Breaking News

د سوکالۍ او امنیت لپاره له پاراګوای سره ستراتیژیک مشارکت

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کرستوفر لاندو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کرستوفر لاندو

پاراګوای د "پکس سیلیکا" نوښت ۲۶م شریک شو؛ امریکا ورسره د ټکنالوژۍ، انرژۍ او امنیت په برخو کې همکاري پراخوي.


امریکا تېره اوونۍ پاراګوای د "پکس سیلیکا" نوښت د ۲۶م شریک په توګه ومانه. دا اعلان واشنګټن ډي سي ته د پاراګوای د بهرنیو چارو وزیر روبین رامیرېز لېسکانو د سفر پر مهال وشو.

پاراګوای له یوه مخ په پراخېدونکي او باوري ائتلاف سره یوځای شوی چې موخه یې د کمپیوتري چپونو تولید، د زبرځیرکتیا لپاره د برېښنا برابرول او د هغو ټکنالوژیو خوندي کول دي چې د راتلونکي نړۍ بڼه به وټاکي.

پاراګوای د دغې ملګرتیا له لارې په امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا د زیربناوو د جوړولو لپاره مهم منرالونه او د اوبو برېښنايي سرچینې برابروي.

سیمې ته د یوه وروستي سفر پر مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو او د پاراګوای ولسمشر سانتیاګو پېنا د امریکايي او پاراګوایۍ شرکتونو ترمنځ د یوه مهم ستراتیژیک مشارکت تړون اعلان کړ.

د دغه تړون موخه د ایتایپو د سترې برېښناکوټ د انرژۍ کارول دي څو د معلوماتو د زېرمې او پروسس مرکز جوړ شي چې په امریکا او لاتینې امریکا کې د کلاوډ خدمتونو پېرودونکو ته به خدمات وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لاندو په ټولنیزې شبکې اېکس کې لیکلي: "دا تړون د دې وړتیا لري چې د پاراګوای په تاریخ کې تر ټولو لویه بهرنۍ خصوصي پانګونه تر سره شي او په دې توګه زموږ د دواړو هېوادونو اوږدمهاله اړیکې لا ژورې کړي."

په ورته وخت کې، د یورانیمو د انرژۍ شرکت اعلان کړی چې د پاراګوای د کانونو او منرالونو په برخه کې د خپلو شتمنیو د پراختیا لپاره به ۱۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

تمه ده چې دغه پانګونه به په پاراګوای او متحدو ایالتونو- دواړو کې د کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي.
دغه هڅې د هغو ګامونو ترڅنګ ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه یې د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ لپاره د اړین قانوني چوکاټ د جوړولو دپاره هم کوي.

د دغه چوکاټ په بشپړېدو سره به امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شي چې پاراګوای ته د ملکي اټومي انرژۍ مهم تجهیزات او مواد صادر کړي.

دا کار به د اټومي خوندیتوب، امنیت او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تر ټولو لوړو معیارونو ته په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

متحده ایالتونه له پاراګوای سره د امنیتي نوښتونو په برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لاندو، د خپل سفر پر مهال، د هوا له لارې د نشه‌يي توکو قاچاق سره د مبارزې او د پولو د کنټرول په برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۵.۵ میلیون ډالرو په ارزښت بهرنۍ مرستې هم برابروي څو د پولو د امنیت، د ډیجیټلي شواهدو د راټولولو او کارولو وړتیاوې او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزه پیاوړې شي.

دغه مرستې به د ترهګرۍ ضد د یوه نوي مرکز په فعالولو کې مرسته وکړي او د نشه‌يي توکو له قاچاق سره د تړلو ترهګرو ډلو د حساب ورکولو لپاره به زمینه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د ترهګرۍ ضد چارو یو سلاکار هم د پاراګوای پلازمېنې اسونسیون ته واستوي څو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د نویو او روانو پروګرامونو څارنه او ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لاندو او د پاراګوای د بهرنیو چارو وزیر رامیرېز له خوا یو سند هم لاسلیک کړ. د دې سند موخه د پاراګوای له لارې د مسافرو د پلټنې او د مشخصاتو د پېژندنې دپاره د تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو مرستې او د ترهګرو د سفرونو د مخنیوي په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري او همغږي ده.

سربېره پر دې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پولې هاخوا د پلان شویو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ۶.۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت دوه ‌اړخیزې امنیتي مرستې هم برابروي.

دغه وزارت همدارنګه په اسونسیون کې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې او قانون د پلي کولو د نړیوالو چارو دفتر جوړوي، څو په سیمه کې د پروګرامونو د همغږۍ د مرکز په توګه فعالیت وکړي.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي:" د ټرمپ او پېنا ادارې د یوې تاریخي ملګرتیا لپاره لاره هواروي، چې دواړو هېوادونو ته ستر فرصتونه برابر او په ورته وخت کې زموږ د سیمې په امنیت او سوکالۍ کې هم ونډه اخلي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لاندو هم په اېکس کې لیکلي: "پاراګوای زمونږ غوره شریک هیواد دی"

XS
SM
MD
LG