Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ په تاریخ کې د تېلو تر ټولو لوی تړون ترلاسه کړ

 د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ سره د ونیزویلا د سرپرست حکومت مشره، دیلسي رودریګز
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ سره د ونیزویلا د سرپرست حکومت مشره، دیلسي رودریګز

د نړۍ په تاریخ کې د تېلو د تر ټولو لوی تړون په ترڅ کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحده ایالتونو دپاره د وینزویلا د ۳۰۳ میلیارد بېرلو ثابتو تېلو له زېرمو څخه د څه باندې ۶۵ میلیارد بېرلو پر زېرمو اکثریت کنټرول ترلاسه کړی دی.

دغه تړون د متحده ایالتونو د تېلو اوسنۍ شاوخوا ۴۶ میلیارد بېرله زېرمه په پراخه کچه زیاتوي.

که څه هم متحده ایالتونه د تېلو او سون‌توکو صادرونکی هېواد دی، خو لا هم د پام وړ اندازه تېل واردوي. دلیل یې دا دی چې د امریکا تېل سپک او د پټرولو د تولید لپاره ډېر مناسب دي. برعکس، د وینزویلا تېل درانه دي او په اسانۍ سره ترې قیر، صنعتي تېل، ډیزل او د جټ الوتکو سون‌توکي تولیدېدای شي.

د دې تړون په تړاو، د وینزویلا د سرپرست حکومت چارواکو
North American Blue Energy Partners (NABEP) ته، چې د تیلو یو خصوصي شرکت او په وینزویلا کې د تېلو دویم لوی تولیدوونکی خصوصي شرکت دی، د شاوخوا ۶۵ میلیارد بېرلو ثابتو زېرمو ته د لاسرسي امتیاز ورکړی دی چې د ۱۰۰ کلونو په موده کې د تیلو ۱۷ ساحې پکې شاملې دي.

د وینزویلا د نوي تولید میلیونونه بېرله تېل به د امریکا په تصفیه‌خانو کې پروسس کېږي او د امریکايي کارخانو او زیربناوو له لارې به استخراج او انتقالېږي. دا کار به په متحده ایالتونو کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې او د زرګونو کاري فرصتونو ملاتړ وکړي.

سربېره پر دې، د امریکا ډېرۍ تصفیه‌خانې د وینزویلا د درنو خامو تېلو د پروسس لپاره مناسبې دي، ځکه ډېری یې په ۱۹۷۰مو کلونو کې جوړې شوې وې؛ هغه مهال چې وینزویلا د امریکا د تېلو له مهمو اصلي سرچینو څخه ګڼل کیدله.

په وینزویلا کې خصوصي ډګر ته د انرژۍ په سکتور کې دغه بنسټیز بدلون او پانګونه د متحده ایالتونو دد دریو پړاونو د پلان یو مهم پړاو دی. دغه پلان ثبات، بیارغونه او ډیموکراتیک انتقال رانغاړي.

په وینزویلا کې د خصوصي سکتور په مشرۍ د تولید، د تېلو د استخراج او پانګونې وده د اصلاحاتو او ډیموکراتیک انتقال لپاره یو مهم شرط دی.

د شمالي امریکا د زرغونې انرژۍ د شرکت چارواکو یا North American Blue Energy Partners (NABEP) داسې پلان جوړ کړی څو په وینزویلا کې د تېلو د نویو زیربناوو په برخه کې تر ۱۰۰ میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي او تولید یې زیات کړي. تمه ده چې دا کار به اقتصادي وده پیاوړې، په وینزویلا کې د لوړ معاش دندې زیاتې او په پراخه اقتصادي کچه د لسګونو میلیاردونو ډالرو فعالیت رامنځته کړي.

تمه کېږي چې (NABEP) به د لومړیو ۲۵ کلونو په موده کې شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالر د امتیازاتو او مالیاتو په توګه ورکړي. دغه عواید به د وینزویلا د اوسنیو او راتلونکو حکومتونو لپاره مهمه مالي سرچینه وي، څو د بیارغونې او ټولنیز پرمختګ لګښتونه پرې برابر کړي.

له کلونو راهیسې د ټيټې کچې کمې پانګونې او ناسم مدیریت، د وینزویلا د تېلو په ډیرو ساحو کې یا تیل نه تولید کیږي او یا هم تولید له خپل ظرفیت څخه ډېر کم دی.

د یوه داسې ثابت خصوصي شرکت په پانګونه کې، چې په وینزویلا کې د تولید د زیاتولو سابقه لري او کولای شي د پانګې د لګښتونو د تمویل لپاره خصوصي امریکايي پانګه جذب کړي، وینزویلا تاریخي فرصت لري چې خپل مهم اقتصادي سکتور بېرته پیاوړی کړي، د تېلو تولید زیات کړي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

متحده ایالتونه د ۲۰۱۵ کال د ملي شورا او موقتي چارواکو ترمنځ د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي. د دې بهیر په پایله کې تر اوسه د وینزویلا په قضايي نظام کې اصلاحات، د سلګونو سیاسي بندیانو خوشې کېدل، او د جون د ویجاړوونکو زلزلو وروسته د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو د برابرولو هڅې ترسره شوې دي.
د دې بهیر نورې غونډې هم د سپټمبر لپاره پلان شوې دي.

د تېلو دغه نوی تړون یوازې د متحده ایالتونو د هغو هڅو وروستی ګام دی چې غواړي په لویدیځه نیمه‌کره کې د اکمالاتو نوې ځنځیرې سرچینې رامنځته کړي، څو پدې برخه کې د نړیوالو د وروسته پاتې والي نه پس امریکا د تولیدي صنعت او انرژۍ سکتورونه بېرته پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG