Accessibility links

Breaking News

روسيه او اوکراين بايد د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ښه نيت خبرې وکړي


د روسیې او اوکراین جګړه
د روسیې او اوکراین جګړه

د روسیې او اوکراین روانه شخړه د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لويه او وژونکې جګړه ده. دا خبرې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولې سرپرستې، دروټي شي، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وکړې.

نوموړې زیاته کړه چې دا جګړه لا هم دوام لري، او د دواړو هېوادونو، اوکراين او روسيې لپاره د انسانانو تلفات او ويجاړۍ ورځ تر بلې زياتېږي. "دا يوه غمیزه جګړه ده، چې هېڅکله ‌پکار نه وه پيل شوې وای.

هغې وويل همدا وجه ده چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرتابه لاندې، د امريکا متحد ايااتونه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره بې‌ساري هڅې کوي.

ولسمشر ټرمپ د اګست په ۱۵مه نېټه په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره مخامخ ولیدل، او بيا يې د اګست په ۱۸مه په سپينه ماڼۍ کې د اوکراين ولسمشر زيلېنسکي او د اووه نورو اروپايي مشرانو کوربه‌توب وکړ، څو د خبرو د پخوانیو پړاوونو لړۍ او پرمختګ ته دوام ورکړي.

اوسنی مهم ګام دا دی چې د روسيې او اوکراين مشران يو بل سره مستقيمې خبرې وکړي، او بالاخره د جګړې د پای لپاره هوکړې ته ورسېږي.

خو د دې پر ځای ، يوازې څو ورځې وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ، ولسمشر پوتين ته په امريکا کې هرکلی وکړ، روسيې په اوکراين باندې دويم ستر هوايي بريد ترسره کړ چې د جګړې د پيل راهيسې تر ټولو لوي برید ګڼل کيږي.

په دې بريد کې د اوکرايني ولسي خلکو کورونه، د اروپايي اتحاديې د پلاوي دفتر، او د بريتانوي کلتوري شورا ودانۍ په نښه شوې.

دروټي شي ټينګار وکړ: "پر ولسي اهدافو بريدونه بايد سمدستي ودرول شي."

نوموړې دا هم وويل چې دا ډول دوامداره بريدونه دا شک راپيدا کوي، چې روسيه د سولې لپاره رښتينی نيت لري او که نه.

په داسې حال کې چې متحده ايالتونه هڅه کوي چې روسيه او اوکراين د مستقيمو خبرو دپآره کیني، بايد دا هم ياده شي چې دا جګړه د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له بشپړ یرغل څخه پيل شوې نه ده.

تر هغه مخکې، روسيې له قانوني مشروعيت پرته، د اوکراين کریمیه سيمه په زور سره قبضه او ځان پورې تړلې وه، او له دې مخکې يې د اوکراين خپلواک هیواد ۸ کاله اشغال کړې وه.

دروټی شي ټينګار وکړ چې " د ملګرو ملتونو نړیواله اداره د دې لپاره جوړ شوې چې راتلونکي نسلونه د جګړو له خطره وژغوري."

موږ له روسيې غواړو چې خپلې ژمنې پوره کړي، او له دواړو خواوو غواړو چې په ښه نيت خبرې وکړي، او دا جګړه د حل له یوې تل پاتې سياسي لارې پای ته ورسوي."

شي زياته کړه: "موږ له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کوو، چې د امريکا تر څنګ ودرېږي، او د دې جګړې (چې د یوه کس په خوښه پیل شوې) د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو غوښتنه وکړي، هغه جګړه چې دواړه هېوادونه یې ویجاړ کړي دي."

XS
SM
MD
LG