پنځه ویشت کاله وړاندې، د سپټمبر د یولمسې نېټې پر سهار د یوه روښانه اسمان لاندې، د متحده ایالتونو سوله هغه مهال دړې وړې شوه چې افراطي اسلامي ترهګرو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د ډلهییزې وژنې په وسلو یې بدلې کړې.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د سهار په ۸:۴۶ دقیقو، د امریکن ایرلاینز هوایي شرکت د یولسم نمبر پرواز الوتکه په قصدي توګه د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره وجنګول شوه. لږ وروسته د یونایټډ ایرلاینز ۱۷۵مه الوتنه هم ورپسې ورغله، او د ۱۷ دقیقو نه وروسته پر جنوبي برج ولګېدله.
ولسمشر ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وویل: «په همدې شېبه کې څرګنده شوه چې زموږ ملت تر برید لاندې دی.»
لا غرمه نه وه چې، دواړه لوړ برجونه لاندې ونړیدل زرګونه بېګناه انسانان پکې ووژل شول او دغو بریدونو داسې پراخ زیانونه واړول چې تصور یې هم ناشونی و.
یوازې ۳۴ دقیقې وروسته، د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په سیمه کې، چې د هېواد پلازمېنې ته څېرمه ده، د امریکن ایرلاینز ۷۷مه الوتنه د پنټاګون له ودانۍ سره ولګېدله، چې د متحده ایالتونو د وسلهوالو ځواکونو غړي او ملکي کارکوونکي یې ووژل. د لوګي او لمبو په منځ کې، ژغورل شویو کسان بېرته سوځېدلې ودانۍ ته ورننوتل څو نور ژوندي پاتې کسان را وباسي خوندي ځای ته ورسوي.
خو د هغې ورځې وحشت لا پای ته نه و رسېدلی چې د یونایټډ ایرلاینز ۹۳مې الوتنې سپرلۍ پدې پوه شول چې د دوی الوتکه د یوې وسلې په توګه کارول کېږي، نو پرېکړه یې وکړه چې مقاومت وکړي. د هغوي په ډله کې ټاډ بیمر هم و؛ خپلې میرمنې ته د ژوند وفادار ملګری، ښه پلار او یو ایمانداره شخص چې خپل ملګري یې «رب ته د دعا» په ویلو ارامه کړل او بیا یې خپلې وروستۍ هغه خبرې وکړې چې تلپاتې ګڼل کیږي. هغه وویل: «ایا چمتو یاست؟ ښه، راځئ حرکت وکړو.»
همدې خبرو سره، د ۹۳مې الوتنې اتلانو پر تښتوونکو زړور برید وکړ او دیته یې اړ کړل چې الوتکه د پنسلوانیا ایالت د شېنکسویل ښار څخه بهر په یوه ډګر کې راولوېږي.
پدې ورځ چې د برخلیک یوه ټاکونکې ورځ وه، ۲،۹۷۷ بېګناه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا د متحده ایالتونو په تاریخ کې د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه بریدونو څخه ګڼل کیږي. خو د هغې ورځې د ویجاړیو او وینېتوییدنې په ترڅ کې، نړۍ د امریکا زړورتیا، مېړانه او وطنپالنه هم ولیدله. د ژغورنې کارکوونکو، روغتیايي پرسونل او زرګونو رضاکارانو د مرستې غږ ته لبیک ووایه، خپل ژوند یې له خطر سره مخ کړ او هر څه یې چې درلودل د خپلو هېوادوالو د مرستې لپاره یې ورکړل.
ددې پېښې نه وروسته ورځو، میاشتو او کلونو کې، په هیواد مین زرګونه امریکايي وطنپالان مخته راغلل او د متحده ایالتونو د وسلهوالو ځواکونو یونیفورم یې واغوست. نږدې د یوې پېړۍ څلورمه برخه، د جنګیالیو یو بشپړ نسل خدمت وکړ، جګړه یې وکړه او د خپلې آزادۍ د دفاع لپاره یې قربانۍ ورکړې.
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه: «زما دپآره د امریکاييانو د خوندیتوب او هوساینې د تضمین څخه بله لوړه دنده نشته.»
«زه به هېڅکله د خپل هېواد د ساتنې لپاره د دې دندې له پلي کولو څخه ډډه ونه کړم چې د سولې بهرنۍ تګلاره د ځواک له لارې عملي کړم، هر ځای چې زموږ دښمنان پټ وي، هغوی په چټکۍ په سزا ورسوم، او په کور دننه او بهر زموږ د ملي امنیت له ګټو څخه په کلکه دفاع وکړم.»
ولسمشر ټرمپ وویل: «د برید پر ځای دګراونډ زیرو پرخاورو او ایرو، مو د دې لپاره جدي ژمنه وکړه چې هېڅکله به خپل قربانیان هېر نه کړو — داسې ژمنه چې باید د هر امریکايي په زړه کې بیا تازه شي، په هر ټولګي کې تدریس شي، او زموږ د هېواد په هره ټولنه کې ورته درناوی وشي.»