Accessibility links

Breaking News

د ارام سمندر د سوکالۍ دپاره ملاتړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لانډاو د سپټمبر په لومړۍ نېټه، د «پاسیفیک ټاپوګانو فورم» په نوم د همکارو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو په غونډه کې چې د پالاو په هیواد کې جوړه شوې وه، د امریکا له خوا د ارام سمندر ټاپوګانو لپاره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو مرستو اعلان وکړ.

مرستیال لانډاو دا پیغام په مستقیم ډول د امریکا متحدینو ته وړاندې کړ او د ارام سمندر د ټاپوګانو له مشرانو او وزیرانو سره یې خبرې وکړې، څو په سیمه کې د امریکا د همکاریو ژورتیا او دوام پیاوړی کړي.

هغه د ارام سمندر ټاپوګانو کې د امریکا له خوا د تمویل کېدونکو نویو پروژو او پانګونو اعلان هم وکړچې موخه یې د امریکایانو او ددې سیمې د خلکو لپاره د اقتصادي سوکالۍ او امنیت رامنځته کول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، "د ارام سمندر د ټاپوګانو فورم" په نوم غونډه کې د متحده ایالتونو دوامداره ګډون د دې سیمې اهمیت څرګندوي، ځکه چې د ارام سمندر ټاپوګان د هند او ارام سمندر د سیمې یوه حیاتي برخه ده. کله چې د ارام سمندر ټاپوګان باثباته، خوندي او سوکاله وي، متحده ایالتونه به هم خوندي او سوکاله وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس په همکارۍ په پام کې لري چې ۶۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي، څو د ارام سمندر ټاپوګان په نړۍ کې د انرژۍ د روان بحران سره مقابله وکړي. په دې مرستو کې د تېلو د زېرمې د ظرفیت پراخول او د برېښنایي شبکو د ثبات دپاره هڅې شاملې دي.

د امریکا د سوداګرۍ او پراختیایي ادارې (USTDA) به، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تمویل، د ټونګا د بندرونو د ظرفیت لوړولو لپاره د لارو چارو او امکاناتو د یوې څېړنې او نظر سنجۍ له لارې د تېلو د رسولو اعتبار او د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي.

په دې څېړنه کې د ټونګا د بندري تاسیساتو، د تېلو د زېرمو ظرفیت، د نل‌لیکو د زیربناوو او د بازار پر بنسټ د مقرراتي کړنلارو د لا بهترولو ارزونه هم شامله ده.

متحده ایالتونه، استرالیا، جاپان، نیوزیلنډ او د کوریا جمهوریت به له تایوان سره چې د پالاو یو مهم شریک دی، د یوه نوي او عصري روغتون په جوړولو کې مرسته وکړي. متحده ایالتونه به همدارنګه د مارشال ټاپوګانو د پِنرېن (اوموکا) بندر د لوړولو او د ترانسپورتي اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تمویل، د امریکا د سوداګرۍ او پراختیا ادارې (USTDA) د ټونګا د ملي معلوماتي مرکز او شبکې د عصري کولو لپاره د یوې څېړنې ملاتړ کوي. دغه پروژه به د حکومت د سیسټمونو او عامه خدمتونو لپاره د خوندي او مقاوم کوربه‌توب زمینه برابره کړي.

دا څېړنه د امریکا د هغې پراخې هڅې یوه برخه ده چې غواړي د باور وړ امریکايي ټکنالوژۍ پر بنسټ د ټونګا ډیجیټلي زیربناوې پیاوړې کړي؛ په دې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت "خوندي کلاوډ" ته د معلوماتو د لېږد ملاتړ هم کوي.

متحده ایالتونه او پالاو به په ګډه د سمندرِ امنیت په اړه د امریکا او ارام سمندر ټاپوګانو د لومړني کنفرانس (COPMIN) مشري وکړي. په دې کنفرانس کې به پر سمندري امنیت برسیره د نشه‌یي توکو پر قاچاق، سایبري جرمونو او غیرقانوني مالي فعالیتونو تمرکز وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به، د کانګرس په همکارۍ، د (ای یو یو) یا د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د غیرقانوني، او غیرمنظمو هغو کب نیونو د مخنیوي لپاره چې رپوټ یې هم نه ورکول کیږي، د ۱۷ میلیونو ډالرو د برابرولو پلان لري.

دغه بودیجه به د تصدیق شوو روزنیزو پروګرامونو له لارې، په ملي قوانینو، پالیسیو او مقرراتو کې د اصلاحاتو لپاره تطبیق شی. پدې کې حقوقي ملاتړ، د IUU او کب نیونې د ستراتیژیکو موخو تطبیق، د اطاعت او څارنې د مسؤلینو د ظرفیت لوړول، او د انسانو نه بغیر د څارنیز ظرفیت د لوړولو لپاره د نویو ټکنالوژیو د پلي کولو پر ګڼو برخو متمرکزه وي.

متحده ایالتونه د ارام سمندر د ټاپوګانو امنیت او سوکالۍ ته کلکه او دوامداره ژمنتیا لري چې د "امریکا لومړی" د بهرني سیاست مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG