په ملګرو ملتونو کې د افریقا، عربي ملکونو او منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار، مسعد بولوس وایي "په سوډان کې کړکېچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره ژوره اندېښنه ده او دا زموږ له هغه ګډ مسؤلیت څخه سرچینه اخلي چې د سوډان د خلکو پر وړاندې یې لرو”.
ښاغلي بولوس وویل: "نن ورځ سوډان په نړۍ کې د تر ټولو لوی او جدي بشري ناورین سره مخ دی."
له زرو ورځو څخه د بېځایه اوږدې او شدیدې جګړې نه وروسته چې د سوډان د وسلهوالو ځواکونو (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ روانه ده، ددې جګړې زیانونه ډېر درانه دي. له ۱۲ میلیونو څخه زیات خلک بېځایه شوي دي چې دا په نړۍ کې د بېځایه کېدونکو تر ټولو لوی کړکېچ ګڼل کیږي. پدې کې مصر د کډوالو تر ټولو لوی بار پر اوږو وړي، ورپسې د چاد هیواد راځي.
له ۳۴ میلیونو څخه زیات خلک، چې د سوډان د نفوس ۷۲ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. له ۲۱ میلیونو څخه زیات سوډانیان د خوړو د سخت نشتوالي سره مخ دي، او د لوږې ناوړه وضعیت د دارفور او جنوبي کردفان په ځینو برخو کې تایید شوی او د لا پراخېدو خطر هم شته.
ښاغلي بولوس ټینګار وکړ چې په دې جګړه کې هېڅ ښه اړخ نشته. دواړو، (RSF) او (SAF) ، د بشري حقونو جدي سرغړونې او ناوړه چلند کړی دی. دواړه د دې جګړې د اوږدېدو، د خپل ولس د کړاو د زیاتېدو، او پراخې جګړې ته د سیمې د ښکیلولو مسؤلیت په غاړه لري.
ښاغلي بولوس وویل: “موږ باید د اسلامي بیلابیلو شبکو بېثباته کوونکی رول هم ومنو چې پکې د اخوانالمسلمین ځینې عناصر هم شامل دي. دوي تل هڅه کړې له دې جګړې څخه ناوړه ګټه واخلي.”
"دا څرګندوي چې که اسلامي شبکې یا هر ډول افراطي سیاسي خوځښت وغواړي دا جګړه په خپل ګټه وکاروي، د ملکي لېږد بهیر ګډوډ کړي یا یو ځل بیا استبدادي واک ټینګ کړي نو دا به د متحده ایالتونو له خوا ونه منل شي."
متحده ایالتونو د (RSF) پر قومندانان د بشري حقونو د سرغړونو له امله بندیز وضع کړی چې پکې توکمیزې وژنې، شکنجه، د لوږې څخه د کړولو تګلارې او جنسي تاوتریخوالی شامل دي.
امریکا پر یو بل قومندان هم د ویزې محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې ښکېل بلل شوی.
لوړپوړي سلاکار بولوس خبرداری ورکړ: "دې جګړې ته له پوځي لاره حل نشته. د جګړې دوام به سوډان لا پسې ټوټه ټوټه کړي او د دولت د دایمي سقوط خطر به زیات کړي."
هغه زیاته کړه: "همدا لامل دی چې موږ له خپلو شریکانو سره نږدې کار کوو چې پکې بریتانیا، مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او نور شامل دي څو بې له کوم شرطه څخه د بېړني بشري اوربند لپاره فشار راوړو. دغه اوربند باید دا تضمین کړي چې بشري مرستې د جګړې د کرښو او پولو هاخوا په دوامداره او بېخنډه توګه اړمنو ته ورسېږي."
متحده ایالتونو د سوډان د بشري مرستو صندوق لپاره د ۱.۵ میلیارده ډالرو نوې ژمنې راټولې کړې دي. خپله امریکا له دې کړکېچ راهیسې ټولټال ۲.۵ میلیارده ډالر مرسته کړې ده. خو جګړه باید ودرول شي څو مرستې لسګونو میلیونو اړمنو خلکو ته ور ورسیږي.
دې کړکیچ ته یو دوامدار حل د ملکي مشرتابه پر بنسټ د یوه حکومت غوښتنه کوي چې ټولشموله، د ټولو استازۍ او حساب ورکوونکی وي او په عین حال کې د دولت اساسي بنسټونه وساتي او هم یې اصلاح کړای شي، څو د هېواد اداره له سقوط سره مخ نه شي.
دې ته پنځه شیان پکار دي: د پیاوړي اساسي قانوني د چوکاټ بیا رغونه، په ملي بنسټونو کې د ګوندونو مخنیوی، د موازي امتیازي او ملیشه ځواکونو د جوړښتونو له منځه وړل او پر دولت د افراطي واکمنۍ مخنیوی. همدارنګه د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره غوره چمتووالی هم اړین دی.
د سوډان خلکو بېساری زغم او زړورتیا ښودلې ده. متحده ایالتونه دیته ژمن دي چې د دې غمیزې جګړې د پای ته رسولو او د سوډان لپاره د سولهییزې او ملکي راتلونکي د ملاتړ لپاره به کار ته دوام ورکړي.