متحدو ایالتونو د اروپايي ټولنې، د کاناډا او اسټرالیا د حکومتونو او د یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ترڅنګ په سودان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د اټکل له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۹.۵ میلیونه وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
د امریکا متحدو ایالتونو او ۳۰ نورو هېوادونو د حکومتونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «د ژوند ژغورلو او د قحطۍ د مخنیوي لپاره وخت باید ضایع نشي.»
په دغه اعلامیه کې جګړه د بحران اصلي لامل بلل شوې ده.
د سودان د حکومت او د نیمهپوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ جګړې تر ۱۴ میلیونو ډېر کسان بېځایه کړي دي.
د سودان خلک له جنسي تاوتریخوالي، ډلهییزو وژنو او قومي تبعیض سره مخ شوي دي.
تاوتریخوالي مهم بنسټیز تاسیسات زیانمن کړي او روغتیايي خدمتونه، د خوړو تولید، د اکمالاتو ځنځیرونه او بازارونه یې ګډوډ کړي دي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي: "وضعیت د بشري مرستو پر وړاندې د منظمو خنډونو او دال نینیو د اغېزو له امله نور هم خراب شوی دی. د ال نینیو پدیدې د سودان په څه باندې نیمايي خاوره کې د بارانونو د کمېدو او شدیدې وچکالۍ لامل شوې ده."
په اعلامیه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه شوې چې: "د بشري مرستو پر وړاندې ټول خنډونه لرې کړي، او په بشپړ، خوندي، چټک او بېخنډه توګه د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره او د بشري مرستو د کارکوونکو ساتنه وکړي."
په اعلامیه کې یو شمېر مشخص اقدامات هم یاد شوي دي، چې له مخې یې بشري مرستندویه عملیاتو ته باید د دارفور سیمې ته د جګړې د لومړۍ کرښې له دواړو خواوو، له پولو هاخوا او د هوا له لارې د مرستو د رسولو اجازه ورکړل شي.
همدارنګه، د بشري مرستو د کارکوونکو پر وړاندې د اداري خنډونو او د جوازونو او تصفیې د بهیر د ستونزو د کمولو غوښتنه شوې ده.
په اعلامیه کې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې پر ملکي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د کرنې او خوراکي توکو پر سیستمونو، باندې له بریدونو ډډه وکړي او د بشري مرستو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي.
په ګډه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې له غړو هم غوښتنه شوې چې د اړتیاوو د زیاتېدو په غبرګون کې د مرستو مالي سرچینې په بېړنۍ توګه زیاتې کړي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې وشي چې مرستې تر ټولو اړمنو خلکو ته ورسېږي.
په اعلامیه کې راغلي: "موږ باید په ګډه، له ځنډ پرته اقدام وکړو، څو د ژمنیو کرنیزو فعالیتونو په ملاتړ او د سیمهییزو ادارو او خلکو په مشرۍ د مرستندویه هڅو په پیاوړتیا سره د قحطۍ مخه ونیسو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عربي او افریقايي چارو لوړپوړي سلاکار، مسعد بولوس، پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: "په سوډان کې د قحطۍ د خطر مخ په زیاتېدو او اندېښمنوونکی دی چي د بشري اوربند د ټینګښت بېړنۍ اړتیا څرګندوي. دا د یوې دوامدارې سولې پر لور لومړنی ګام دی."
هغه زیاته کړې: "د سودان خلک د بشري مرستو بېخنډه لاسرسي او په داسې سیاسي بهیر کې د ګډون د فرصت مستحق دي چې په یوه متحد سوډان کې د سولې لامل شي."