د یونیسف یو رپوټ کې چې د جون په میاشت کې خپور شوی، موندل شوي چې د لاسرسي وړ د غزې په ځینو سیمو کې، د یو کال په موده کې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ کچه په حیرانوونکي ډول ۸۲ سلنه کمه شوې ده.
دا په څرګنده ښيي چې بشري مرستې په غزه کې تر ټولو زیانمنو خلکو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر مایک والتز وویل، "دا باید د حیرانتیا وړ نه وي چې کله ترهګرې ډلې د خلکو د کنټرول لپاره د یوه ظالمانه وسیلې په توګه د مرستو د زېرمو له کارولو لاس واخلي، نو د خلکو ژوند ښه کېږي. "
هغه زیاته کړه، "او د معاصر تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره، د غزې لپاره یوه نوې او ډاډمنه راتلونکی د لاسرسي وړ ښکاري؛ داسې راتلونکی چې پکې جګړه، ترهګر واکمنان، تونلونه، یرغملان او کړاوونه نه وي. "
خو د دې لپاره اړینه ده چې پر حماس دوامداره فشار وساتل شي، څو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د شخړې د پای ته رسولو د جامع پلان شرایط چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې ملاتړ کړی دی، ومني. د دغه پلان له مخې، د ۲۸۰۳ شمېرې پرېکړهلیک پر بنسټ یو نړیوال سوله ساتونکی ځواک (ISF) جوړ شوی دی.
اوس، ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره، د شریکو هېوادونو سرتېري او پرسونل راورسېږي، څو د سولې او امنیت ساتنه وکړي.
تاکتیکي وسایط لا دمخه د ISF لوژستیکي اډې ته رسېدلي دي. له یوګانډا، مراکش او قزاقستان څخه تر ډېرو لرې هېوادونو پورې، ګڼو ملکونو د زرګونو سرتېرو د استولو وړاندیز کړی دی. سفیر والز ټینګار وکړ: «که څه هم دوی هغومره چټک نه دي روان لکه موږ چې یې غواړو، خو حرکت کوي.»
د حماس بېوسلې کول به له نږدې وڅارل شي. دا به د بېطرفه او عیني اړخونو له خوا تاییدېږي. سفیر والتز وویل، "موږ به یوازې پر باور هېڅ شی و نه منو. "
هغه وویل: « موږ دا امکان لرو چې د یوه تایید شوي بهیر له لارې، د غزې د خلکو لپاره داسې راتلونکی برابره کړو چې له حماس څخه آزاده وي؛ داسې راتلونکی چې پکې دوی نور د هغو ترهګرو تر واک لاندې چې د یوه نسل په اوږدو کې یې پرې جنسي تیری کړی او لوټ او تالان کړي یې دي ، نور د کړاو سره مخ نه شي. "
او کله چې حماس د خپلو ژمنو بشپړ عملي کول ثابت کړي، اسرائیل به له غزې تړانګې څخه اول خپل پړاو په پړاو، او په پای کې خپل بشپړشاتګ پیل کړي.
سفیر والتز ټینګار وکړ که حماس د دې توان ولري چې سیمه بېرته جګړې ته ټېله کړي نو غزه تر هغې بیا رغېدلی نه شي.
هغه وویل، "تر هغه چې حماس بېوسلې او غیرپوځي نه شي، موږ به د بیا رغونې پر ځای د بشري مرستو د یوه تکراري بهیر په کړۍ کې بند پاتې یو. "
تېر مني کې جګړه لا هم روانه وه، یرغملان موجود وو او خلک له کړاو سره مخ وو. خو اوس، له یو کال څخه په کمه موده کې، د ۲۸۰۳ شمېرې پرېکړهلیک له تصویب څخه پس نور په غزې کې یرغملان نه شته. مرستې اړمنو خلکو ته په رسیدو دي. حماس په بشپړ ډول د بېوسلې کېدو موافقه کړې ده. د اسرائیلو دفاعي ځواکونه (IDF) شاتګ کوي. او د غزې د ادارې لپاره ملي کمېټې ته اجازه ورکړل شوې چې سیمې ته ننوځي او خپل کار پیل کړي.
د ولسمشر ټرمپ د سولې پلان، چې د ۱۵ مادو د لارې نقشې په بڼه وړاندې شوی، په څرګند ډول، په غزه کې د سولې لپاره تر ټولو ستره هیله ژوندۍ کړې.
سفیر والتز غوښتنه وکړه، "مهرباني وکړئ سیاست او خپلې اجنډاوې یوې خوا ته پریږدئ" او زیاته یې کړه، "راځئ د دې نوې لارې ملاتړ وکړو. "