Accessibility links

Breaking News

له واک څخه د نړیوالې جنايي محکمې ‌ناوړه استفاده او د پای ته رسولو لپاره یې نوي اقدامات

د نړیوالې جنایي محکمې مشره، توموکو اکانه
د نړیوالې جنایي محکمې مشره، توموکو اکانه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې ویلي: «د ټرمپ د حکومت څرګند دریځ دا دی چې نړیواله جنايي محکمه، یا (ای سي سي) یوه فاسده او په خطرناک ډول سیاسي شوې نړیواله محکمه ده چې له خپل واک څخه یې په ناوړه توګه استفاده کړې او د خپل صلاحیت د چوکاټ څخه یې بهر پښه اړولې ده. موږ به د دولتونو پر حاکمیت د دې محکمې برید ونه زغمو.»

د واک څخه د نړیوالې جنایي محکمې د ناوړې استفادې سره د مبارزې لپاره، وزیر روبیو د ICC دوه چارواکي په نښه کړل: د دې محکمې مشره، د جاپان توموکو اکانه، او د ICC مشر څارنوال، د سینیګال عبدلایه سېیه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغو کسانو په مستقیم ډول په هغو هڅو کې برخه اخیستې چې د ICC له خوا د هغو چارواکو د څېړنې، نیولو، توقیف یا محاکمې لپاره شوې چې حکومتونو یې دا محکمه په رسمیت نده پېژندلې او د دې محکمې صلاحیت یې نه دی منلی.

د جرمونو نړیوالې محکمې په وار وار هڅه کړې چې د امریکا او د هغو نورو هېوادونو پر اتباعو خپل صلاحیت پلی کړي چې یا یې د دې محکمې صلاحیت نه دی منلی او یا یې د روم اساسنامه نه ده تصویب کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا چاره د ټولو هېوادونو لپاره یو خطرناک مثال رامنځته کوي. له همدې امله وزیر روبیو د جولای په میاشت کې د نړیوالې جزایي محکمې له لوري د امریکا حاکمیت ته د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د یوې پراخې مبارزې اعلان وکړ.

د دې مبارزې په چوکاټ کې د امریکا د حکومت د ګڼ شمېر ادارو ګډ بیلابیل اقدامات شامل دي، چې هدف یې په سیستماتیک ډول د ICC د فعالیتونو د محدودول، د امریکايي پوځيانو او چارواکو د هدف ګرځونې مخنیوی، او د امریکا د حاکمیت پر وړاندې د دې محکمې د هر ډول ګواښ کمول دي.

د جرمونو نړیواله محکمه ادعا کوي چې د هغو امریکايي پوځيانو او چارواکو د محاکمه کولو او حتی بندي کولو صلاحیت لري چې د امریکا د ملي ګټو په استازیتوب فعالیت کوي.

وزیر روبیو ویلي: «امریکایانو هېڅکله دا نه ده منلې. د ICC له تصویب راهیسې د امریکا ټولو ولسمشرانو ټینګار کړی چې نړیواله جزایي محکمه پر امریکایانو صلاحیت نه لري. دغې ادارې مخکې هم د امریکايي پوځيانو او استخباراتي چارواکو په اړه څېړنه پیل کړې وه او تر اوسه د دغو قضیو د تړلو څخه ډډه کوي.»

روبیو زیاته کړې «:ICC اوس هڅه کوي چې ځان د حساب ورکونې څخه پورته پداسې نړیوال قاضي بدل کړي چې ځان د دولتونو له کچې پورته ګڼي او غواړي د نړیوالې بیوروکراسۍ د پلي کوونکې ادارې په توګه عمل وکړي څو امریکايي پوځیان او چارواکي په خپله خوښه وځوروي او محاکمه یې کړي.د ICC له خوا د امریکایانو پر وړاندې د رامنځته شوي ګواښ د له منځه وړلو په دې مبارزه کې هېڅ ډول زیار او انتخاب له پامه نه غورځول کېږي.»

د امریکا د حکومت په وینا، په دې مبارزه کې به ګڼ شمېر اقدامات شامل وي څو ډاډ ترلاسه شي چې نړیواله جزایي محکمه د امریکا حاکمیت ته د ګواښ او یا هم د امریکايي اتباعو د هدف ګرځولو توان ونه لري.

روبیو ویلي: «د ملي حاکمیت پر وړاندې د ICC د ګواښ د له منځه وړلو لپاره زموږ د حکومت ګډه مبارزه به پراخه وي. موږ تمه لرو چې نور هېوادونه هم زموږ له مبارزې سره یوځای شي، خپله مالي مرسته او په دې سیاسي شوې او د حساب ورکونې څخه لرې پلتې شوې محکمې کې خپل ګډون پای ته ورسوي. او د ICC له خوا هڅې د امریکايي اتباعو او د هغو هېوادونو د اتباعو د هدف ګرځولو هڅې چې د روم اساسنامې غړي نه دي، باید پای ته ورسېږي.»

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وايي، چمتو ده چې د نړیوالې جنايي محکمې د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره نور اقدامات هم ترسره کړي، تر هغه چې دا محکمه د امریکا حاکمیت ته د ګواښ او د امریکایانو د هدف ګرځولو توان پوره له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG