Accessibility links

Breaking News

د اپیک له لارې د متوازنې سوداګرۍ ترویج

د متحدو ایالتونو لوړ پوړي مقام کېسي میسا
د متحدو ایالتونو لوړ پوړي مقام کېسي میسا

متحده ایالتونه د اسیا پاسفیک اقتصادي همکارۍ سازمان (اپیک) ته په سیمه کې د خپلو دوستانه تجارتي او اقتصادي تګلارو د ترویج په موخه د مهم پلټفورم په نظر ګوري.

د متحدو ایالتونو لوړ پوړي مقام کېسي میسا چې د پاسفیک اقتصادي فورم په وروستۍ غونډې کې یې خبرې کولې وویل چې دا له اسیا سره د متحدو ایالتونو په اقتصادي اجنډا کې یو مهم اړخ دی.

«د ولسمشر ټرمپ اجنډا وار دمخه د امریکا اقتصاد ته لویه ګټه رسولې ده. د بېلګې په توګه، ولسمشر د څه باندې ۱۸ ټریلیون ډالرو پانګوونې لپاره تعهدات تضمین کړي؛ هغه په اسیا کې له یو شمېر هېوادونو سره د تجارت نوي تړونونه کړي او یا یې د تړون چوکاټ برابر کړی، چې د نورو امریکايي صادراتو لامل کېزي؛ او د متحدو ایالتونو اقتصاد په وروستیو کلونو کې چټکه وده تجربه کړه- د کورني ناخالص تولید وروستۍ وده څه باندې ۴ په سلو کې وه.»

ښاغلي مېس وضاحت ورکړ: «د امریکا د اقتصاد په برخه کې د دغو سترو پایلو عمده دلیل دا دی چې موږ دا مهال د خپلو اسیايي شریکانو سره د قوي او دوامدارو مشارکتونو د رامنځ ته کولو په درشل کې یو او دا کار تر یوې اندازې د اپیک له لارې کوو.»

په موجوده لومړیتوبونو کې په سیمه کې د متحدو ایالتونو له شریکانو سره د عادلانه او متوازنې اړیکې ترویج ، او د اپیک له شریکانو سره کار کول هم شامل دي چې امریکايي صادراتو ته خپل مارکیټونه نور هم پرانیزي.

مېس او یو امریکايي پلاوي، چې ۵۰ حکومتي او د خصوصي سکتور استازي په کې وو، د اسیا پاسفیک په سیمه کې د متحدو ایالتونو د تکنالوژۍ، کرنې، انرژۍ د صادراتو او د متحدو ایالتونو د دوستانه تجارتي او اقتصادي تګلارو په اړه بحث کړی دی.

مصنوعي ځېرکتیا یا AI لا هم یوه عمده مسئله ده. تېرکال اپیک د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې د ۲۰ میلیون ډالرو یو نوښت اعلان کړ، چې په سیمه کې د امریکا د مصنوعي ځېرکتیا د منلو د بهیر د چټکتیا لپاره ډیزاین شوی دی.

نهایتآ، متحده ایالتونه په سیمه کې له هېوادونو سره د مقرراتو د کمولو او د هڅو د زیاتولو لپاره کار کوي، څو په عمومي توګه سیمه ایز اقتصادي چاپېریال ښه شي.

اپیک د متحدو ایالتونو او نورو اقتصادونو لپاره یو مهم پلټفورم دی چې په سیمه کې اقتصادي همکاري زیاته کړي او یوه بریالۍ سیمه رامنځ ته کړي. ښاغلي میس وویل چې د متحدو ایالتونو اقتصاد له توقعاتو ورپورته عمل کوي او همدغه راز د بهرنۍ پانګوونې لپاره مطلوب مقصد دی او په سیمه کې د متحدو ایالتونو اقتصادي شریکانو ته لوی فرصتونه برابروي.

ښاغلي میس وویل: «موږ په دې باور یو چې اپیک د کلونو په اوږدو کې متحدو ایالتونو ته ګټه رسولې» ده او د «ولسمشر ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د "امریکا لومړۍ "تګلارې په اساس، موږ اپیک ته د متحدو ایالتونو د صادراتو ، د لا عادلانه تجارت ، د تکنالوژۍ د ترویج اوانرژۍ او سیمې ته د کرهنیزو صادراتو د مهم عنصر په توګه

XS
SM
MD
LG