Accessibility links

Breaking News

په وېنزویلا کې راتلونکي ګامونه


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وروستیو څرګندونو کې وویل چې په وېنزویلا کې پر مختګ به په دریو پړاونو کې تر سره شي.

هغه وویل چې لومړی ګام په هغه هیواد کې د ثبات ټینګول دي.

هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې په هغه هیواد کې ګډوډي رامنځته شي. د دې ثبات یوه برخه، او دا چې ولې موږ باور لرو چې تر ټولو قوي فشار لرو، پر [تیلو] باندې زمونږ قرنطین دی. په رښتیا هم، په وروستیو ورځو کې دوه نور د تیلو ټانکرونه نیول شوي دي. هغه زیاته کړه: «موږ دا مهال د یوې معاملې په منځ کې یو او ان د عملي کېدو په درشل کې یو، چې هغه ټول تیل واخلو چې په وېنزویلا کې بند پاتې دي؛ هغوی یې زموږ د قرنطین او بندیزونو له امله نه شي لېږدولای. موږ به د ۳۰ او ۵۰ میلیون بېرلو ترمنځ تیل واخلو. موږ به یې په بازار کې وپلورو – د بازار په بیو، نه په هغو تخفیفي بیو چې وېنزویلا یې ترلاسه کوي.»

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل.: «د وېنزویلا مشرتابه غواړي چې هغه تیل چې له بېړیو نیول شوي د دې معاملې برخه شي. هغوی پوهېږي چې یوازینۍ لاره چې تیل ولېږدوي، عاید تر لاسه کړي او له اقتصادي سقوطه ځان وژغوري، دا ده چې له متحده ایالتونو سره همکاري او کار وکړي. او موږ به همدا وینو او همدا به پېښ شي،»

وزیر روبیو ټینګار وکړ چې د تیلو د قانوني پلور له لارې ترلاسه شوې ګټې به په داسې ډول اداره شي چې فساد او رژیم ته نه بلکه د وېنزویلا خلکو ته پکې ګټه نغښتې وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایر فورس ون په الوتکې کې وویل چې پلان دا دی چې د تېلو سترې کمپنۍ په وېنزویلا کې پانګونه وکړي او د تیلو د صنعت نړېدلې زېربناوې ورغوي.

هغه وویل، د امریکا حکومت به په خپله، د تیلو په صنعت کې، پانګونه ونه کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ به یوازې د هېواد خیال ساتو... او تر ټولو مهمه دا چې د خلکو خیال به ساتو.»
په وېنزویلا کې به دوهم پړاو بیا رغونه وي، یعنې پر دې مسلې ډاډ تر لاسه کول چې امریکایي، لوېدیځې او نورې کمپنۍ د وېنزویلا بازار ته په عادلانه ډول لاسرسی ولري. په دې پړاو کې به په ملي کچه د پخلاینې بهیر هم پیل شي، څو مخالف ځواکونه وبښل شي، له زندانونو خوشې شي یا بېرته هېواد ته راوستل شي او د مدني ټولنې د بیا جوړولو کار پیل شي.

او درېیم پړاو به د لېږد پړاو وي. د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې له دې ګامونو څخه به ځینې یو له بل سره هممهاله وي. هغه ژمنه وکړه چې نور جزیات به وروسته وړاندې شي.

هغه وویل: «خو موږ احساس کوو چې دلته په ډېر مثبت ډول مخته روان یو.»

روبیو وویل: «په پای کې به دا د وېنزویلا پر خلکو پورې اړه ولري چې خپل هېواد بدلوي او که نه.»

XS
SM
MD
LG