به د اروپا لپاره د (Small Diameter Bomb – SDB-I) یا د بوینګ د کوچني قطر لرونکي بم تولید او پراختیا لپاره د ګډ مشارکت او همکاریو فرصتونه وڅېړي.

اندوریل (Anduril) به ژمنه وکړي چې پولنډ ته به (Barracuda-500) توغندي چمتو کړي، چې په دغه هېواد کې به د نوې بڼې د توغندیو د تولید سبب شي.

د امریکا د رهبرۍ او نړیوال امنیت په تړاو، متحده ایالتونو د ځواک له لارې د سولې، خپله ژمنه تازه کړې ده. د ناټو نوې ژمنې د دې هڅو لپاره مهم ملاتړ برابروي.

XS
SM
MD
LG